دوکتور م، عثمان تره کي : کله چه د لویدیز ښکیلاک ګټي مطرح وي عدالت د سیاست قرباني کیږي

0 493

دوکتور م، عثمان تره کي د دعوت سره په مرکه کې:    

کله چه د لویدیز ښکیلاک ګټې مطرح وي عدالت د سیاست قرباني کیږي او دیموکراسي په لغته وهل کیږي

دعوت . د انتخاباتو هنګامه توده او جګړې هم زور اخیستی ایا دا دواړه سره اړیکې لري؟

ځواب. د بهرنیانو تنظیم شوې پلان لاندې محتوآ لري :

 بهرنیان په افغانستان کې د خپل نظامې حضور د دوام په مقصد باید انگېزه ولري. د کنترول لاندې جګړه بهرنیو ځواکونو ته د خپل نظامي حضور د اوږدیدو لامل ورپه برخه کوي. له همدې کبله مخکې له دې چې د وسله والو مخالفینو سره سوله وشي باید  په جګړه ایز حالت کې ټاکنې ترسره او وسله وال  مقاومت دیته اړ شي چې د لاسپوڅې حکومت سره د حکومت د شرایطو په چوکاټ کې سولې ته کښېني.

دمقاومت سره سوله له ټاکنو نه مخکې، په سیاسي معادله کې د بهرنیانود پروگرام خلاف  بدلون رامنځته کوي او  په سیاسي ستیج کې د یو لاسپوڅې د راتک امکان له منځه وړي.

 بنأ دستوري  انتخابات باید چې د مقاومت په غیاب کې تر سره شي.

وسله وال مخالفین د ټاکنو له لارې د رازیږیدل شوي يو مشروعَ حکومت ( ؟ ! )  سره د مخالفت ترپلمې لاندې وټکول شي.

 «ټاکنې»، «ګوډاګي کاندیدان» او «نظامي هډې» درې واړه  یو وخت، په منطقي تړاو سره مطرح شوې دي:

«انتخابات» د « ګمارل شوې کاندید» د بریالیتوب لاسوند ګڼل کیږي. د پردیو په لاس جوړ شوی ولسمشر باید د « نظامي هډو» ساتنه وکړي او بالمقابل  د هغه  په واسطه وساتل شي.

 دعوت. پدې کې شک نشته  چې موږ د اروپا او امریکا په سټنډرد انتخابات  تنظیمولی نشو. خواوسنۍ ټاکنې باید د یو جنگ ځپلي بیرته پاتې هیواد په چاپېریال کې د دیموکراسي په لور یو اوچت ګام  وشمیرو ؟ دغسې نده ؟

ځواب.  دیموکراسي، انتخابات اوتروریزم له جګړې سره جوخت افغانستان ته صادرشول. پدغه جګړه کې لږ تر لږه نیم ملیون افغانان وژل شوي او ژوبل شوې دي.

په بل عبارت دیموکراسي او ټاکنې د ټوپک او د برچې په زور په موږ باندې وتپل شول. دیموکراسي داستخباراتي موخو او نیابتي جګړې په مقصدونو وکارول شوه.

په واقعیت کې د انتخاباتو تمویل، څارنه او  تدویر د بهرنیانو په لاس کې دي. د تاکنو د امنیت د تآمین لویه برخه نړیوال نظامي ائتلاف ته سپارل شوې او کاندیدان د بهرنیو استخباراتو له پولي، مالي او سیاسي ملاتړڅخه برخمن دي.

پدې حساب باندې ټاکنې افغاني او وطني بڼه نلري. انتخابات نظام  ته مشروعیت او افغانستان ته سوله نشي راوستلی.

په لنډه ! د افغانستان د اشغال په چاپیریال کې، ټاکنې د بهرنیانوپه لاس د افغانستان د ملي ګټو په ضد یوه توطئه ده.

په تأسف سره انتخابات د قومي جذباتو تر اغیز لاندې ترسره کیږي. په جګړه ځپلو سیمو کې چې قومي ډیرکي اوسیږي د امنیت د نشتوالې له کبله دمخکښو  کاندیدانو ترمنځ  د سیاسي سیالیو مساوي زمینه برابره نده.

یوناانډول قومي انتخابات د قومونو تر منځ واټن زیاتوي. ملي وحدت ته تاوان رسوي او د لازیاتې نا امنۍ په لامل بدلیدلی شي .

 دعوت. د بهرنیو قوتونو د حضور په نظر کې نیولو سره  د انتخاباتو حقوقي اړخ څنګه ارزوئ؟

ځواب.نړیوال نظامي ائتلاف افغانستان ته دامنیت شورأدپریکړوله مخې( ۱۳۶۸ او ۱۳۷۳ ) کې راغي . دغه راتګ د بین المللي حقوقوله نظره دتوجیه وړدی. خو د کورنيو حقوقو د اصولو له مخې  په افغانستان باندې برید ته یرغل او بهرنیو پوځیانو ته اشغالگر ویلي شو:

هغه موافقتنامه چې په ۲۰۰۲ م کال د عبدالله په نوم باندې یو کس (د وخت  بهرنیو چارو وزیر) له امریکایانو سره لاسلیک کړه چې په ترڅ کې يې  امریکایي  ځواکونو ته د وحشت د پيل بنسټ  کښېښود دعادي حقوقي چینل نه(د پارلمان تصویب اود ولسمشر له توشیح … ) څخه ندې تیر شوې.

بنأ افغانستان د بهرنیانو تر اشغال لاندې دی. وسله والومخالفین چې د اشغال په وړاندې راپورته شوي د شورشیانو په نوم یادول حقوقي توجیه نلري. دوی باید د « مقاومت » په حیث وپیږنو.

ټاکنې زموږ اوسنۍ اړتیا نده . موږ دټاکنو لوبې ته په ګدون کولو محکوم یو.

په هر حال ! هغه انتخابات چې د تیري کونکو هیوادونوترمستقیمې څارنې لاندې تر سره شي د منلو وړ حقوقي پایلې درلودلی نشي.

که امریکا پدې باندې بریالۍ شي چې په افغانستان کې د خپل تیري نه په ګته اخیستنې سره د جعلي ټاکنو تر پوښښ لاندې یوه ګوډاګی قدرت ته ورسوي  د نړۍ حقوقي نظام  چې د هیوادونو په ملي واکمني باندې ولاړ دی سخت تاواني کیږي . د ملګرو ملتونو د شته والي منطق له منځه ځي. د نړۍ په کچه د امریکا داپاته شوی کمزوری باور پوه پنآ کیږي. امریکا د نړۍ د حقوقي نظام په وړاندې د خطر په سرچینه بدلیږي.

په ناسمو شرایطو کې له ټاکنو سره مخالفت د امریکا سره مرسته شمیرلی شو. پدغه برخه کې یوازې وسله وال مقاومت د خپلو شرایطو په وړاندې کولو سره امریکا ته مرسته رسولي شي.

دعوت. د دواړو مخکښو کاندیدانو تر منځ په سلو کې ۱۴ واټن  دوهمه درجه کاندید له ګواښ سره مخ کړی دی. دی د کومې محاسبې په بنسټ په ډاډه زړه دټاکنو دوهم پړاو ته ورګډ شو ؟

ځواب. د دواړوکاندیدانو تر منځ د پام وړ واټن شته. د دوهمې درجې کاندید لپاره د ټاکنو د لمړي پلاوي ستونزې نه یوازې  له منځه ندي تللې بلکې لازیاتې هم شوې.

د قومي جغرافیا د واقعیت په نظر کې نیولو سره ، دوهمه درجه کاندید ( د ب ټیم ) لاندې پروبلمونه لري چې لمړۍ درجه کاندید  ( د الف ټیم ) نلري :

ــ  د امنیت لازیات خرابوالی.

ــ  په ټاکنو کې د ښځو نه ګډون یا کمزوری ګډون.

ــ  د حکومتي چارواکو د ملاتړ نشتوالې.

ــ  په انتخاباتي کامپاین کې  په جنگي جنایتونو  تورنو کسانو او په ځانګړې توګه  د جنگي اسیرانو د یو پیږندل شوې  قاتل حضور( دغه فکتور په مختلفو درجاتو کې د دواړو کاندیدانو مخ ته مطرح دی).

