له ډاکټر م ، عثمان تره کی سره د ژمن مرکه

0 495

د ژمن خبره

ډاکټر محمد عثمان روستار تره کی په فرانسه کې مېشت افغان سياست پوه دی. په فرانسه کې يې په سياست کې دوکتورا کړې او په سياسي مسايلو کې بېل او مهم نظر لري. دي شپږ کاله د کمونستانو په زندان کې تیر کړ . د ژمن د مرکو په لړۍ کې مو ورسره مرکه کړې او مهمې پوښتنې مو ورڅخه کړې دي.

*   *   *  

۱ ـ  د افغانستان اوسنی وضعیت څنګه ارزوئ او افغانستان پرکومې خوا روان بولئ؟

ځواب : په افغانستان کې د ناتو د  ځواکونو حضور په سیمه کې د قواوو د ویښلو په دودیز نظام  باندې  بنستیز بدلون رامنځته کړې : د قواوو معادله د لویدیزوالو په ګته او د سیمې د هیوادونو ( او په څانګړې توګه د ګاوندیانو) په تاوان بدلون موندلې .  په سیمه کې تر ګواښ لاندې د هیوادونو حساسیتونه راپاروړلې. ویره او حساسیتونه په افغانستان کې  جګړې ته د  لمن وهلو د لارې غبرګون موندلې دي.

د بهرنیانو ( چه په ځینو مواردو کې سره اختلاف لري ) پراخ نظامي حضور د دي لامل شوې چه  د  افغانستان په جګړه  کې ګن شمیر تضادونه  چه د نړي په کچه سیمې او هیوادونو سره بیلوي را څرګند  شي : د کشمیر په  مسآله کې د هند او پاکستان تر منځ دشمني ، د ایران د ذ‌روي دوسيي په قضیه باندې د لویدیزوالو او ایران تر منځ شخړه ، د  اوکراین په سر باندې د لویدیز او روسیې تر منځ کړکیچ ، د اسلام او مسیحیت تر منځ  تکر ، د اسلامي بنست پالنې او منځ لارې تر منځ تقابل ، ګرده  د افغانستان د جګړې د اور په بل ساتلو کې رول لوبولې دي.

له بده مرغه په یو قطبي نړي کې جګړه د دیپلوماسي ځاي نیولې او بد مرغ افغانستان د سیمه ایزې جګړې په مرکز بدل شوې دي.

لویدیز پدې نده بریالي شوې چه د تضادونو د دیالکتیک نه د خپل  ستراتژیک مقصدونو د پاره ګته پورته کړي : سوريه ، عراق او اوکراین د لویدیزوالو د غلطې محاسبې مثالونه دي. لویدیز  دیپلوماسي حاشیي ته تمبوي او په تعرضي جګړه بیړه کوي بې له دې چه د بلې لوري غبرګون  وسنجوي.

بهرنیان په افغانستان کې مرکزي حکومت کمزورې وساتل تر څو چه  د  خپل نظامي حضور او د  خود سریو د دوام زمینه مساعده کړي. ډغه تکتیک د نوې حکومت په جوړیدو سره نوې پړاو ته ورننوت.  د حکومت کمزورتیا د ژوند مختلف اړخونه لکه امنیت ، اقتصادي او تجارتي وده ، پانګې اچونه ، د قانون واکمني او کولتوري پراختیا  اغیزمنه کړی او فساد ته لمن وهلې ده.

تر هغه وخته پورې چه د افغانستان په چارو کې د بهرنیانو ورانونکې لاسوهنه وي افغانستان د  یو ملي خپلواک مرکزي حکومت د جوړیدو جوګه کیداي نشي.  جګړه او ورسره ګدودي دوام مومي .

د جګړې د بندیدو کلي د امریکا په لاس کې ده. خو امریکا په سیمه کې د پاتې کیدو په مقصد تر څار لاندې جګړې ته اړتیا لري. که امریکا د بی ځاي غرور  او کاذبې هیلې نه چه ورته انګیزه وربښي چه جګړه ګتي ، ولویږي او  د بوش د ادارې د ماجراجويې  میراث نه لاس په سر شي او  سولې ته غاړه کیږدي ، د  جنګي جنایتونو د ارتکاب سره سره ( چه ورسره په مناسب وخت به حساب او کتاب وشي ) د افغانستان د یو ملګرې په توګه پاته کیداي شي.

