له هندي نکلچي (کابلي والا) سره مرکه

0 767
سيد رحيم افغان

کابل (پژواک، ٨ليندۍ ٩٤) : کمال پروتي د هندوستان يو داسې نکلچي دی چې په نوې او عصري زمانه کې يې کوچنيانو ته د نکل او کيسو کولو دود ژوندی ساتلی دی.

عجبه يې لا دا ده چې په دغه کار کې خورا ښه نيت لري. کمال پروتي د يو نکلچي په توګه پر ځان باندې د هندوستان د نامتو ليکوال، شاعر او فيلسوف رابيندرانا ټاګور د مشهورې کيسې (کابلي والا) د کرکټر نوم ايښی دی.

تر يوې پېړۍ وړاندې په ۱۸۹۲ ميلادي کال کې د هند نوبل جايزه ګټونکي ليکوال رابندرناته ټيګور د يو افغان “کابلي والا” په اړه يوه لنډه کيسه ليکلې وه چې وروسته بيا په همدې نامه د هندي سينما فلم جوړ شو.

کمال پروتي چې پښتني کالي يې اغوستي وي، د کابلي والا د مېوې د پلورلو ځولۍ يا پلنډه يې پر شا وي د مېوو پر ځای پر کوچنيانو نکلونه پلوري. په ښوونځيو کې کوچنيانو ته کيسې کوي. کلي په کلي، ښار په ښار او هېواد په هېواد ګرځي وړکو ته کيسې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د ګاونډي هيواد پاکستان يوه پنجابي ليکوال ممتاز حسين د اکتوبر په مياشت کې په نيويارک کې داسې لنډه کيسه وړاندې کړه چې د پاکستان د ترهګرۍ پېښې ټوله داسې په کې انځور شوې چې ترهګري او ځانمرګي بريدونه په پاکستان کې يواځې د پښتنو رواج دی.

د پژواک يوه همکار له کابلي والا يانې کمال پروتي سره چې د هندوستان وګړى دى، مرکه کړې ده چې په لاندې توګه خپرېږي.

لومړۍ پوښتنه:

تاسې د نکلونو کولو دا کار ولې کوئ؟

کمال پروتي: زه عجبه سړی يم. زما د پوهنتون اکثره ټولګيوال په لويو شرکتونو کې ښې دندې لري، هر يو يې د مياشتې لسګونه زره روپۍ معاش اخلي، خو زه د کابلي والا يو انځور جوړوم. زه دا نکلونه وړيا نه کوم يوازې د خيرات په ډول يې هر چا ته نه کوم. زه چې خلکو ته د نکلو غوټه يا پلنډه د اوږې څخه راکښته کړم، نو پيسې پرې اخلم.

دغه ځوان کابلي والا د تعبير له مخې د نکلونو يو زلمی سوداګر دی. د افغاني کلتور په اړه نړيوالو ته ښه پيغام رسوي. دا زلمی د خپلو کيسو د خرڅولو په نيت سفرونه کوي. هر ځای ته چې ولاړ شي او د خپلو کيسو پلنډه پرانيزي. د ډېرو خلکو ګڼه ګوڼه پرې جوړه شي او نکلونه ځني رانيسي. يوه خبره چې په ټولو خلکو کې عامه ده هغه دا ده چې هر څوک داسې د خوشالۍ نکلونه رانيسي چې پای يې د خوشالۍ وي.

داسې کيسې چې سړي ته د دماغ ارامي ور وبښي، داسې کيسې چې د ګډ او سوله ييز ژوندانه پيغام ولري، هم يې سات ور تېر کړي او هم يې نا ارامه روح ته خوشالي ورکړي.

هغه نا ارامه روح چې د سياست او سياستوالو له لاسه خوشالي ځني کوچېدلې ده، د تبليغاتو او ډنډورو په هغې نړۍ کې چې موږ ژوند کوو هغه په نړۍ کې د افغانانو پر ضد په دسيسو جوړې شوې متعصب او کرکجن انځورونه دي چې ټول افغانان په کې د کرکې وړ بلل کېږي. د سوله خوښوونکو افغانانو په باره کې په نړيواله کچه يو ډېر له تعصبه ډک انځور وړاندې کېږي.

زه د نکلونو د زلمي سوداګر په توګه د افغانانو په باره کې د دغه ناوړه ذهنيت د بدلولو په نيامت د دغو نکلونو له لارې نړيوالو ته د کلتوري خبرو اترو بحث پيلوم او پيل کړی مې دی.

زه د کابلي والا په جامو کې او د کابلي والا په لهجه کې نکلونه کوم، دغه کار زه له نوې ژبې افغاني کلتور او افغانستان سره اشنا کړی يم.

د متعصبو څېرو جوړولو خطر

دا ډېره خطرناکه خبره ده چې په ټوله نړۍ کې د افغانستان انځور داسې وړاندې کېږي چې د ترهګرۍ ځاله بلل کېږي، يو داسې ځای ښودل کېږي چې له هېچا سر هم خوندي نه په کې بلل کېږي. رسنۍ افغانستان يو داسې ځای ښکاره کوي چې هلته ټول ترهګر او داړه ماران ژوند کوي، داسې يې ښکاره کوي چې افغانانو ته په هر ښار او کجګر کې بې له وژلو او بمونو چوولو د نړۍ بل کار ګرد سره ور پاتې نه دی، بس همدا يې کار دی.