د ( ب ) انتخاباتي ټیم عندالا قتضآ په بیړه د ټاکنو د اړتیاوو له مخې د غیر متجانسو کسانو نو نه  جوړ شوی او په نا منظمه توګه انتخاباتي کامپاین ته ورننوتلی دی. نوموړی ټیم ټاکنیزه تجربه نلرې.د(ب)ټاکنیزټیم ډېره کی له غیر حکومتي کسانو څخه جوړ شوی چې ټاکنو ته د یوې سیاسي لوبې په توګه کتنه کوي چې د ناکامي په صورت کې څه شي د لاسه نه ورکوي.

د ( الف ) ټاکنیز ټیم غړي په عقیدوي(دجهاد په حساب ) ، سیاسي (د قومي ډیرکيو په وړاندې دښمني ) او سمتي ضوابطو په محور سره متحد شوي دي. ټاکنیزې تجربې لري. د ناکامي په حالت کې حکومتي او غیر حکومتي امتیازونه له لاسه ورکوي. ټاکنې دوی ته د ژوند یا مرګ د فتوآ په معنی دي. له همدې کبله ( الف ) ټیم ) د یو منظم ، حساب شوي ، دقیق او علمي  پلان له مخې د ټاکنو لوبې ته ورګډ شوی دی.

بنآ د ( ب ) کاندید  د سیاسي  سیالي  په ساحه کې د عدم تساوي د واقعیت د شته والې  سره سره  د امریکا په حکم ټاکنیزې توطېې ته چې د بن د غونډې لړۍ ده ځان ورګد کړ.

که دغه ته صاف او ساده لیونتوب ونه وایو نو ماجراجویي خو ورته ویلي شو.

دعوت. په سیالي  کې د عدم تساوي سره  سره د ( ب ) کاندید  په کوم اطمینان  د ټاکنو دوهم پړاو ته ورګډ شو ؟

ځواب. دواړه کاندیدان د نږدې او لرې بهرنيو هیوادونو ملاتړ ته سترګي په لار دي. ملاتړ د انتخاباتوپه بهیر کې د کاندید په ګته  تبلیع، تمویل او تقلب  په برکې نیسي.

په فرمایشي ټاکنو کې د امریکا  رول  ټاکونکی شمیرلي شو :

د کاندیدانو له نظره د ټاکنو په بهیر کې له امریکا سره د ستراتژیک تړون د لاسلیک وعده باید د امریکې له لورې د پاداش سره معاوضه ( بدل ) شي.

د راي ورکولو په پروسه کې اِعمال نفوذ په ټاکنو کې د لاسوهنې بله وسیله ده : د یوه تازه خبر له مخې امریکا د افغانستان په ۷ سترو او مهمو پروژو پیسې بندې کړې. د ټاکنو په دوهم حساس پړاو کې ، د دغه اقدام پیغام رايې ورکونکوته دا دي چې که تاسو د امریکا ګمارل شوی کس ته رايه ورنکړئ د امریکا د مرستو نه بې برخې شئ. امریکا پدې باندې نپوهیږي چې افغانانوله خپل ویاړه ډک تاریخ کې هیڅکله آزادي د ډودۍ په بدل نده خرڅه کړې.

د ملي واکمني له نشتوالي سره دابهرني قوتونه دي چې دملت په ځای پرېکړه کوي.

امریکا دافغانستان انتخاباتوته د خپل کورني سیاست او بهرنۍ دیپلوماسي دبریالیتوب د یو مهم فکتور په حیث پام اړولې دی: د امریکا حکومت باید امریکایي رايو ورکونکو ته دافغانستان د اشغال ښې لاسته راوړنې وړاندې کړي (کورنی سیاست). د یو قطبي نړۍ د سروال په توګه ، نړۍ ته د لویدیځ تمدن د ارزښتونو د دفاع قاطعیت وښيي (دیپلوماسي).

 په اشغال شوي افغانستان کې کاندیدانوپه ټاکنو کې د بري چانس دامریکا له ملاتړ سره تړلی دی.

امریکا د ټاکنو تر پلمې لاندې د یرغمل شوي افغانستان سیاسي زعامت ټاکي.