افغانستان او امریکا دواړه یو بل ته اړتیا لري .  ګتې په دواړو هیوادونو په ګن شمیرو مواردو کې واحد مرکزیت موندلي شي …

 

۲- امریکا او نړیواله ټولنه د کومې موخې لپاره افغانستان ته راغلل او آیا دلته خپلو موخوته ورسېدل ؟

ځواب ـ د بوش اداره د امریکا د بهرني سیاست د پاره څلور موخې تاکلې وو :

ــ پرته د منځني ختیز نه د انرژي بل الترنتیف لتول.

ــ د نړي په کچه د امریکا نظامي برلاسي ساتل.

ــ تروریزم او اسلام پالنې سره جګړه .

ــ د دیموکراسي د ودې نه ملاتړ .

د امریکا د بهرني سیاست موخې د « ستر منځني ختیز » په نقشه کې ځاي او نقشه  د لیبیا نه نیولې تر افغانستان پورې هیوادونه تر پوښښ لاندې نیولې وو. خو افغانستان د پام وړ ژیوپولتیک موقعیت په درلودلو سره امریکايي ستراتژستانو د پاره ایدیالي هیواد شمیرل کیده . د امریکا د بهرني سیاست څلورګونو  موخو د افغانستان د لارې د پلې کیدو وړ وو . پدې معني چه  افغانستان :

ــ د مرکزي آسیا او کسپین بحیرې د طبعي زیرمو په نږدیوالې کې قرار درلود.

ــ امریکا ته د سیالو هیوادونو په وړاندې وضع الجیشي او سوق الجیشي برلاسي ورکول.

ــ د پاکستان د پنخوس زره ديني مدارسو په ګاوندیتوب کې ځاي درلود.

ــ د دولتي تینګ جوړښتونو په نښتوالې او صوفي اسلام په ښته والې سره د ب ـ ۵۲ د لارې د دیموکراسي د ارزښتونو د تپلو په موخه په ښه بستر کې قرار درلود.

کوم چه د امریکا د بهرني سیاست زیاتې برخې ستراتژیک او ژیوپولتیک اړخ لري چه د سیمې هیوادونو سره په تکر کې واقع کیږي ،  پلې کول يې دا غوښتنه کوي چه امریکا د جګړې د فشار د لارې ځانته په سیمه کې ځاي پیدا کړي . مقاومت وځپي او  په  سیمه کې اوږد مهاله  سیاسې او نظامي حضور ولري .

 په جګړه کې امریکا د مطلق ناکامي سره مخ شوې . خو د سولې په راوستلو کې د شک د دریز نه ندي وتلې . اوسمهال موږ پدغه پلاو کې قرار لرو.

د ستراتژیک او ژیوپولتیک مسائلو نه پرته د تروریزم او اسلامي بنست پالنې په جګړه کې هم لاسته راوړنه د پام وړ نه ښکاري: دولتي تروریزم د غیر دولتي تروریزم په ګده یوازې په ۲۰۱۴ م کال د ۱۰۰۰۰ ملکیانو د تلف کیدو لامل ګرځیدلې ( د تیر کال په پرتله په سلو کې شل زیاتوالې ) . سیاسي اسلام لازیاتې رادیکالیزه شوې . د داعش بنست پالنه د امریکا د غلطیو په نتیجه کې سر راپورته کړې.

امریکا په خپل چال چلند کې د سولې او جګړې د مداریتوب په دایره ایسار پاتې شوې : له یوې خوآ د مقاومت سره د سولې سګنالونه خپروي او له بلې خوآ د داعش په راوستلو کې د جګړې زمینه برابروي.

د افغانانو پروبلم پدې کې ده چه د اوباما اداره هغه څه کوي چه د ماجراجو بوش له خوآ ورته په میراث پاتې ده. یعنې د جګړې د لارې خپل غوښتنه په افغانانو باندې تپل.

