د پخواني ولسمشر حامد کرزي سره د رشیا ټوډي د تلويزوني کانال مرکه

0 533

dr sher hassan

ژباړونکی: شېرحسن حسن

د روسيې د RUSSIA TODAY   تلويزوني کانال د نړيوالو او سيمه ايزو روانوحالاتو په باب د افغانستان د مخکني جمهور ريئس ښاغلي حامد کرزي سره مرکه کړې ده چې بشپړ متن يې د لوستونکو د پاملرنې وړ دی.

د RUSSIA TODAY خبرياله اکسانا بويکه :   

د اضدادو پروگرام ته ښه راغلاست!

 افغانستان د امپراتوريو د هديرې په مستعار نوم خپل هويت رښتيانی کولې شي کنه، خو دغه هيواد تل د ځايي، سيمه ايزو او نړيوالو لوبغاړو د سيالۍ ډگر و. څه ډول به دغه هيواد د هغې سترې جيوپليتيکې لوبې څخه بريالی ووځې چې ددغه هيواد په جغرافيه کې روانه ده؟ موږ په دې باب د افغانستان د مخکني ولسمشر ښاغلي حامد کرزي سره خبرې لرو.

ښاغلې کرزی ، لوی وياړ دی چې تاسې زموږ د پروگرام د مېلمه پتوگه وينو!

حامد کرزي :

مننه، د دغو امکاناتو له کبله ډير خوښ يم!

خبرياله :

ښاغلی کرزی ، ځينو غربي خبري رسنيو څرگندوله چې تاسې د ولسمشر پتوگه په وروستيو کلونو کې له سياست څخه ستړي وئ او په خوښۍ د هغې ورځې په انتظار وئ  چې مسؤليت خپل ځايناستي ته پرېږدئ .خو د ولسمشر له چوکۍ څخه ستاسې تر ليرې کېدو وروسته تاسې ډير فعال ښکارئ، تېره مياشت تاسې هند ته سفر درلود او هلته مو له لومړي وزير  ښاغلي مودي سره وکتل، په دې مياشت کې تاسې پلان لرئ  چې روسيې ته راشئ او د يو لړ ليدنو کتنو په جمله کې له  ولسمشر پوتين سره هم وگورئ ، تاسې د پردې تر شا د افغانستان د چارو سموونکي ته ورته ياست، کوم هدف ته غواړئ ورسېږئ؟

حامد کرزي :

له بده مرغه دا رښتيا ده چې افغانستان د دوو پيړيو په اوږدو کې د سترې لوبې د پاليسۍ ډگر پاتې شوی دی، له دې درکه  هم پخپله دا هيواد او هم  شاوخوا سيمه له ډيرو ستونزو او کړاوونو سره مخ دي.  ستاسې خبره رښتيا ده، زه په ډيره بې صبرۍ  په انتظار وم چې د افغانستان د اساسي قانون سره سم د ولسمشر په توگه زما د کار دوره پای ته ورسيږي او عادي ژوند پيل کړم. زه سياست نه کوم  خو د يو افغان په توگه  غواړم خپل ټو ل وس او توان ددې سيمې د ارامۍ لپاره په کار واچوم .

خبرياله :

 تاسې واياست چې په سياست کې برخه نه اخلئ، خو زما په نظر تاسې په کافي اندازه متنفذ او اغيزمن شخصيت ياست. فکر کوم عادلانه به وي که وويل شي چې ستاسې د مسؤليت د ختم له وخته تر اوسه پورې د افغانستان د ستونزو طبعيت او روند نه دی بدل شو ی،  له طالبانو سره د سياسي حللارې خبرو اترو مطلوبې نتيجې نه دي تر لاسه کړې،له پاکستان سره اړيکې د تېر په څېر ترينگلې دي ،  ستاسې ځايناستي اشرف غني هڅه  وکړه چې له اسلام آباد سره تر هر بل وخت فعالې او ژوندۍ اړيکې ټينگې کړي، تاسې په دغو چارو کې ډير محتاط وئ،  حتا تر دې چې تاسې د دواړو هيوادونو د استخباراتي ادارو تر منځ وروستي توافقات شرموونکي وبلل، ولي؟ څه شی يې بد دي؟  

حامد کرزي :

زه د ولسمشر اشرف غني د هغو هڅو ملاتړ کوم چې غواړي زموږ د گاونډي پاکستان سره ښې اړيکې ټينگې کړي. د پاکستان خلکو په وروستيو ديرشو کلونو کې زموږ سره ډيره مرسته کړې ده ، په  ځانگړی ډول هغه وخت چې موږ د شوروي اتحاد سره په جگړه کې وو، پاکستانيانو زموږ کډوال او مهاجرين ومنل او افغانان يې ډير وپالل.  هغه څه چې د پاکستان له پوځي او استخباراتي کړيو سره اړه لري نو دلته حالات بل ډول دي . لا هغه وخت چې موږ  د شوروي اتحاد په وړاندې مقاومت کاوه هغوی د افغانستان د ټوټه کولو او کمزوري کولو  پلانونه جوړول .  خو د پاکستان سره د نېکو اړيکو د جوړولو او دهغه هيواد دپوځيانو او استخباراتو د دسيسو او جعلکاريو په وړاندې د لاس پورته کولو او تسليمۍ تر منځ فرق دی.  زه د داسې توافقاتو پر خلاف يم  چې د افغانستان د گټو په ضرر زموږ په هيواد کې د پاکستان استخباراتو ته تکيه گاه او ملاتړ جوړوي.  مگر په ټوله کې زه د پاکستان د ملکي مقاماتو او د پاکستان له حکومت سره د ښو اړيکو د جوړښت ملاتړ کوم، د پاکستان خلک زموږ ورونه دي . 

خبرياله :

ښاغلی کرزی، پاکستان يوازينی هيواد نه دی چې دوه مخی سياست پرمخ وړي، د طالبانو لپاره هم ساده انتخاب نه دی چې هم د سولې خبرې اترې  پر مخ بوزي او هم  جنگي عمليات تر سره کړي . عادلانه به  وي که ووايو چې سږکال موږ د سولې د خبرو په تناسب  زياتره د جنگي عملياتو شاهدان يو، د افغانستان امنيتي قوتونه او پوليس جدي او درانه تلفات ورکوي ، د ځينو ارقامو له مخې له   ۳۴ ولايتونو څخه په ۲۶ کې جنگي عمليات روان دي. ايا طالبان د خبرو اترو لپاره کومه علاقمندي لري او ايا طالبان په خبرو اترو کې هغه څه تر لاسه کولاي شي چې غواړي په زور يې تر لاسه کړي؟  

حامد کرزي :

تاسې پوهيږئ هغه طالبان چې په افغانستان کې زيږيدلي دي  هغوی ددې خاورې بچيان او زموږ ورونه دي.  موږ به ډير خوښ يو که هغوی خپل هيواد ته راستانه شي او په افغانستان کې د نورو هيوادوالو په شان  ژوند پيل کړي، زموږ سره يو ځای د هيواد په بيا ودانولو او د سولې په روند کې برخه واخلي، ښايي  زه په دې پوه يم چې دغو طالبانو د وروستيو کلونو په اوږدو کې  غوښتل چې افغانستان ته راستانه شي ، خو هغوی له دغو امکاناتو څخه بې برخې دي ، ځکه په دې سيمه کې داسې قوتونه شته چې د هغوی ددغه نيت مخنيوی کوي . له دغو قوتونو څخه د يوه په باره ما مخکې يادونه  وکړه چې د پاکستان نظاميان او استخبارات دي .  د سولې پروسه افغانستان ته بې نهايته ضروري ده ، د افغانستان خلک د سولې لپاره هڅې او د سولې ملاتړ کوي ، زه هم د ډيرو نورو افغانانو په څېر هيله لرم چې طالبان له جنگ څخه لاس واخلي، زه هيله مند يم چې هغوی به همداسې وکړي او نور به پر افغانستان د حملو پلانونه  نه جوړوي، خو ښکاري چې ددې چارو واکې او د حالاتو کنترول د دوی په لاس کې نه دی.   

