دبابا په شاعرۍ کې یوه سرګردانه اروا/ څېړندوی عبدالغفور لېوال

0 625

ahmad shah bab

د تاریخي شخصیتونو دارواڅېړنې او دروني شخصیت پېژندنې یوه لاره داده ، چې دنوې ارواپوهنې له معیارونو سره سم ، له هغوی څخه راپاتې ویناوې ،روایتونه ، تصویرونه یا لیکنې وڅېړل شي. دې ته د شخصیتي روانکاوۍ پوهه وايي ، چې په ادبي اثارو کې د تاریخ، ژبپوهنې، ادبي فنونو او ارواپوهنې په ګډه مرسته مطالعه کیږي  
احمدشاه بابا یوله همداسې سترو تاریخي شخصیتونو څخه دی ، چې ښايي دګڼو څېړونکو او تاریخپوهانو لپاره به یې شخصیت پېژندنه په زړه پورې وي . د دغه نومیالي شخصیت په اړه دروایتونو، لیکنو، شاهنامو، تاریخي اسنادو او تبصرو ترڅنګ، له نیکه مرغه د ده له خپلې قریحې څخه دشاعرۍ یو بشپړ دیوان راپاتې دی، چې ددغه ستر ټولواک او ادبي شخصیت دروانکاوۍ لپاره اصلي او لومړی لاس مواد دي . 
احمدشاه بابا د خپل عسکري مزاج او له سیاست ، جګړې او ادارې سره له اوږدمهالي تړاو سره سره خورا عاطفي او حساس شخصیت ښکاري. ترپاچاهي وړاندې په زلمیتوب کې د نادري ځواکونود یو افسرپه توګه اوبیا وروسته دخپلې شاهنشاهۍ پرمهال دهند او شاوخواسیمو په نیولو کې خورا بوخت و، خو داسې ښکاري ، چې بابا دخپل ځان لپاره یو وخت بېل کړی و، په همدغه بېل کړي وخت کې ځان ته ننوتلی دی، ددنیا او عقبا په اړه یې فکر کړی دی، مینه یې کړې، دهستۍ په اړه یې پوښتنې شاربلي، دبابا په شاعرۍ کې دعرفاني مخاطب ترڅنګ دیوه انساني محبوب حضور هم ګورو ، دده شاعري ګواه ده، چې بابا مینه کړې ده او همدغې مینې شاعرۍ ته اړ ایستلی دی :

نن بیا هسې د ګلزار په ننداره ځم 
چې له یاره سره خوښ همکناره ځم 
تورې سترګې، سره لبان اوشنه خالونه 
ستا دلب په میو مست او مستانه ځم 
مسته درخته د چندڼ زلفې ښامار دي 
رقیبان که غاښ چیچي سربریده ځم 
معشوقې د ایران ډیرې، ترکې شوخې 
خدای چې راکه ترکې هند ته دوباره ځم

عشق او له محبوبې سره عاطفي اړیکې دشخصیت د پټو زاویو دپېژندنې لپاره ډیرمهم رازونه دي ، تاسو دیوه شخصیت تیاره کونجونه نه شئ موندلای ، تردې چې دهغه دمینې څراغ ونه مومئ؛ احمدشاه بابا دخپلې انساني مینې دکشش او جاذبې په زړه پورې تجربې لري ، په همدې پورته غزل کې ښکاري ، چې دمعشوقې جاذبه ده ، چې بابا یې دلویو ملکونو فتحې ته پیاوړی کړی دی ، داغزل یوازې دمحبوبې او شاهي فتوحاتو ذکر رااخیستی دی ، په شاعرۍ کې د اصلي روایتونو داړیکو شننه خورا مهمه ده ، دې ته Moving Among Narratives میتود ویلای شو ، چې په مرسته یې اصلي وسوسه موندل کیږي ؛ دبابا دهمدې غزل څونور بیتونه : 
چې برکړی مې خدای لاس په رقیبانو 
تروبه زه دهند په لور په تماشه ځم 
چې دهند دملکو فتحه مې روزي سوه 
نورایران لره په توغ په نغاره ځم 
پرراکړي داد دې خدای نه سي پښېمانه 
ترنګین مې ایران لاندې شاهانه ځم