 

۳- امریکایان وایي چې په افغانستان کې  د دوی  جګړه ییزه ماموریت پای ته ورسېد آیا له دې وروسته به  دوی په افغانستان کې وسلوال بریدونه ونکړي؟

ځواب : د جګړه ییزه  ماموریت د پایته رسیدو د اعلام نه اتکل څلور میاشتې تیر شو. خو د امریکا هوایی ځواک په کونړ ، لوګر ، هلمند … عملیاتو ته دوام ورکړ. که د جان کیري په لاس  تحت الحمایه حکومت د مخالفینو د جګړې د فشار د لارې لنګ شي ، د امریکا سیاسی باور د متحدینو په منځ کې تاواني کیږي. نو امریکا هرو مرو د لاسپوسې حکومت په غوښتنه  ( د چارواکو له خوآ د نظامي عملیاتو او شپني چاپې د دوام غوښتنه څو واره  تکرار شو ) د اړتیا په صورت کې ورسره مرسته کوي. 

امریکا افغان حکومت د دې په خاطر د  اړتیا وړ وسلې سره ندي سمبال کړې چه افغاني اړخ د خپل بقآ د پاره امریکا ملاتړې ته اړ پاتې شي. په امریکا باندې د پاکستان فشار د افغان فوج د کمزورې ساتلو بل لامل دي.

 د امریکا نظامي عملیات به تر هغه وخته پورې دوام ومومي چه د مخالفینو سره د اوربند ، متارکه او سولې په اړه  بند او بست وشي .

 

۴- که د بهرنیانو وسلواله مرسته نه وي  نوآیا  افغان حکومت به  له طالبانو سره مقابله وکړای شي ؟

ځواب : ګومان نکوم :

ــ وسله وال مقاومت د مذهبي او ملي معتقداتو په انګیزه  باندې جنګیږي ، حال دا چه حکومتي اردو  د اجیرو ایله جاریانو نه د قاومي او تنظیمي وندې په حساب  تشکل موندلې  چه په کي د لسګونو هیوادونو استخباراتي اجنتانو زاله جوړه کړیده.

ــ که د بهرنیانو د نه ملاتړ پروسه اوږده شي ، د اردو په منځ کې د سرتیرو د تښتې احتمال لازیاتې کیږي. تښتیدلې سرتیرو زیاتره مقاومت لیکو سره یو ځاي کیږي.

ــ  که اردو سره د بهرنیانو ملاتړ ودریږي ، ګاوندي هیواد یعنې پاکستان وسله وال مقاومت د اغیزمنې وسلې سره سمبالوي او د خپل ملیشیائي ځواکونو  په مت ، په قوت افغانستان جګړې دګر ته ورننوزي.

ــ  که اجیر اردو سره  د بهرنیانو نظامي ملاتړ نه وي د دغه واقعیت په نظر کې نیولو سره چه   اردو د قومي وندې په بنست باندې جوړه شوې او د  قاومونو جګړه ماران  په اوږد مهاله  جګړه کې د ګاوندیانو په تړاو په جګړه کې ښکیل وو ، د بهرنیانو په لمسونه د  نظامي کودتاګانو او ضد کودتاګانو احتمال لرې نه ښکاري.

د ګاوندیانو په ګته د کودتا احتمال دا معنا نه ورکوي چه امریکا او ملګرو یې نندارې ته کیني :  د کودتا چیانو په لیست کې د امریکا پلویان په سر کې راځي.

د ښکیلاک تاریخ په شهادت د  بهرني قوت په لاس جوړ شوې سیمه ایز فوج ژوند او بقآ  د یرغلګر ځواک ملاتړ سره تړلې ده.

د یادې شوې واقعیتونو په پام سره باید یرغلګر ځواکونه  افغانستان جګړې ته په مسئولانه توګه د پاي تکې کیږدي.