خبرياله :

حالات له دې کبله هم د دوی په واک کې نه دي چې هغوی د خبرو اترو د ادامې لپاره خورا درنې او جدي غوښتنې وړاندې کړې دي . يوه غوښتنه يې داده چې له افغانستان څخه بايد ټولې بهرنۍ قواوې ووځي، که فرض کړو چې امريکايان سبا له افغانستان څخه ووځي، تاسې څه فکر کوئ، په داسې حالاتو کې به دسولې خبرې اسانه شي، طالبان به د خبرو لپاره علاقه مندي ښکاره کړي  او که برعکس؟

حامد کرزي :

که امريکايان ووځي، ممکنه ده چې دا کار د طالبانو سره  د سولې خبرې اسانه کړي ، خو دا حتمي نه ده چې ددې سره سم به سمدلاسه  په افغانستان کې سوله رامنځته شي. زه هيله مند يم چې طالبان د امريکايانو د سمدستي وتلو په باب له خپلو غوښتنو څخه صرف نظر وکړي ، ځکه دا کار په هر صورت نه تر سره کيږي، زما هيله داده چې طالبان د افغان حکومت او افغان ولس سره د خبرو اترو اړيکې ټينگې کړي  چې له دې لارې د ولسونو يووالی تامين شي او د خارجيانو د وتلو لپاره زمينه برابره شي، او بيا د سيمې هيوادونه زما هدف روسيه، چين، هند او زموږ گاونډيان ، پاکستان ، ايران او نور له افغانستان سره مرستې پیل کړي او موږ ټول يوځای په دې سيمه کې د سولې، ثبات او پرمختگ  لپاره کار وکړو.

خبرياله :

ښاغلی کرزی، تاسې د جيوپاليسۍ په برخه کې يادونه وکړه چې  هميشه په افغانستان کې د مبارزې او کشمکش برخه جوړوي . مگر ما به غوښتل چې له تاسې څخه په دې باب يو څه پراخه پوښتنه وکړم. نه پوهيږم چې تاسې به زما سره موافق ياست  يا نه،  خو زما په فکر افغانستان د اوږدو کلونو په ترڅ کې د لابراتوار په توگه وکارول شو، داسې لابراتوار  چې د جيوپاليسيو او ستراتيژيو لپاره د مبارزې راز راز ميتودونه دلته وازمايل شول . په سياستونو کې په خاص ډول په جيو پاليسۍ کې او په ځانگړي ډول په افغانستان کې ډير ځل  تُند او خطرناک مانورونه تر سره شوي دي . تاسې د شوري لښکرو په وړاندې د مبارزې خبره ياده کړه او زه پوهيږم چې تاسې هغه وخت پر نورو کارونو برسېره  د مجاهدينو لپاره د مالي مرستو په راټولولو کې ونډه درلوده، اوس تاسې مسکو ته دسفر نيت لرئ. له دې څخه داسې ښکاري چې دښمني د تل لپاره نه وي او په عين وخت کې اتحادونه هم ماتېدونکي دي، ماته داسې ښکاري چې په اوس وخت کې د اتحادونو جوړيدل او ماتيدل ستاسې د ځوانۍ د کلونو په پرتله ژر او په سرعت ترسره کيږي ، که وواياست چې په جيو پاليسۍ کې ( او هغه لکه څنگه چې څرگنده ده  ناولی کسب دی) ثابت او مطلق ارزښتونه او اصول  هم شته، چې ټول بايد په هر ډول شرايطو کې د هغوی پيروي وکړي؟

حامد کرزي :

