د عامه اداري کتاب له چاپه راووت
د ملکري حکیم الدین منځني ژباړل شوي کتاب (عامه اداره) چې مولف یې سخي محمدی دی د یار خپروندوی ټولنې له خوا په ۳۵۲ مخو تازه چاپ شو.
دا کتاب مې ولوست، ډېر ښه، روانه او په ساده الفاظو ژباړل شوي. د دې کتاب لوستل ټولو ځوانانو ته په تیره بیا د حقوقو او اقتصاد پوهنځیو محصلینو لپاره ډېر اړین دی.
زه منځني صیب او درانه کورنۍ ته یې د دې کتاب د چاپ مبارکي وایم. کتاب لیکل ښه مشکل دی، منځنی صیب باید په دې یو کتاب بسنه ونه کړي، بلکې د دې په شان نور اړین علمي او مسلکي کتابونه وژباړي.
صیام الدین پسرلی
ننګرهار