 

۵ – دامریکا د جګړه ییز ماموریت د  پای ته رسېدو  د اعلان  او د امنیتي تړون له امضا کېدو وروسته د سپینې ماڼۍ مرستیال (جوبایډن) وویل چې طالبان د دوی  دښمنان نه دي. ستاسو په  اند د دوی موخه له دې څرګندونو څه ده ؟

ځواب : امریکا د نړي په کچه د دوه ګونو دشمنانو سره مخ  وو : یو هغه دشمن چه په طبعي توګه سر راپورته کړې لکه فاشیزم ، کمونیزم ، ناسیونالیزم او اخوانیزم. بل هغه دشمن چه د امریکا  د غلط سیاست په وجهه یا اصلآ د تاکل شويو موخو د تآمین په مقصد د امریکائي چارواکو د سیاسي ارادې  زیږنده ده. القاعده ، تروریزم ، طالبان او داعش په دوهمه کته ګوري کې ځاي نیسي.

طالبان د خپل خوځښت د پیل نه د امریکا دشمن نه وو . د امریکآ په ملاتړ سیاست او جګړې میدان ته ورګد شوې وو. خو امریکا ستراتژیک موخو ته د رسیدو د پاره دشمن ته اړتیا درلود. د دشمن شته والې امریکا ته د افغانستان د اشغال پلمه وربښل.

 که د افراطي خوشبیني نه ګته پورته کړو ، د جوبایدن خبره د سولې سیګنال ګنلي شو: امریکا په دې لته کې ده چه  د سولې په حساب هغه څه خپل کړي چه د جګړې د لارې تر لاسه نشو.

راځو چه  د امریکايي چارواکو سیاسي نبوغ ( ! ؟ ) تر آزمویښت لاندې ونیسو:

په جګړه کي امریکا د « چنګیز »  د مدال مستحق شمیرلي شو ‎. خو د سولې د نوبل مدال هغه وخت ګتلي شي چه طالبان په بشپړه توګه ( د ملاعمر آخوند په شمول ) د پاکستان د ولکې او  قیمومیت نه وباسي.

 

۶ – په افغانستان کې  د بهرنیو ځواکونود شتون مشروعیت او د دوی  کړنو ته په کتلو سره د دوی پرضد د طالبانو روانه جګړه څنګه ارزوئ؟

ځواب . د مشروعیت موضوع د نړیوالو قوانینو او کورنیو قوانینو په بنست باندې ارزولي شو:

د نړیوالو قوانینو د اصلونو له مخې  بهرني لشکر د مشروع دفاع د حق په ګته اخیستنې سره ( د ملګرو ملتونو د اساسنامې ۵۱ ماده ) د امنیت شورآ د پریکړو ( ۱۳۶۷ او ۱۳۷۳ ) په حکم باندې افغانستان ته ورداخل شو.

د ملګرو ملتونو ۵۱ ماده د یو لړ شرطونو سره د استفادې وړ ګنل کیږي چه يې د افغانستان په اړه د پامه غورځول شوې دي. بنآ د نړیوالو قوانینو له نظره په افغانستان کې  د بهرنیانو نظامي حضور مشروعیت تر سوال لاندې راځي. د مشروعیت نښتوالې ، بهرنیو ځواکونو ته د اشغالګر حقوقي حالت او طالبانو غورځنګ ته د مقاومت حیثیت ورکوي ( په موضوع باندې د لیکوال په یوه تفصیلي مضمون کې « په افغانستان کې د جګړې حقوقي بنست » تر سرخط لاندې بحث شوې دي . ویب سایتونو ته مراجعه وشي ).

د کورنيو حقونو له نظره  کله چه یو هیواد د ملي واکمني څخه  بې برخه وي  د اشغال په چاپیریال کې او د جګړې د فشار تر ګوذارونو لاندې د یوخپلواک او متساوي الحقوق اړخ  په توګه سترو نړیوالو معاملاتو ته ( لکه ستراتژیک تړون ) ځان ورګدولي نشي.

نو د بهرنیو ځواکونو کړه وړه د حقونو د ساحې نه د باندې د سیاست په دګر کې مطرح کیږي.

د  حقونو د حکم په بنست د افغانستان په جګړه کې د وینې هر څاڅکې چه په ناحقه توئیږي د  عدلي تعقیب وړ ګنلي شو.

 

۷-  د افغانستان د ستونزو منطقي اواصولي حل په څه کې وینئ؟

ځواب : کوم چه د افغانستان واک د امریکا په لاس کې ده دلته زما مخاطب امریکا ده . امریکا باید  :

ــ  د افغانستان او سیمې د واقعیتونو په نظر کې نیولو سره  د جګړې په ځاې زیاتره په سیاست او دیپلوماسي لنګر واچوي.