بلې، دلته دوه مهم ټکي دي :  لومړی دا چې امريکا او دهغې غربي متحدين چې قواوې يې افغانستان ته ننوتې ، هدف يې د تروريزم پر ضد مبارزه وه او غوښتل يې چې زموږ په هيواد ، په دې سيمه او د هغوی په خپلو هيوادونو کې سوله او ثبات تامين شي. دغه جگړه دادی ديارلس ، څوارلس کاله کيږي چې روانه ده  خو نتايج يې زموږ انتظار نه قانع کوي . له بده مرغه افغانان  د تروريزم سره په جنگ کې ډير وځوريدل . خپله تروريستان او  اورپکي نه يوازې محوه نه شول، بلکې لا نور هم قوت پيدا کوي . بنسټ پالنه، ورانکاري او تروريزم د پخوا په پرتله اوس ډير قوي او زورور دي . دغه پديدې په ډير سرعت نورو ځايونو  ته  سرايت کوي، د ليبيا نه تر  پاکستان ، هند ، چين او حتی تر روسيې پورې خپرې شوې .  هغه وخت چې ولسمشر وم  دغه مسايل مې هميشه د امريکا له مشرانو سره په مخامخ کتنو کې مطرح کول، ما هغوی ته ويل چې ددې وخت رارسيدلی دی چې نړيوالې ټولنې ته وويل شي چې د تروريزم په وړاندې جنگ بايلل شویدی او يا د امريکا له کنترول څخه وتلی دی . د امريکا او په دغه سيمه کې د سترو نړيوالو طاقتونولکه  (روسيه ، چين، هند او نور)  تر منځ يو پرانيستي او صادقانه ډيالوگ ته ضرورت دی . که موږ کوم څه سم نه وي ترسره کړي بايد وپوهيږو چې څه شی مو ناسم دي . تر کومه ځايه چې په روسيې پورې اړه لري نو روسيه د افغانستان گاونډی هيواد دی . لا د شوروي  د جوړښت څخه مخکې د تزاري روسيې له وختو څخه اوږدې تاريخي اړيکې  او متقابلې همکارۍ زموږ هيوادونه يو له بل  سره تړي .  بلې، زموږ په تاريخ کې داسې پيښې هم راغلې چې شوروي اتحاد غلطي وکړه  او په افغانستان کې يې مداخله وکړه . شوروي اتحاد د بري په تمه و ، خو افغان ولس په شجاعت  سره مقاومت ښکاره کړ. ددغې جگړې په پايله کې هم افغانستان او هم روسيه ډير تاواني شول. په دغه جنگ کې بري زموږ هيواد ته هيڅ ورنه کړل او روسيې هم خواږه ونه څکل.  له هماغه وخته په افغانستان کې د ناامنۍ کچه ډيره لوړه ده . له همدې کبله موږ فکر کوو چې د ډيرو امکاناتو لرونکې او قوي روسيه د چين او هند سره په نږدې همکارۍ کې کولای شي په افغانستان او شاوخوا سيمه کې دسولې او ثبات ډاډمنه تکيه گاه شي. د دې لپاره  موږ  کوښښ   کوو او ددې لپاره بايد کار وکړو.

خبرياله :

تاسې د تروريزم په وړاندې د امريکا د جگړې په باب د صادقانه ډيالوگ د ضرورت په اړه خبرې وکړې  او له ډيره وخته  د افغانستان په چارو کې د امريکا د مداخلې يا (ونډې) ځنې خواوې انتقادوئ.  خو د خدای په امانۍ په وروستۍ وينا کې تاسې د تروريزم په جگړه کې د امريکا رسالت خيانت وباله او څرگنده مو کړه چې متحده ايالاتو  په افغانستان کې سوله نه غوښتله ،  هغوی په افغانستان کې خپل اهداف او لومړيتوبونه لرل، ستاسې په نظر دغه اهداف څه شی وو؟  

حامد کرزي :

زه په افغانستان کې د امريکايانو د موجوديت په ځينو خواوو ناراضي وم، د امريکا د نظاميانو په کړنو ناراضي وم، او له دې کبله چې څه ډول د تروريزم پر ضد جگړه پر مخ وړل کيده. هغوی پوهيدل ، موږ هم پوهيدو او ټوله نړۍ پوهيده چې د ترورستانو پټنځايونه، روزنځايونه او د هغوی پاروونکي فکتورونه  له افغانستان څخه بهر دي. هغوی په وار وار ويل چې دغه ځايونه په پاکستان کې دي، خو په دې سربېره هغوی د افغانستان کلي بمبارول ، افغانان يې بنديانول او عادي افغانانو ته يې د سر او مال درانه تاوانونه اړول. دا زموږ تر منځ د اختلاف اصلي موضوع وه. زه په مطلق ډول ددې پر ضد وم . مگر په عين وخت کې د امريکې له خلکو منندوی وم  چې زموږ سره يې د ښوونې اوروزنې، عامې روغتيا، لارو جوړولو او نورو  چارو کې ډيرې مرستې وکړې . زه د امريکا له خلکو سره د ښو مناسباتو غوښتونکی يم، خو ددې تر څنگ غواړم چې جنگي او ستراتيژيک تفکر بدل شي او همدارنگه د تروريزم پرضد د امريکا د جگړې ميتودونه بدل شي.

