د تړون اونيزې اتمه ګڼه له چاپه راووته

0 682

د تړون اونيزې اتمه ګڼه له چاپه راووته چې په کې بېلا بېلو سياسي، فرهنګي، علمي، ټولنيزو او ادبي موضوعاتو ته ځاى ورکړل شوى دى چې د هر ډول ذوقلرونکي لوستونکي تنده خړوبه کولى شي. په لومړي مخ کې يې سرليکنه (افغان با استعداده ځوانان څه غواړي، څه ورکول کيږي؟ ) تر عنوان لاندې ليکل شوي ده چې د افغان ځوانانو په استعدادونو او وروستيو برياوو رڼا اچول شوي، ليکوال وايي چې:” افغان ځوان نسلونه تل د پرديو له خوا په غلط لوري سوق شوي په داسې حال کې چې دوى له هر بل ملت څخه زيات طبيعي وړتياوې او قابليتونه لري چې ښه بېلګه يې په نړۍ کې د کريکټ سيالۍ دي چې له تنګو کوڅو او رنجو جوړ پنډوسکو بيا تر نړيوالو ميدانونو ورسيدل چې اوس يې د نړۍ وتلي لوبډلې هر وخت د ځان لپاره يو کواښ بولي.”

ليکوال له نړيوالې ټولنې ګيله کوي چې د افغان ځوانانو دا برياوې د نړۍ لپاره د سولې او امن پيغام لري خو دوى بيا هم افغان ځوانان په سالمه طريقه نه دي حمايه کړي.

په دې سربېره په کابل کې د ريکا شپږمه ناسته ترسره شوه، افغان ١٩ کلنو د اسيا غوره ليګ اتلولي وګټله، ستاسو زړه څومره دى؟، برېښنايي جرمونه، خوست او کريکټ نه بېليدونکي نومونه او د رنګينې پاڼې تر سرليک لاندې د مخکښو شاعرانو شعرونه او غزلونه په کې ځاى شوي دي.

د تړون اونيزې مينوال کولائ شي چې تړون اونيزه د خوست ښار په ټولو کتاب پلورنځيو، د پکتيا ولايت په ټولو کتاب پلورنځيو او همدا رنګه په پلازمېنه کابل کې د بيهقي او کتاب ښار په کتاب پلورنځيو څخه ترلاسه کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply