زینداور کتاب چاپ سو /قاري صدیق الله دوست

0 355

زینداور کتاب دهلمند د تکړه لیکوال شریف الله دوست سرواني څېړنیز اثر دی چي دهلمند دتاریخ د لړۍ یوه کړۍ شمېرل کیږي. لکه له نامه څخه چې ښکاري زینداور د هلمند د شمال ډېري لرغوني سیمي زینداور (زمینداور) ته ځانګړی سوی دی او د کتاب منځپانګه (تاریخ، ادب او جغرافیه) جوړوي.

د لیکوال په وینا چي د دې کتاب پر لیکولو یې شاوخوا څلور کاله کار کړی چي په لیکلو کي يې  د ډیرو موثقو او لومړي لاس ماخذونو څخه هم پکښي استفاده سوې ده.

کتاب که څه هم ټولټال (۱۳۰) پاڼي لري او د حجم له مخکي لږ دی خو د محتوا له مخي يې د یوه تحقیقي اثر په توګه ارزښت دپام وړ دی ، پر کتاب د هیواد دپیاوړو لیکوالو : پوهنمل حاجي محمد نوزادي ، فرهاد داوري ، محمد اسماعیل شریعتیار له خوا تقریظ او سریزي کښل سوي دي ، کتاب جلال اباد کي د مومند خپرندویي ټولني له لوري پر ۱۳۹۳/۳/۶ له چاپه راوتلی دی اوس انشاء الله د دهیواد ټولو لویو کتاب پلورنځیو کي موندل کیږي .

 په پای کي، لیکوال ته د یاد ارزښتناک اثر  يې مبارکي وایو او لوستونکي يې لوستلو ته رابولو.

Leave A Reply

Your email address will not be published.