زموږ واکمن شاعر خپل داغزل له مینې پیلوي ، بیخي دیوې داسې معشوقې له مینې څخه چې تورې سترګې ، سرې شونډې اوشنه خالونه یې عیني حضور زموږ دسترګوتروړاندې دروي ، بیا دعشق کشش په هندو ایران ورګډیږي ، شعر دوه روایتونه یاNarratives لري 
معشوقه او دنویو ولایتونو نیول ، هغه هم دلوی خدای په مرسته . دشاعر روحي خوځښت ددې دواړو ترمنځ راښيي ، چې احمدشاه بابا په خپلو ورکو پسې خامخا ورځي او هېڅ څه یې هم مخه نه شي نیولای ، بابا دیوې پیاوړې ارادې خاوند دی ، چې دعواطفو ، جاذبې ، قدرت او تلپاتې حرکت ګډوله یې داروايي شخصیت اصلي توکي دي. 
دباباشاعري دده بله ځانګړنه داراښیي ، چې دی له نوي ژوند چاپېریال سره عادت نه کوي ، داصلي ماء من پیاوړې جاذبه ، دلرغوني ژوند حسرت او اصل ته دراګرځېدلو جاذبه یې په اروا کې دنوستالجۍ بنیادونه جوړوي ، دده ناکراره اروا هرځای ته چې ځي اصل ته دراګرځېدوله تلوسې سره دوچار کیږي . همدا چې افشار نادر ووژل شو او ده یې حرم وژغوره ، په ډیره بېړه کندهار ته راستون شو ، هرځل چې یې دهند سوبه وکړه ، چارې یې خپل باوري استازي ته وسپارلې او کندهار ته یې بېړه وکړه، دبابا په دې مشهور شعر کې دانوستالجي څپې وهي :

ستا دعشق له وینو ډک سوه ځیګرونه 
ستا په لاره کې بایلي زلمي سرونه 
تاته راسمه زړګی زما فارغ سي 
بې له تامې اندیښنې دزړه مارونه 
که هرڅو مې ددنیا ملکونه ډیر سي 
زما به هېر نه سي داستا ښکلي باغونه 
دډیلۍ تخت هېرومه چې رایاد کړم 
زما دښکلې پښتونخوا دغروسرونه

یوځل بیا دبابا اروايي تقلااو خوځښت ددوو روحي جاذبو ترمنځ : دیوه پیاوړي افغاني حاکمیت دجوړولو لپاره دسیمو نیول او فتوحات او بله خوا دکندهار هېوادنۍ جاذبه او هلته دمتمرکز حکومت له نږدې څارنه . داډول تلوسه ترده وړاندې یوازې په غزنوي سلطان محمود کې ګورو ، ګنې دهند لودي او سوري پادشاهان او بړېڅ نوابان خودهندافسانوي ځلبل او جاذبې داسې جذب کړل ، چې یوازې دهمدې لویې وچې دتاریخ یوه برخه وګرځېدل اوبس . 
احمدشاه بابا یوه بله اروايي وسوسه هم لري ، پوهیږي چې ژوند لنډ دی او کارونه ډير ورله غاړې دي ، ددنیا په نامتو نړۍ نیوونکو او امپراتورۍ جوړوونکیو شاهانو کې مقدوني سکندر او بیا زموږ همدغه احمدشاه بابا لنډ عمرونه درلودل ، مقدوني سکندر ملاریا یا کومې بلې ناروغۍ چې دهندوکوښ په لمنو کې پرې اوښتی و کورته پرلار وواژه ، او احمدشاه بابا دپوزې ناسور شوي زخم په پخه ځوانۍ کې دتوبې په غره کې تحصن او بیا مرګ ته اړ ایست . دواړو لکه چې دخپل بېړني مرګ خوب لیدلی و، مقدوني سکندر هم ډیره بېړه درلوده او ډیر ځله یې لښکریانو لیدل ، چې په خړ سهار کې به یې موزې په پښو کړې او پراس به سپور و ، احمدشاه بابا هم غوښتل په لنډو کلونو کې ډیر څه وکړي ، ځکه باور یې درلوده چې : 
شیرین عمر چې تیریږي دریغه دریغه 
داوبو په څېر بهیږي دریغه دریغه 
ولې زړه په خبرنه دی له رفتنه 
چې داهسې ژر تیریږي دریغه دریغه 
ولې هسې سوې بې غمه زما دله 
عمرباد غوندې چلیږي دریغه دریغه 
دایاران لکه ګلونه دبهار دي 
دخزان په تاورژیږي دریغه دریغه 
احمدشاه به څه هوس کا وخت دغم دی
دبېلتون نوبت رغیږي درېغه درېغه

زه دبابا په شاعرۍ کې دتصویرونو او کلېماتو ترشاه دیوه ناکراره ، خوځنده اوسرګردانه اروا تصویرله ورایه وینم ، که څه هم دهغه په رسمي اویا روایتي ژوندلیکونوکې داسې څه لږ ترسره کیږي ، خو ترشاعرۍ یې پرته نورې نښې هم شته ، دهغه په ژوند کې دزمانې دنورو پاچایانو په څېر دبزمونو ، عیاشیو ، وخت تېرولو ، ښکارونو یانورو وخت ـ وژونکیو بوختیاووکیسې ډیرې نه شته ، بابا یا پر فتوحاتو بوخت دی ، یا له نشت څخه دیوې افغاني ادارې دراجوړولو پر کار . داسې ښکاري ، چې دشاعرۍ ډیره برخه یې د اس پرشا یاهم په هاغه ځانته وربېل کړي فکري وخت کې لیکلې ، چې په پیل کې مو ورته اشاره وکړه . بابا خامخا یو خلوت درلوده . دبابا فکري او عرفاني شاعري ددې نښه ده :

