د تړون اونيزې څوارلسمه ګڼه له چاپه راووته

0 355

د تړون اونيزې څوارلسمه ګڼه له چاپه راووته چې په علمي، ټولنيزو، سياسي او ادبي موضوعاتو ښکلي شوي ده.

سرليکنه يې د حقې لارې قرباني تر سرليک لاندې ليکل شوي ده.

په سرليکنه کې راغلي چې د عاشورا لسمه د اسلام په تاريخ کې د حق او باطل تر منځ د انتخاب پيغام دى. د هجرت په يوشپېتم کال د محرم په لسمه د کربلا په ميدان کې د حضرت حسين(رض) څخه يزيد د بيعت غوښتنه وکړه چې تر څو د هغې خلافت ومني، او ژوند يې وژغورل شي، خو حضرت حسين(رض) سره د خپلو دوه اويا ملګرو په ډېر تاکيد دا خبره ردوله چې له يزيد سره بيعت وکړي، ځکه دوى د يوه اسلامي امارت لپاره د يزيد په وجود کې هغه جواهرات نه ليدل کوم چې د دې مقام لپاره ضروري او اړين وو.

نو همدا وه چې د يزيد  ٤٠٠٠ فوځيانو او حسين چې دوه اويا تنو يې ملتيا کوله جګړه ونښته او امام حسين د خپلو دوه اويا ملګرو سره يو ځاى د کربلا په دښته کې په شهادت ورسول شو د ليکوال په نظر د دې شهيدانو شهادت موږ ته دا راښيي چې بايد د سر په بيه هم د حق په خلاف د باطل پلوي ونه کړو.

په دې سربېره د پوهاند محمود سوما جنازه په خوست کې خاورو ته وسپارل شوه، په خوست کې ادبي بڼدراونه او کلتورې هڅې ډېرې شوې دي، د چين او برېتانيې ترمنځ سياسي او اقتصادې اړيکو پراختيا موندلې، يو تن زده کوونکي اتوماټيک ور جوړ کړی، امريکايي زده کوونکي ”د سي آی اې د مشر برېښناليک هک کړی”، د لنډو جالبو کرښو تر سرليک لاندې د نړۍ حيرانونکي خبرې او د رنګينې پاڼې په سرليک د پښتو ژبې د شاعرانو ښکلي غزل ځاى لري.

د تړون اونيزې مينوال کولاى شي چې تړون اونيزه د خوست ښار د ټولو کتاب پلورنځيو، د پکتيا ولايت د ټولو کتاب پلورنځيو او په کابل کې د بيهقي کتاب پلورنځى څخه ترلاسه کړي.

د تړون اونيزې اداره

Leave A Reply

Your email address will not be published.