۳۴ کاله وروسته يو بشپړ پښتو – چينايي سيند/ ل: Zhao Hongyi /ژ: احمد نجيب بياباني

0 357

ليکوال: Zhao Hongyi

ژباړن: احمد نجيب بياباني

د چين د سوداگريزې خپرندويې ټولنې د وانگفوجي د څانگې هرکلی کوونکې د خپل د ژوند تر ټولو هېښونکې پېښې شاهده هغه وخت شوه کله چې يو بوډا سړی يې دفتر ته د زرگونو پاڼو مسودې سره راننوت.

۷۶ کلن بوډا، چي هونگڅای يوازې يوه خبره درلوده چې ووايي: کار مې بشپړ کړ

د هغه په لاس کې د پښتو-چينايي يوازينی ليکل شوی سيند و، دا هغه پروژه وه چې دی ورته گومارل شوی و، بيا بل چا ته وسپارل شوه او په پای کې يې د دولتي قونسل ملاتړ له لاسه ورکړ.

دا ټوله پروژه په ۱۹۷۵ ز. کال کې پيل شوه. که څه هم چې هغه مهال ماوزېدونگ ژوندی و، خو دېنگ ژياوپينگ په بشپړه توگه د حکومت، د گوند او د پوځ واگی په لاس کې اخيستی و.

يو وخت داسې شو چې د دېنگ د ۱۹۸۰ کالونو د مشهورو سمونونو وخت راغی، دولتي قونسل په گوانگژو کې د هېواد په کچې يوه غونډه راوبلله چې د ۱۶۰ باندنيو ژبو د سيندونو جوړولو په اړه بحث وکړي چې هدف يې په راتلونکو لسيزو کې چين ته خدمت وي.

په هغه وخت کې د نړۍ د ژبو او چينايي ژبې دوه ژبني سيندونه ډېر لږ ول، او ډېرې داسې ژبې وې چې په چين کې يې تکړه وييونکي نه درلودل.

د بېلابېلو زده کړځايونو څخه د رايې اخيستلو وروسته دا په ډاگه شوه چې چي هونگڅای يوازينی پروفيسور دی چې د افغانستان په پښتو ژبې کې د ځانگړي مهارت خاوند دی.

په نتيجه کې يوازې ۷۰ سلنه برخه د هغو قاموسونو چې په ۱۹۸۰ کالونو کې يې امر ورکړ شوی و چاپ شوې. ډېرې نورې ژبې له پام څخه وغورځېدلې او څنگه چې د هغو ژبو پروفيسران مړه شول نو گڼ شمېر پروژې او د چاپېدو چارې يې هم هېرې شوې.

د چي هونگڅای د زغم څخه ډک کار او د څارنې څخه پرته د ۳۴ کالونو زيار، ژانگ وېنينگ، د  چين د سوداگريزې خپرندويې ټولنې پازوال (مدير مسول) هېښ کړی. ژانگ وېنينگ دوه کاله د دې هېر شوي سيند په راسپړلو او څېړنو کې تېر کړي او د چي هونگڅای همدغه اثر ته يې د چاپ زمينه برابره کړې.

افغانستان ته لار

چي هونگڅای خپله کيسه داسې پيلوي، ما په ۱۹۵۷ ز. کال کې د بيجېنگ د بهرنيو ژبو انستيتوت کې چې اوس د بيجېنگ د بهرنيو کلتورونو د زده کړې پوهنتون دی، د انگرېزي ژبې د زده کړې پخاطر داخله وکړه.

کله چې زه درېيم ټولگي ته ورسېدم، نو زه او زما يو هم ټولگيوال ته دنده وسپارل شوه چې لږ وييونکې ژبې زده کړو چې په دې ډول به د انستيتوت د ژبو ديپارتمنت کلتوري غنا ډېره شي.

چي هونگڅای د زده کړيالانو د تبادلې د يو پروگرام له مخې، د څلورو کالونو لپاره کابل، افغانستان ته ولېږل شو او هلته يې د کابل پوهنتون په کلتوري انستيتوت کې زده کړې پيل کړې.

د هغه دنده، د پښتو ژبې زده کړه يو بې حده مشکله کار و.

د دې ژبې وييونکي، پښتانه چې آر يې لرغوني باختر څخه دی، په تاريخي لحاظ داسې يوه سيمه ده چې د بېلابېلو دينونو لکه زرتشتي، بوديزم او د نوي پېر اسلام څخه تل اغېزمنه شوې. د دې برسېره پښتو ژبه اکثراً د خپل هېواد د بې ثباته سياسي رهبرۍ د راډيکال (افراطي) سمونونو هدف گرځېدلې.