تاویښ کړی یم له خوابه 
اې دزړه چنګ وربابه 
چې داهسې دې اوترکړم 
ستادزړه کاسه خرابه

له ځانګړي خلوت څخه زموږ هدف دبابا دفکري تمرکز فرصت او یوازیتوب دی ، دادبیاتو په اړه ارواپوهنیزې څېړنې رازده کوي ، چې دعرفاني تمایل خاوندان دهستۍ دحقیقت په موندلو پسې په ځان کې ننوځي ، دانته الیګیري په خپل روح کې ننوت او دجنت ، دوزخ او برزخ سیروسلوک یې وکړ، نیشاپوري شیخ فریدالدین عطار په خپل منطق الطیر کې دسیمرغ اسطوره یي سېمبول په مرسته روحي سفر پیل کړ او دمعرفت اووه ښارونه یې ولیدل ، چې له عشق څخه پیلېدل . هغه شخصیتونه ،چې له ځانه بهر بوخت وي ، دمعرفت په مرسته درواني تکیې تلپاتې تکیه ځای نه لټوي ، بلکې پرلویو هېوادونو د دنیايي حاکمیت ګرانبیه تختونه لټوي او دوجود دمه پرې جوړوي ، داحمدشاه بابا شاعري ددې ګواه ده ، چې نوموړی دداسې تجملي تختونو پرسر دوجود دمه نه شي جوړولای ، بلکې دروح دمه ځای لټوي ، مانا دپاچاهي ، جګړې او سیاست ترڅنګ په خپل خلوت کې د هماغه سفر مساپر دی ، چې عطار ، دانته او سنايي په کې ستومانه وو . دبابا دروحي سیروسلوک دا شاهدکلام وګورئ :

زړه مې ستا په هوا والوته مرغه سو 
دعشق غم پرې راغی درست سره اوبه سو 
دغه زړه مې لکه غر ډېر پرډاډه وم 
اوس دعشق پر اور ویلیږي ترې سکاوه سو 
دعشق اور دې په لیدلو ښه بلیږي 
بې لیدلو دې هم زړه پرتناره سو 
هغه زړه چې مې دیار پرلوري ورک و 
چې دیار په لیدو راغلم ، زړه بیا څه سو 
اوس بې زړه زه په روڼا ددیدن ګرځم 
که زړه راغی بې له یاره ملک تیاره سو 
زړه ویار اویاردزړه سره خویودي 
چې دزړه په ځای یارراغی بیا زړه نه سو 
احمدشاه په زړه خپل یارغوښت زړه یې وریت کړ
ځکه ځان یې ډوب داوښیو په واله سو

دشخصیت پېژندنې له نظره ، داحمدشاه بابا شاعري څرګندوي، چې ده دژوندلپاره دهغو دسپلینونو خوراخیال ساته ، چې ده پخپله ځانته جوړ کړي وو. له دې نظره یې خورا منظبط شخصیت ګڼلی شو ، دده پرعکس خوشال خان خټک دیاغي او چوکاټ ماتوونکي روح خاوند شخصیت ښکاري . 
ښايي داحمدشاه بابا دشخصیت همدغه اړخ و، چې دی یې په یوه ستر تاریخ جوړونکي سیاسي مشر بدل کړ . 
دشخصیت څېړنې لپاره په شاعرۍ کې دموتیفونو او ځانګړیو سېمبولونه مطالعه مرسته کوي . 
راځئ دهغه یوه منظومه ګیله ولولو :

راغله په موږ یوه هسې ټګه زمانه 
ډکه له بېقدرو له بې دردو همخانه 
ده یو بې کماله دکمال پوښتنه نه شته 
روغه له احمقو له احمقو یګانه 
زړه تړلی دارنګ زمانې پورې عبث دی 
جوړه دحباب په دود لږ باد یې بهانه 
هغه چاچې زړه دی په جهان پورې تړلی 
شو خاورې ددهر له وطنه بېګانه 
رایشه دوفا طمع ترې مه کوه احمده 
بې وفا دنیا ده بې وفا ده زمانه