خو واقعیت دی دی چې د بهرنیانو په مرسته او زور په تاج او تخت باندې قبضه لګول چاته نه یوازې ویاړ نه بښي بلکې حقارتاو ذلت ورپه برخه کوي

دعوت. کاندیدان څومره د امریکا د ملاتړ ډاد درلودلای شي ؟

ځواب. له دا دوو کاندیدانونه یو کاندید په بربنډه او څرګنده توګه د امریکا د سیاسي ،پولي اولوژستیکي مرستې نه برخمن معلومیږي.خوظواهردسیاست اصلي استقامت نه ټاکي . دااحتمال هم شته چې دملاتړ دنښونښانولنګریوې خواته ، د خلکودذهنیتونود انحراف په مقصد وي خو استخباراتي ـ عملي هلې ځلې  د بلې خوآ د بریالیتوب د تضمین په موخه وي.

 د نا امني  په شرایطو کې چې د سیالانو تر منځ د سیالي ناانډوله زمینه رامنځته کوي په ټاکنو باندې ټینګار، دیو کاندیدپه وړاندې دامریکاسؤنیت راښکاره کوي او د ټاکنواهمیت (چې پکې قومي ډیره کي د خپل سیاسي حق نه بې برخه کیږي) ، د توطئې تر کچې پورې راټیتوي.

د امریکاسیاست د یرغل له پیله تراوسه پورې د سیاسي اوستراتیژیکولاملونو په بنسټ په « پښتون ضد » محورباندې ولاړ دی.

امریکا په افغانستان کې دپښتنوزعامت نه غواړي، مګرداچې یو کس د سختو  استخباراتي آزموینوپه ترڅ کې خپله وفاداري امریکا ته ثابته او د خپل قوم او ولس په ضد د استعمال وړ وي.

 ټولو ته معلومه ده چې په وروستيو درېو لسیزو کې کوم کسان د بهرنیانو په لاس د قوم په نامه قدرت ته ورسول شول او د قوم په قاتل بدل شول.

دعوت: په داسې حال کې چې امریکایان او نور له افغانستانه د وتلو په حال کې دي او اوباما هم وویل چې تر ۲۰۱۶ وروسته به یو امریکایي عسکر هم په افغانستان کې شتون ونه لري نو دا به د افغانانو له پاره ښه چانس نه وي چې خپله راتلونکې پخپله وټاکي او د سولې په راوستلو کې د جګړې مخه ډب او مخالف وسله وال په خپل هېواد کې خوندي او نورمال ژوند او سیاسي فعالیت پیل کړي؟

ځواب.

په ۲۰۱۶ کال کې د بهرنیو قوتونو  وتل یا پاتې کیدل په سیاسي اوامنیتي اوضاع پورې اړه لري .که راتلونکی ولسمشرپدې باندې بریالی کیږي چې له مقاومت سره سوله وکړي مخالفین سیاسې پروسې ته جلب او دنیا ګل او ګلزار کړي .

دواړو کاندیدانو امریکا ته د نظامي هډو د امتیاز ورکولو موضوع منلې ده . نظامي هډې د وسله والو مخالفینو او نوماندانو تر منځ متنازع فیه موضوع  ګڼل کیږي . دا احتمال شته   چې وسله وال مخالفین دهغه ولسمشر سره سوله ونکړي چې د ځان ساتنې لپاره یې امریکايي نظامي هډې ته پنآه وړې وي.  له بلې خوآ د امریکآ سیاست د مخالفینو په وړاندې ډیر مبهم ښکاري. که امریکا سوله غوښتې وای باید مخکې د انتخاباتو نه دوی سره جدي او صادقانه خبرې اترې کړې وای.

د سولې په اړه د امریکاله ابهامه ډک دریزسړي ته دا انتباه ورپه برخه کوي چې امریکا خپل دښمن تر نامعلومې مودې پورې ساتي ترڅوپه افغانستان کې د خپل نظامي حضورد دوام انګیزه له ځان سره ولري.

 دعوت: تاسو ډاکټر اشرف غني چې یو عالم او تکنوکرات دی د ډاکټر عبدالله سره چې د شمال ټلوالې مخکښ او کاندید دی څه ډول پرتله کوئ؟

 ځواب . د ( ب ) نوماند  د  تحصیل او  پوهې  په لحاظ د ( الف ) نوماند سره پرتله کولي نشو . خو  د نړۍ دوهمه درجه « عبقري » د ګن شمېر  جنایت کارانو او ملي خاینینو په واسطه ایسار شوې چې دقدرت دقبضه کولونه وروسته به هریود دولتي غنیمتونود ویشلودعوا کوي . دولتي چارې به دبشري حقونو ناقضینو ته سپارل کیږي او د جنګي جنایت کارانو د محاکمې ملي داعیه به حاشيي ته ولویږي.