خبرياله :

ما به غوښتل چې دا خبره يو څه دقيقه شي، يعنی تاسې واياست چې ټوله خبره په تکتيکي غلطۍ کې وه، په دې معنی چې پاليسي سمه وه خو د هغې د عملي کولو ميتودونه سم نه وو؟ او يا دا چې خبره اصلاً په سياست کې وه، زما په گومان تاسې په وار وار  د دوه گونې لوبې په باب يادونې کړې دي، تاسې فکر نه کوئ چې متحده ايالات په رښتيا هم نه غواړي چې په غوڅ ډول د جگړې د کومې خوا کلک ملاتړ وکړي، ځکه چې دوی دا مطلوبه خبره نه گڼي، د امريکا دپاليسۍ دوه مخي نه يوازې په افغانستان  او پاکستان کې بلکې  په ټوله دنيا کې د پام وړ ده،ايا تاسې فکر کوئ چې دغه دوه مخي به حاصل ولري؟

حامد کرزي :

بالکل همداسې ده، زه فکر کوم چې د دوه گونې لوبې سياست روان و او له دې کبله له ماتې سره مخ يو،  هم افغانان او هم امريکايان وکړېدل او تاواني شول. ما مخکې هم د امريکا، نړيوالو سترو  قوتونو او افغانستان تر منځ د صادقانه ډيالوگ په باب ويلي دي او اوس  هم په دې باور يم چې دغه چاره به د ناوړه سياست له بدلون سره مرسته وکړي.  که هغوی غواړي چې د تروريزم سره د مبارزې په  چارو کې رښتيني وي نو تغيرات  په کار دي، بايد رښتينی او صادقانه ډيالوگ او بحث پيل شي. 

خبرياله :

ښکاري چې موږ د تاريخ د تکراري تعبير په زمانه کې ژوند کوو، روانې پېښې په دوامدار ډول د تېرې زمانې له پېښو سره پرتله کيږي او په هماغه ډول انعکاس پيدا کوي، په همدې ډول د روسيې او غربي نړۍ په روابطو کې هر وخت د ساړه جنگ په روحيه خبرې کيږي. تاسې واياست چې ستاسې په نظر اوس  د سترې لوبې نوی شکل روان دی،  آيا د نوې سترې لوبې اصول او قواعد د زړو هغو څخه فرق کوي؟

حامد کرزي :

فکر کوم چې قواعدو  تغير نه دی کړی ، اصول هماغه زاړه دي، له بده مرغه ستره لوبه په هماغه ډول پرمخ روانه ده لکه څنگه چې د ساړه جنگ په وخت کې وه او يا تر هغې هم دمخه د برتانيې او روسيې امپراتوريو د تقابل د کلونو په څېر. لوبه هماغه لوبه ده يوازې لوبغاړي ډېر شوي دي، د چين او هند په څېر  قوي او ستر هيوادونه راپورته شوي دي، د ايران په څېر سيمه ايز لوبغاړی هم شته او د پاکستان په شان هستوي قوت هم وجود لري او تر څنگ يې متحده ايالات او ناتو په افغانستان کې ډير فعال موجوديت لري.  لوبه هماغه لوبه ده خو لوبغاړي ډير شوي او لوبه تر ډیره حده پيچلې شوې ده. په دې لوبه کې داسې خواوې هم شته  چې په لوبه کې ځپل کيږي او ضرر مومي  خو نور بيا هڅه کوي چې له دغه ضرر څخه گټې تر لاسه کړي. زه غواړم د چين د ولسمشر سي زين پين  هغه خبرې رانقل کړم چې په اسيا کې د متقابل باور او همکارۍ لپاره د شانهای سازمان په وروستۍ غونډه کې يې وويل: 

دنړۍ جوړښت بايد دا ډول نه وي چې يو هيواد او يا د هيوادونو يو گروپ هميشه په امنيت کې وي او نور بيا له دغه نعمت څخه بې برخې وي او کړاوونه وگالي. ولسمشر پوتين هم په دې باره کې خپل نظر څرگند کړ، چې د نړۍ دا ډول جوړښت د منلو وړ نه دی چې په هغې کې ځيني هيوادونه په دايمي ډول تر فشار لاندې وي او هغوی تل له ستونزو سره مخ وي  او نور بيا حکمراني کوي، د هغوی د ژوند شرايط ډير عالي وي او گټې يې هميشه په پام کې نيول کيږي .  دا ترتيب بايد بدل شي او حتماً تغير کوي .