د احمدشاه بابا له شاعرۍ څخه دهغه یوه بله رواني ځانګړنه له ورایه ښکاري ، بابا له ډیرو جګړو ، سختو مخالفتونو ، تربورګلویو ، فتوحاتو ، یاغي مخالفانو سره سره دخورا نرم او بښونکي مزاج خاوند دی ، دی په خپل شعرکې دخپلوسوبو پرمهال د تورو ، وژنو او متشددو صحنو ذکر نه کوي ، که یې ژوند لیک ونه ګورئ او له دیوان څخه یې څلور پینځه سلنه شعرونه وباسئ ، نو فکر به وکړئ ، چې له یوه بې غرضه صوفي شاعر سره مخامخ یاست ، نه له یوه داسې ستر لښکرمشر سره چې دسیمې ترټولو سختسرو مرهټه ځواکونو سره دجګړې خیال په سر کې لري . زه فکر کوم ، بابا پوهېده ، چې جګړه دسیاست مجبوریت دی او دویاړلو ارزښت نه لري ، دبابا ژبه دجګړو په ذکر نه ګرځي ، ځکه دی جنګ هدف نه، بلکې دانسانژغورنې لپاره وسیله ګڼي ، دهمدې لپاره یې دیوان له جنګنامو اودتش په نامه حماسي لاپو شاپو څخه ترډېره بریده یوې خواته ساتلی دی . 
دبابا دعاطفي اوسوله خوښي مزاج تصویر په دې څوبیتونو کې وګورئ :

په داډېر ښوراښور دې نه پوهیږم 
هسې نرم زړګی چا کړې زما دله 
لکه خپل کبلی چې ورک کاندي هوسۍ 
هسې شان الا بلا کړې زما دله 
لکه اور ته ناقراره ځي ستۍ 
خواږه عمر وته شاکړې زما دله
بیا هله به ته دغم له ویره خلاص سي 
چې دزړه ترکه هواکړې زما دله

داروايي شننو له مخې هغه مزاجونه کلک او متشدد وي ، چې له مخامخ جنس سره د تحکم او برترځواک له دریځه مخامخیږي ، خو هغه مزاجونه چې له نرمۍ ، عاطفي پاروونو ، په مخامخ جنس کې دمینې او محبت دروحیې دایجاد مزي ټینګولای شي ، دنرم او عاطفي شخصیت خاوندان وي ، په اوله ډله کې دتصاحب او مالکیت روحیه او په دوهمه ډله کې دمینې او جذابیت روحیه پیاوړې وي ، لومړۍ ډله خپل کام اخلي ، سړیږي او عاطفي اړیکې هیروي ، خو دوهمه ډله مینه کوي ، خوند اخلي او له خپل مقابل لوري سره د دوامدارې اړیکې او معنوي ارزښتونو پربنا مناسبات ساتي . عجیبه خو یې داده چې له مخالف جنس سره د دزور او ځواک له دریځه مخامخېدنکي لومړۍ ډله اشخاص ډارن ، فوبیایي او د رواني اختلالونو خاوند خلک وي ، چې دسادیستي تمایلاتو کمزوري او ابتدايي اعراض په کې سر راپورته کوي ، حال داچې دوهمه ډله عاطفي ، راپاروونکي ، جذاب او دمخالف جنس په وړاندې دپاسته دريځ خاوندان پرځان ډاډه ، ارامه ، زړور او دقوي ارادې خلک دي ، که څه هم په دوی کې د نګه خوند اخیستلو تربریده دمازوخیستي تمایلاتو لومړنۍ اوپه زړه پورې نښې هم راڅرګندیدلای شي : احمدشاه بابا له دوهمې ډلې شخصیتونو څخه دی ، دده یوغزل به دحسن ختام په توګه راوړم ، چې هم ډیر ښکلی او له شاعرانه هنره مالامال کلام دی او هم په کې دده جذاب ، راپارووږږ/ږنکی ، ارامه ، زړوراو ډاډمن مزاج له ورایه ښکاري . 
سخ د ایینې دی ، چې دې تل ومخ ته ګوري 
سخ دلونګین دی ، چې دې پاس په سینه ښوري 
نه دي ستا په غومو غټې غټې مرغلرې 
وصل دي په میاشتې پورې یو سر بل سر ستوري 
روغ مې کړه له رنځه چې دخولې ښېرې دې واورم 
شهدوشکر ورک کړه چې مې ستا شونډې وزوري 
زه که ډوب په غم یم تل دې ډوب یم چې عاشق یم 
تادې خدای دلبره تل له هرې بلاژغوري 
ظلم دې ددوو سترګو هرګوره په مازورسه 
چېرې توان مجال دزوروزر لري کمزوري 
ماته وارزان دي بیا له مشک وترعنبره 
څوک که تورې خاورې ستا دپله په بهار پلوري 
درومي ستا ولور ته په ارمان ارمان کاته 
سپین یې په کاته شو (احمدشاه ) دسترګوتوري

Leave A Reply

Your email address will not be published.