د ( الف ) انتخاباتي ټیم په ترکیب کې د جګړه مارانو نه سربیره  فدرالیستانو ( په واقعیت کې تجزیه غوښتونکو )  او د افغاني هویت منکرینو هم ځای نیولی دی .

دعوت. د جنګي ډلوټپلو ، پیژندل شويو جنایت کارانو اوبشري حقونو دناقضینو ټاکنوته په کومه سترګه ګورئ؟

 ځواب. ټاکنې د یوه ستر سیاسي غنیمت په حیث د بهرنیانودحضورله برکته جګړه مارانو ته ډالۍ شوې دي.

په دواړو ټاکنیزو ټیمونو کې جنگي جنایت کاران اغیزمن حضور لري. ټاکنو دوی ته دسیاسي ژوندداوږدیدوامکان او د سیاست په ډګرکې د فعالیت قانوني او مشروع  زمینه برابره کړې ده. جنایت کاران د ټاکنو ترپوښښ لاندې د قضايي تعقیب په وړاندې مصئونیت ترلاسه کوي.

نړیوال نظامي ائتلاف په ۱۳ کلونو کې جنایت کارې اومافیایي ډلې د جګړې له لارې یا د دستوري انتخاباتو ترپلمې لاندې دافغانانو په برخه لیک باندې واکمنې وساتلې. استعماري ځواکونه یوازې د جنایت کارانو په ملاتړ افغانستان ترخپلې ولکې لاندې ساتلی شي.

کله چې د لویدیځ ښکېلاک ګټې مطرح وي عدالت د سیاست قرباني او دموکراسي په لغته وهل کیږي

دعوت: ایا د دې وخت نه دي رارسیدلی چې د هېواد د روانو پیښو په اړوند یو څه مثبت فکر وکړو؟

ځواب. که ستاسی مقصد  جګړې ، اشغال ، بلواکي ، دیکتاد ، بیعدالتي ، بیقانوني  او توطئې  ته تسلیمیدل وي ، ابدأ نه .

 دعوت: په لنډ ډول له ټاکنو وروسته د افغانستان راتلونکې څه ډول وینئ؟

ځواب. ټاکنې په غیرعادي حالت کې د بهرنیانو تر څارنې لاندې د پردیو مقصدونو د تآمین په موخه تر سره کیدونکې دي. مقاومت د ټاکنیزې پروسې نه لرې ساتل شوی دی. نوهریونوماند چې د بهرنیانوپه ملاتړ قدرت ته ورسول شي ، جګړه په یو ډول نه یوډول دوام مومي.

نا امني د دې لامل ګرځي چې په ټاکنو کې ګن شمیر  هیواد وال د رایې د حق د استفادې نه بې برخې شي. پدغه حالت کې راتلونکی ولسمشرد خلکودملاتړد ټیټوالي  له درکه د مشروعیت د کړکیچ سره مخامخ کیږي . کمزوری ولسمشر د جنګ ځپلې افغانستان د ادارې په مقصد بهرنیانو ته اړ پاته کیږي.

په لنډو ! انتخابات د جګړې، ناامني او اشغال سره نه جوړیږي. نظام ته مشروعیت ورکولی نشي اود سولې خواته هم لاره هوارولی نشي.

 دبهرنيانوپه چلول او درغلي رازېږېدل شوی ولسمشر د فرمایشي ټاکنوله لارې په آساني قدرت ترلاسه کولي شي . خو که د  خلکو د پرګنو د ملاتړ نه برخمن نه وي قدرت ساتلې نشي.

ټاکنې له وسله وال مقاومت سره د سولې سبوتاژ او د خلکو د سوله ایز ژوند په ضد د بهرنیانو پلان شوې توطئه ده. که انتخابات اوسنۍ جګړې ته لازیاته لمن ووهي او د افغانستان سلامتتیا ته ګواښ رامخ ته کړي، د کاندیدانو سره باید د جګړه مارانو او ملي خاینینوپه حیث حساب او کتاب وشي.

« پاي»

ډاکتر م، عثمان روستارتره کي

  فرانسه ــ د جون یولسم ــ ۲۰۱۴ م کال              

« پاي»

Leave A Reply

Your email address will not be published.