خبرياله :

خو په عين حال کې امريکايي ليډوران مدام دا وايي چې امريکا د نړۍ خير غوښتونکی لارښود  دی  چې د ټولې نړۍ په خير او نفع کار کوي . تاسي ډير ځله ويلي دي چې دولت مشران به بدليږي خو هغه څه چې د ژور دولت په نوم ياديږي هغه مدام ثابت پاتې کيږي، ممکنه ده چې د جمهور رئيس بوش او اوباما ترمنځ يو ظاهري او کسمېتيک تفاوت موجود وي خو په کُل کې  د امريکا د پاليسۍ لوری نه دی بدل شوی . آيا داپه دې معنی ده چې که هر څوک د امريکا راتلونکی ولسمشر شي او امريکا هر څومره کسر او کمولو ته مخه کړي، امريکا به په افغانستان کې د يو قوي لوبغاړي پتوگه پاتې شي؟

حامد کرزي :

ژور دولت په هر هيواد کې وجود لري،  حتی د افغانستان  په څېر په يوه بېوزله او کمزوري هيواد کې هم ژورې منافع وجود لري چې له هغوی څخه  هيڅکله نه تيريږي، بې له شکه امريکا او روسيه هم خپلې خپلې ژورې گټې لري .  د افغانستان له  خوا زه بايد ووايم  چې موږ د امريکا د متحده ايالاتو پرضد نه يو او غواړو چې له امريکا سره دوستانه اړيکې ولرو ، خو غواړو چې د امريکا او افغانستان دوستي رښتينې او صادقانه وي، په تېره بيا چې امريکا به په نږدې وخت کې دلته نظامي اډې هم ولري .  د شوروي اتحاد تر پاشل کېدو وروسته هغه وخت چې موږ هغه څه تر لاسه کړل چې غوښتل مو، امريکا له افغانستان سره خيانت وکړ، افغانستان يې د پاکستان دنظاميانو او د استخباراتي شبکې ازادې لاسوهنې او واکمنۍ ته پرېښود. موږ غواړو چې د امريکې متحده ايالات يو ځل بيا او په دقيق ډول اوس بيادغه غلطي تکرار نه کړي او په پاکستان پورې زموږ د دولتي واک او استقلال په تړلو زموږ خپلواکي تر پوښتنې لاندې نه کړي.  امريکا بايد زموږ سره د يو مستقل دولت په څېر د افغانستان د گټو له دريځه معامله وکړي.  له دې پرته موږ نور مخالفت نه لرو، خو موږ غواړو چې امريکا په سيمه  کې هم او په نړيوال ډگر کې هم د داسې هيوادونو لکه روسيه ، چين ، هند او داسې نورو سره ښې اړيکې ولري.   او د روسيې په باب مې هم غوښتل ، اوس چې د روسيې تلويزوني شبکې سره خبرې کوم غواړم په تفصيل سره ووايم، روسيه ډير ارزښتمن او مهم نړيوال لوبغاړی دی، منل شوی نړيوال قدرت دی چې بډای تاريخ لري، نه ښايي چې څوک د هغې د کمزوري کولو هڅې وکړي او يا په بې اعتنايي د هغې له څنگه تېر شي.

خبرياله :

ښاغلی کرزی، زه فکر کوم چې ستاسې خبرې په  کرملن کې انعکاس پيدا کوي.  هغه نظريات چې اوس تاسې وړاندې کړل، تر ډيره حده شايد هغه څه ته ورته وي چې د روسيې ولسمشر د حالاتو کتنه کوي، په ځانگړي ډول کله چې د اوکراين نښته په نظر کې ونيول شي، زه فکر کوم چې دلته په مسکو کې هم خلک دغه ډول کړنو ته د خيانت په سترگه گوري. که دې ته پاملرنه وشي چې  روسيې ډير کوښښ وکړ چې د غرب سره د همکارۍ اړيکې جوړې کړي خو په نتيجه کې د روسيې د امنيت او ثبات مسله تر فشار  لاندې  شوه، لکه څنگه چې پروسږکال په اوکراين کې موږ وليدل. البته هيڅوک به نه غواړي چې د امريکا په وجود کې دښمن ولټوي خو ستاسې د اوږدې تجربې په پام کې نيولو سره که وواياست څنگه کېدای شي چې له هغوی سره داسې مثمرې اړيکې جوړې شې چې ودې نه غولوي؟

حامد کرزي :

