احساس

0 592

رفيع الله روشن
کله چې به ته راسره وې دسپوږمۍ د کمي احساس مې نه کاوه ،داځکه چې ستا مخ به د هغې د رڼا ځواب وايه، خو اوس چې ته نه يې نو روښانه ده چې دستورو په رڼا خو بسنه نه کېږي ځکه هغوی په خپله رڼا تنها ځان نورو ته ورښيي خو ستا دمخ رڼا کې دومره ځواک و چې زما او ستا ترڅنګ يې نور هم ډېر څه را په نښه کول.
بېګاه دشپې تر دريمې نيمايي ويښ پاتې شوم ستا هغو ټولو خبرو به مې په ذهن کې انګازې کولې کله چې به مې غوښتل يوه شېبه دې دخيال نيلی بلې نړۍ ته وځغلوم او لاسونه به مې درنه را تاو کړل،يابه مې ستا ګوتې په خپلو ګوتو کې تاوې کړې نو تابه په مسکا راته ويل :
ــ ګوره چې بيا دې ګوتو شيطانت پيل کړ.
ــ مابه درته ويل نو چې شيطانت کوي خو ويې وهه کنه!
ــ تابه راته ويل ستا لاسونه د شوخو ماشومانو په څېر دي چې د نيولو هڅه يې وکړم نو رانه تېښته کوي.
ــ بيابه دې ويل: ستا سترګې د اوړي لمر پشان دي چې هېڅ ورته کتلای نشم.
ــ او زياته به دې کړه: ستا خبرې د رياضي معادلې دي چې زه يې له حلولو عاجزه يم.
ستا دې او دېته ورته نورو ډېرو خبروته مې له ځانسره ډېر وخندل او کله کله به ورپسې خفه شوم ،هغه چې تابه راته ويل چې زه به هر وخت له تاسره اوسم ،تا رښتيا ويلي و،ته هر وخت راسره يې خو راسره نه يې ،په هغه ډول چې زما پکار يې هسې راسره نه يې مګر زما فکر او دماغ دې ټول د ځان کړی دی هغه هېڅ وخت زما په واک کې نه وي هر وخت چې وغواړي تاته اوازونه کوي خو کاش تا هم کله يو اواز ورته کړی وای.
اوس ماته دا فرق نه کوي چې وريځ وي اوکه باران،ستوري وي اوکه سپوږمۍ ،يخ وي اوکه ګرمي،شپه وي اوکه ورځ زمالپاره ټول يو ډول توره تياره ګرځېدلي دي داځکه چې بې تا يم.

Leave A Reply