ــ  د جګړې د پیل کونکې او دوام ور کونکې په توګه  د سولې په اړه سیاسي اراده راژوندي کړي.

ــ د پاکستان لاس د افغانستان د قضیي د دوسيي نه لند کړي.

ــ  وسله وال مقاومت د پاکستان د کنترول نه وباسي.

ــ د وسله والو مخالفینو سره په نیغه خبرې وکړي.

ــ  په  کورني جګړه کې د ځینو قاومونو په ګته او د ځینو نورو په تاوان د دریز نیولو نه دده وکړي.  

 ــ نړیوالو قوانینو په درناوي سره  د جګړې د لارې د نظامي حضور د دوام په اړوند تینګار ونکړي.

ــ د یوه مرکزي پیاوړې حکومت د جوړیدو په ضد د قاومي حساسیتونو نه ګته پورته نکړي او د داعش په پروژه کې پانګه اچونې ته د پاي تکې کیږدي.

ــ د یو لند مهال مرکزي حکومت د جوړیدو په اړه د وسله والو مخالفینو سره  خبرې وکړي.

د لند مهال حکومت  لیست د یو بین الافغاني  غوندې له خوآ دودیزې لویه جرګې  ته وړاندې کیږي. لویه جرګه حکومت تاکي . دغه پروسه د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې ترسره کیږي.

حکومت په بیړه اوربند اعلانوي او د وسله وال مقاومت سره د سولې  مذاکره پیلوي.

حکومت د یارلس کلنې مثبتې لاسته راوړنې ساتي.

 

۸- اوس مهال د سولې په اړه هم ګرم بحثونه او خبرونه اورېدل کېږي. ستاسوپه اند  له جنګېدونکیو اړخونو سره دسولې رښتونې اراده شته ده  ؟

ځواب. د سولې په اړه د امریکا دریز د ابهام نه دک دي. خو د کابل حکومت ، پاکستان او طالبان سولې ته لیوالتیا ښودلې ده. درې واړه د سولې سیاسی اراده لري . خو هر یو د خپل ځانګړېو شرایطو په  د ننه. رغنده خبرې دریزونه رانږدې کولي شي.

 

۹-  له طالبانو سره د سولې  د منځګړتوب لپاره کوم هېواد مهم بولئ ؟

ځواب . د منځګړیتوب موضوع هغه وخت مطرح کیداي شي چه د جګړې یو اړخ سولې ته غاړه کینږدي. طالبانو خو سولې ته لیوالتیآ ښودلې او  اًن د امریکایانو سره غیر رسمي خبرې کړې.

پاکستان د مقاومت د کوربه په حیث . سعودي د طالبانو د ستر ستراتژیک اندیوال په توګه چه د ایران سره سیالي لري . چین په سیمه کې د امریکا  په وړاندې د متقابله وزنه چه د پاکستان سره شې اړیکې لري  هر یو په مقاومت باندې اغیز اچولي شې. خو د چین رول راته د پام وړ ښکاري.

د منځګړیتوب موضوع د امریکائیانو له خوآ د دوو موخو د پاره مطرح شویده :

ــ  د طالبانو په وړاندې د ذیدخلو هیوادونو د اغیز نه پدې مقصد استفاده چه وسله والو مخالفینو د سولې په اړوند د خپل شرایطو نه تیر شي.

ــ په ځانګړې توګه چین ته دا اطمینان وربښل  چه په  راتلونکې سیاسي وده کې  د طالبانو رول نه یوازې د چین ګتې ته تاوان نه رسوي ، بلکې راتلونکې واکمني  د امریکا په غیاب یا حضور چين سره دوستانه اړیکې پالي.

دا احتمال شته چه د طالبانو د محتمل واکمني او چین تر منځ  د دوستي مزې دومره پیاوړې شي چه د پاکستان او چین دوستي چه د عسل غوندې خواږه تعریف شوې تر اغیز لاندې راشي. یعنې په سیمه کې  پاکستان انزوا کندې ته ولویږي.