بالکل  درسته ده، زه ستاسې سره بالکل موافق يم.  په وروستيو ديارلسو کلونو کې ما څو واره د جمهور رئيس پوتين سره   د امريکا په باب او د تروريزم پر ضد د مبارزې په باب خبرې کړې دي، جمهور رئيس پوتين هميشه ويلي دي چې د روسيې او امريکا تر منځ ډير اختلافات شته، مگر د افغانستان په باب ، د تروريزم او بنسټپالنې پر ضد د مبارزې په باب روسيه د امريکا په دريځ پوهيږي او تاييدوي يې.  په دې باره د روسيې جمهور رئيس يو وار نه بلکې څو واره ويلي دي، کله چې به ماته په دې باب کوم تشويش پيدا کېده هغه ماته د صبر او حوصلې مشوره راکوله . دوه کاله مخکې  ولسمشر پوتين  زما د نظر خواته تمايل پيدا کړ چې د تروريزم په وړاندې د جنگ لارې چارې بايد بدلې شي او په دې لارو چارو کې پوره وضاحت او شفافيت په کار دی، له دې کبله زه له هغه سره پوره موافق  يم.  ستر قدرتونه او همدارنگ داسې هيوادونه لکه زموږ هيواد بايد د تروريزم په وړاندې مبارزې ته په نوي نظر وگوري، ټول بايد له دې جگړې څخه بريالي راووځي. بايد داسې نه وي چې يو څوک هميشه د جگړې له ميدان څخه بريمن ووځي او نور ماتې خوړلي او زيانمن وي.   

خبرياله :

 که د تروريزم او اورپکو په باب خبرې وکړو نو دا واقعيت تشويشوونکی دی چې د اسلامي دولت – داعش اورپکي افغانستان ته ننوزي. په دې ورځو کې داسې خبر خپور شوچې هغوی لس طالبان حلال کړي دي ، ستاسې په نظر دغه ډله څومره د افغانستان لپاره خطرناکه ده؟

حامد کرزي :

طالبان زموږ پديده او زموږ واقعيت دی، دا زموږ د هيواد او هيوادوالو برخه ده،  طالبان له پخوا څخه موجود وو او په راتلونکي کې هم پاتې کيږي، له دې کبله بايد موږ له هغوی او هغوی زموږ سره يو ځای ژوند وکړو. مگر داعش په افغانستان کې نه دی پيدا شوی او زموږ د هيواد لپاره دا يو پردی عنصر دی.  دغه سازمان  د عراق او سوريې د  حوادثو او د هغوی په داخلي چارو کې د بهرنيو مداخلو په نتيجه کې راپيدا شو.  که کله دغه سازمان په افغانستان کې د خپل دريځ په ټينگولو پيل کوي نو يوازې هدف يې دادی چې پر مخ ولاړشي او منځنۍ اسيا، چين او روسيې ته ورانکاري پېښه کړي، له بهر څخه له ملاتړ او برخې اخيستنې څخه پرته دا کار ممکن نه دی . نو که تاسې په نږدې ورځو، مياشتو يا کلونو کې واورئ چې په افغانستان کې ددغه گروپ  نفوذ مخ پر وده دی، چې هغه پراختيا مومي او خپل جنگي قوت غښتلی کوي، نو بايد وپوهيږئ، چې دا کار د خارجي ملاتړ پواسطه تر سره کيږي، او هدف يې دادی چې په سيمه کې او په ځانگړي ډول په مرکزي اسيا، چين او روسيه کې گډوډي را منځته کړي . 

خبرياله :

ښاغلی کرزی، اجازه راکړئ چې د پوره صراحت لپاره تاسې ته سوال درکړم . تاسې د خارجي استخباراتو يادونه وکړه، ستاسې مقصد کوم هيوادونه او استخبارات دي، څوک دومره ستر جيوپليتيک اهداف لري  چې په مرکزي اسيا، چين او روسيه کې حالات گډوډ کړي؟

حامد کرزي :

 که کله داسې يو څه  رامنځته کيږي  نو زه اتفاقاً په دې پوهيږم چې په افغانستان کې داعش نشته، دا افغاني پديده نه ده او دا زموږ واقعيت نه دی . که ددغه سازمان شمير او يا جنگي جوړښتونه پراخيږي  نو زموږ لپاره دا معنی لري چې نور بهرنيان د هغوی تر شا ولاړ دي چې پوره همکاري ورسره کوي دا ټول هغه  څه وو چې ما غوښتل ويې وايم .  