کله چې زه بېرته چين ته راستون شوم نو ما ته د نوي بنسټ شوي، بيجېنگ خپرندويه انستيتوت پښتو څانگې کې د ښوونکي دنده را په غاړه شوه. نن همدغه انستيتيوت د چين د مخابراتو پوهنتون په نامه يادېږي.

په ۱۹۷۵ ز. کال کې په گوانگژو کې يوه غونډه راوبلل شوه او د نورو هم ټولگيوالو په څېر، چي هونگڅای ته هم بلنه ورکړل شوه. چي هونگڅای ته په همدې غونډه کې دنده ورکړل شوه چې په انستيتيوت کې د پښتو ژبې يو قاموس باندې کار وکړي. هغه دوه کاله ډېر جدي په همدې پروژې کار وکړ، خو وروسته له دوه کالونو څخه د چين نړېوالې راډيو کې په نوې دندې وگومارل شو، دا د ماوزېدونگ د مړينې وروسته کال و.

کله چې د سوداگريزې خپرندويې ټولنې و دې ته پام شو چې د پښتو – چينايي سيند پروژې باندې کار نه کېږي او په پوهنځي کې هم پښتو وييونکي نه شته چې پرې کار وکړي نو دوی د چين نړېوالې راډيو پښتو څانگې څخه مرسته وغوښتله، دا هغه هڅه وه چې دوی يې د چي هونگڅای، د راډيو د پښتو څانگې يوازيني کارپوه سره مخامخ کړل.

وروسته له هڅونو،  چي هونگڅای د دوهم ځل لپاره په دې پروژې د کار کولو لپاره بېرته انستيتيوت کې وگومارل شو. دا مهال انستيتيوت هغه ته دوه مرستيالان هم ورکړل: ژانگ مين، د  چي هونگڅای د کابل د وختونو د کوټې ملگری او سونگ کيانگمين، يو پخوانی زده کوونکی.

چي هونگڅای، ژانگ مين او سونگ کيانگمين په گډه يو ځای کار وکړ او د يو لکو څخه ډېر د وييونو ليکلړ يې جوړ کړ. چينايي او پښتو اصطلاحگانې چې د موضوع له مخې اوډل شوي. دا ځل هم څو څو واره د دوی د کار خنډ بيابيا گومارنې وې.

په ۱۹۸۰ ز. کې  چي هونگڅای د باندنيو چارو وزارت کې د منځني ختيڅ د شننونکي په توگه کار پيل کړ. څلور کاله وروسته، بېرته پوهنتون ته راوغوښتل شو چې د پوهنتون د نړېوالو رسنيو نوي ډيپارتمنت لپاره لوست کتابونه وليکي.

په پای کې سونگ کيانگمين امريکا ته کډه وکړه،  چي هونگڅای او ژانگ مين يې په ۱۹۹۰کالونو کې يوازې د سيندکښنې کار ته پرېښودل.

د ۱۹۹۰ کالونو په منځ کې  چي هونگڅای تقاعد شو. دا وروستۍ لسيزه يې د نوي پښتو ژباړلو سافټوير په مرسته د پښتو قاموس په بياکتنه او سمون تېر کړل.

د خپل ژوند د چوپړ بياارزونه

چي هونگڅای وايي: زموږ په وختونو کې موږ دومره آزاده نه وو چې خپل مسلک په خپله وټاکو. زموږ ټولې دندې او کارونه په بشپړه توگه د حکومت لخوا ټاکل کېدل.

د ۱۹۹۰ کالونو د راتگ سره د زاړه حکومت نژدې ټولې چارې همداسې پرېښودل شوې. دا هغه وخت و چې هر څوک په خپل کار بوخت و او موږ ته سپارلي کارونه ټولو هېر کړل.

څوي يان د سوداگريزې خپرندويې ټولنې د باندنيو ژبو د څانگې مشر دی، هغه د دې هېرېدو پړه د کاري ډلې په کچې اچوي.

څوي يان وايي: د گوتو په شمېر يو څو پروفيسرانو ته د دندو سپارل، پخپله يو داسې کار دی چې ډېر ژر داسې وړه کاري ډله له پام څخه هېرېدی شي. د دې سيند کيسه په رښتيا سره چې د چين د سياسي بدلون او د خپل عزم او ارداې لور ته د خوځېدا يوه کيسه ده.

د هغوی د چوپړ پخاطر به  چي هونگڅای او ژانگ مين ته په هر ۱۰۰۰ لغتونو ۸۰ يانه ورکړل شي. د هغوی د ۲ مليوني لغتونو پښتو قاموس به د ۲۰۱۴ ز. کال په دويمې نيمايي کې چاپ شي.

ليکوال: Zhao Hongyi

ژباړن: احمد نجيب بياباني

اخځ:http://beijingcream.com/2014/04/34-years-later-a-finished-pashto-chinese-dictionary/

Leave A Reply

Your email address will not be published.