 

۱۰- که سوله وشي آیا امریکا به له افغانستان  څخه ووځي؟

ځواب . راځو  چه سوال په بله بنه مطرح کړو. پدې معني چه د امریکا د نظامي حضور په دوام  سوله راتلاي شي ؟

د امریکا نظامي حضور په څو حالاتو کې مطرح کیږي :

ــ د وسله وال مقاومت سره د خبرو نه وروسته په لند مهاله موده کې تر هغه وخته پورې چه د توافق نه رازیږیدل شوې نوې حکومت د امنیت د ټآمین وړتیآ راپیدا کړي. دلته  جګړه په نسبي توګه کمیږي.

ــ  په اوږد مهاله کې د نظامي هدي په درلودلو سره  د اوسني مزدور حکومت ملاتړ . جګړه شدت مومي.

د پام وړ سوال دا دي چه  آیا د بهرنیانو نظامي حضور د سولې سره په تړاو مطرح کیدای شو ؟

دلته د دیموکراسي پیاوړې منطق په ګوته کیږي : که ولس د یو اصولي رفرندوم د لارې د بهرنیو عسکرو حضور په خپل خاوره کې ومنې ستونزه حل کیږي.  خو ستراتژیک ګتې د بشر د حقونو او دیموکراسي د حکمونو سره نه جوړیږي. له بلې خواه  ګومان نکیږي چه افغان مذهبي محافظه کاره تولنه چه  په درې لسیزه کې د  اشغالګرو ځواکونو د دول دول جنایتونو شاهد پاته شوې د تول پوښتنې د لارې په خپل هیواد  د « پرنګیانو » حضور وزغمي.

امریکا د تلافي جویانه پراخ  اوږد مهال اقداماتو په ترڅ کې کولي شي چه ذهنیتونو ته بدلون ورکړي.

 

۱۱ــ داعش کومه پدیده بولئ ؟

ځواب . داعش د لویدیز په لاس جوړ شوې پدیده ده .

 د ۱۹ او ۲۰ پیړي په اوږدو کې کله چه سړه جګړه د هیوادونو په اړیکو باندې  توره سیورې اچولې وو ، د وخت زبر ځواکونو د خپل نفوذ د پراختیا په مقصد د کودتا ګانو د لارې حکومتونه جوړول او لنګول. کودتا له  ضد کودتا سره مخ کیده او سره جوخت د مداخله ګرو بهرنیانو ګتې  تر سوال لاندې راوستل. لویدیزوال نن تکتیک ته بدلون ورکړې. هڅه پدې کې ده چه د ولسونو په منځ نفوذ وشي. کوم چه د  طبعي زیرمو لویه برخه د اسلامي هیوادونو په جغرافیا کې قرار لرې مذهب باید لاسوند شي او مسلمانان د ولسي خوزښتونو په بنه عقیدوي تنظیم شي. دوي ته وسلې او  پیسي  برابر شي او ورته  لوژستیک او سیاسي مرستې ورسول شي . دلته په واقعیت کې  د ولسونو د حرکتونو سوق او اداره د دونرانو په لاس کې لویږي. حکومتونه د ولس د  بغاوت تر دايمي ګواښ لاندې راځي او ځان ستراتژیستانو او دونرانو د څارنې او ولکې نه ایستلي نشي .

د عراق پیښې وښودل چه  د داعش پروژه ماجراجویانه بنه لري . کله چه مسلمانان د خپل عقیدې په بنست باندې په بغاوت لاس پورې کړ جنګي تحرکات او ورسره وراني د کنترول نه وځي.

 

۱۲- په افغانستان کې د داعش شتون او په دې اړه موجودې اوازې او انګازې څنګه ارزوئ؟

ځواب . د افغانستان په سهیلي سیمو کې د داعش لمړني سمبولیک حضور واقعیت لري.

 

۱۳ –   د افغانستان او د سیمې حالت  ته په کتو سره به  داعش په افغانستان کې فعالیت وکړای شي؟

ځواب. ګومان نکیږي چه داعش  چه  په  عربي تولنه کې زیږیدلې  په یوه پردي او اَن غلیم چاپیریال کې د ودې امکانات ولري :

ــ  داعش د افغانانو د ژبې ، کولتور او روحیاتو سره آشنايي نلري.