خبرياله :

پوه شوم، تاسې ډير دپلوماتيک ياست !

  زه  پوهيږم چې تاسې ډير وخت په دې ټينگار کاوه چې د تروريزم ستونزه د جنگ له لارې نه ، بلکې په سياسي لارو چارو حل شي،  چې د ترورستانو  د تربيې ځايونه، مالي تامينات، د رامنځته کيدو فکتورونه او علتونه  بايد له منځه يوړل شي. کله چې د اعش په باب خبرې کيږي هم ځينې خلک همدا ډول نظر لري چې متحده ايالات بايد هغه شرايط له منځه يوسې چې د داعش او اسلامي دولت پيروان يې راپيدا کړي دي ، نه داچې  له هوا څخه يې په بمونو له منځه وړي . سره  له دې هم امريکايان له زور نه کار اخلي  او جنگي حللارې غوره بولي، ستاسې په نظر دا څه شی دي ؟  د تکتيک نوبتي غلطي يې بولئ او که د هماغه دوه مخۍ بڼه ده چې مخکې مو خبرې ورباندې وکړې؟  

حامد کرزي :

 لنډ او روښانه ځواب درکوم،  بلې  دا هماغه دوه مخي ده ، زه همداسې فکر کوم . 

خبرياله :

تاسې له طالبانو سره په خبرو ټينگار کوئ ، آيا فکر کوئ چې له  داعش سره هم بايد خبرې وشي؟

حامد کرزي :

د افغانستان لپاره دغه سازمان بيخي پردی دی، دغه سازمان دلته نه دی پيدا شوی  او فکر نه کوم چې موږ به کوم وخت وکړی شو له  هغه سره خبرې وکړو. له طالبانو سره  بلې، هغوی زموږ د هيواد پيداوار او برخه ده، د هغوی سره به خبرې کوو، داعش په افغانستان کې نشته او ځکه نو داسوال هم نشته چې له هغوی سره خبرې وشي.

خبرياله :

ښاغلی کرزی، خبره يوازې په افغانستان کې نه ده ، دا تر دې پراخه سياسي مسله ده. په پرنسيپ کې کيدی شي د مطبوعاتو تر اغيز لاندې موږ ددغې ډلې اورپکي د منځنيو پيړيو د چپاولگرو او سرپرېکوونکو په څېر پېژنو، تر ډيره حده دا  رښتيا ده ، خو داهم رښتيا ده چې ددغې ډلې ډير جنگيان او قوماندانان په خپل وخت د صدام حسين د پوځ منسوبين وو او هلته يې خدمت کاوه، په دې معنی چې  دهغوی په منځ کې هوښيار او تعليم يافته خلک هم شته، خو هغوی چې داسې کوي ځکه چې هغوی په کوم څه ناراضه دي، تاسې څه فکر کوئ په کار ده چې له داسې خلکو سره خبرې وشي؟   

حامد کرزي :

 پوهيږئ ، ددې لپاره چې داسوال ځواب شي  بايد عراق او سوريې ته مراجعه  وشي،  که د اسلامي دولت گروپ خپله د عراق پيداوار وي  او له ځايي خلکو څخه منځته راغلی وي اود عامو خلکو نارضايت ددغې ډلې د قوت سبب شوی وي  نو ولې نه!  شک نشته چې د عراق حکومت به له هغوی سره خبرې وکړي ، او که په سوريه کې هم  همدا ډول وي هلته هم حکومت ته په کار ده چې د هغوی خبرو او نظرياتو ته غوږ ونيسي.  خو که په عراق او سوريه کې دغه جوړښتونه د کومو پرديو او بهرنيو قوتونو له خوا جوړ شوي وي  او هغوی يې استعمالوي نو دهغوي هدف يوازې  دادی  چې ويجاړي او گډوډي رامنځته کړي، په دغسې حالت کې له هغوی سره خبرې کول په کار نه دي.

خبرياله :

 ښاغلی کرزی ، دا  ډير په زړه پورې استدلال دی،  خو په تاسف سره زموږ وخت  ختم  دی ، له تاسې څخه ډيره مننه چې موږ ته مو وخت پيدا کړ.

پای

Leave A Reply

Your email address will not be published.