ــ طالبان د مذهبي تصوف او ملي ضوابطو په بنست باندې د داعش سره نه جوړیږي.

ــ د خلافت متنازع فیه موضوع دواړه سره بیلوي.

ــ د وسله وال مقاومت جهاد د افغانستان د جغرافیا به د ننه مطرح کیږي ، حال دا چه داعش د سیمې په کچه جګړه ییز عملیات تر سره کوي.

ــ ایران چه په عراق کې د داعش له جنجال سره مخ دي ، په افغانستان کې په کلکه د هغه سره مقابله کوي: د هزارګانو او تاجکانو تر شا  جنګي دریز نیسي. پاکستان د موقع نه په ګته اخیستنې سره خپل ملیشيايي ځواکونه طالبانو لیکو ته ورداخلوي تر څو چه تر هغه وخته پورې د داعش سره وجګیږي چه د داعش کنترول په بښپړه توګه  پاکستان فوج او آي ، اس ، آی ته ولویږي.

دا احتمال هم شته چه د پاکستان ملیشیايي قوتونه د داعش تر نامه لاندي ګن شمیرې سیمې  تر خپل ولکې لاندې راوړي.

امریکا د دغه ماجرا جویانه پروژو د جوړیدو په ځاي چه عراق غوندې مدیریت يې کولي نشي بهتره ده چه په افغانستان کې د سولې په پروسه کې  د افغانې او پاکستاني طالبانو د اورګانیک او عقیدوي یووالې په  پلان کار وکړي. . .

 

۱۴   – امریکایانو، د افغان حکومت مشرانو او طالبانو ته څه توصیه لرئ؟

ځواب. امریکا باید :

ــ په سیاست کې یو لږ اخلاقیاتو ته هم پام واړوي : شوروي امپرا طوري لنګیدل د افغانانو د قرباني نتیجه وه. امریکا د دې په ځاي چه خپل اخلاقي پور افغانانو ته ادآ کړي په مختلفو نومونو باندې دوي وږني. دغه وړیا جنایت  ته باید د پاي تکې کیښودل شي.

ــ  سیمه د ملیشیايي جګړې  د دوام  پیاوړې او پراخ  پوتانسیل لري. دیارلس کاله بې ځایه زور وهل او وژل د دې لامل شوې چه چاپیریال امریکائیانو ته  په دشمن بدل شي. پدغسې حالاتو کې په  جګړه باندې تینګار د لیونتوب نښه ده.

ــ د جګړې د فشار د لارې خپل دریز په خپلواکې باندې مین یو ملت باندې تپل  چه د خپل د ویاړ نه دک تاریخ  کې یرغلګرو ته د  « نورو د حقونو د درناوي »  سبق ورکړې ده  د منطق نه لرې ښکاري.

ــ  غیر عادلانه جګړې ته هر څومره ژر د پاي تکې کیږدي. په  کورني جګړه کې  ناپییلې دریز ونیسي یعنې د ځینو قاومونو په ملاتړ او د ځینو نورو په دشمنې  چال چلند نکړي.

افغان حکومت باید :

ــ په خپل ولس باندې ورحمیږي . د بهرنیانو د جګړه ایزې لوبې لازیاتې  ښکار نشي . د سولې د راوستلو د ناکامي په صورت کې په بیړه استعفآ وکړي. حکومت یو وخت د وینې د هره څاڅکې چه د جګړې په بهیر کې تويېږي باید ځواب ووايي. ملي خاینان چه د یرغلګرو په حکم خپل ولس وږني تر ابده پورې د عدالت او سزا نه  تښتیدلي نشي .

وسله وال مخالفین باید :

ــ  د تمدن عام ارزښتونو ته درناوي وکړي .

ــ د ګاوندیانو د توطئې په وړاندې  چه د مقاومت جګړه په خپل ګته استعمالوي ، هوشیار اوسي.

ــ د سولې د کاروان سره د یو ځاي کیدو په موخه ، په سیاسي کار باندې لنګر زیات کړي. « پاي »

فرانسه

د مارچ دریم

۲۰۱۵ م کال

دوکتور م ، عثمان تره کي

Leave A Reply

Your email address will not be published.