خو له دې ټولو تبليغاتو هغې خوا ته يو عام افغان يا پښتون هم شته، زلمى او غښتلی کابلي والا د خوشالۍ نکلونه خرڅوي، زور وهي چې په نړۍ کې د افغانانو ناسم انځور سم کړي؛ ځکه کله چې د نورې نړۍ خلک د افغانستان په باره کې فکر کوي نو بايد چې يو سم له خوشالۍ ډک انځور يې په دماغ کې جوړ شي نه داسې انځور چې له ترهګرۍ څخه جوړ او ډک وي.

دويمه پوښتنه:

د يو نکلچي په توګه د دغه کابلي والا د نامه غوره کولو نوښت مو څنګه وکړ؟

کمال پروتي: زما د نکلچي په توګه د دغه کار يو کال کېږي چې زه يې کوم.

خو د کابلي والا د نامه خيال زما په ذهن کې تر کال مخکې لا و، ما يو سم وخت ته انتظار کاوو چې پر وخت يې اعلان کړم، ما غوښتل چې يو څه وخت ولرم چې د کابلي والا پر پروژې کار وکړم، يانې خپله پلنډه يا ځولۍ له نکلونو ډکه کړم. لکه څنګه چې هر سوداګر زور وهي چې د پلورلو ډېر توکي په خپله پلنډه کې ولري. وروسته ګيراک د سوداګر په توکو کې خپل د خوښې شيان خوښوي او ځني اخلي يې. نو ځکه د کابلي والا پلنډه او ځولۍ بايد له داسې خوندورو نکلونو ډکه وي چې خلک د خپلې خوښې نکلونه ځني واخلي.

دودونه او نکلونه

زه له دودونو او نکلونو سره بې کچې مينه لرم، بل شی چې زه مينه ورسره لرم هغه دا دی چې د نورو مينه هم پر هغه څه راوستلای شم چې زه په خپله مينه ورسره لرم. زه د دغه کار ځواک او وړتيا لرم، د يو نکلچي په توګه زما اورېدونکي له ما سره د کابلي والا په نامه مينه لري او غواړي چې د کابلي والا په بڼه مې وويني او په افغاني لهجه له ما سره خبرې وکړي.

دريمه پوښتنه:

حکومت او د لوېديځ د هغو ټولنو چې ځان ته غير دولتي موسسې يا ټولنې وايي، ستاسو د دغه کار په اړه څه غبرګون ښولی دی؟

کمال پروتي: که څه هم زلمی کابلي والا په ښار کې دی خو حکومت تر اوسه د ده د کار په باره کې هېڅ غږ نه دی کړی، خو زه هيله لرم چې سرکار ژر راويښ شي او ما ته د ډېرو زياتو نکلونو امر وکړي، دغه کار به زما د نکلونو سوداګري ګټمنه کړي؛ ځکه دغه کلتوري خبرې بايد چې ادامه پيداکړي، دلته خلک د خوشالۍ په نکلونو پسې مړه دي، خلک غواړي چې د افغانستان په اړه نوي نکلونه او نوې کيسې واوري. خلک د وژنو او مرګونو له زړو ورستو او تکراري کيسو څخه خوابدي شوي دي، خلک خوښي غواړي غمونه نه غواړي.

په افغانستان کې د بمونو او چاودونو د خبرونو اړخ يوازې سياسي او جنګي انځور وړاندي کوي؛ د دغه سياسي انځور تر شا يو عام افغان هم شته چې يوازې د ژوند په خوشالۍ پسې ګرځي، په خپله پېژندګلوۍ پسې ګرځي، دغه عام افغان هم خپل ارمانونه غمونه او ښادۍ لري، خپل دودونه او رواجونه لري. ايا د يو عام افغان د ژوند دغه خواوې موږ ته رسنيو راښکاره کړې دي؟ د ګوتو په شمېر داسې خبرونه شته، دغه زلمی کابلي والا د دغه کار لپاره لېڅې رانغښتې دي چې د افغانانو د ژوند هغه اصيل او سوله ييز انځور خلکو ته د يو افغان استازي په توګه د افغانانو خاکساري او مېړانه ورښکاره کړي.

غير سرکاري ټولنې او ښوونځي

موسسې او ښوونځي ما د نکلو لپاره ور غواړي خو اکثره يې يو عجيب عادت لري چې هر څه وړيا غواړي، له ما څخه هم خپلو پروګرامونو ته وړيا تګ غواړي، ځان داسې ښکاره کوي لکه په کابلي والا پسې چې کورنۍ نه وي، هغه هم اړتياوې لري، کابلي والا له کوچنيانو يا وړکو سره مينه لري خو په ده پسې هم کورنۍ ده، ډوډۍ ترې غواړي، که هېڅوک هم د کابلي والا مېوه يانې نکلونه وانه خلي نو ښکاره خبره ده چې سوداګر بيا کلي ته نه شي راتللای که څه هم اولادونه به يې خواستغي او وږي وي. نو هغه بېچاره خو وږی نه شي بېده کېدلای خپل اولاد ته يوه ګولۍ ډوډۍ خو به خامخا برابروي. نو خلک بايد د کابلي والا د نکلونو د خرڅولو لپاره د زلمي کابلي والا چې کوڅه په کوڅه ګرځي، ملاتړ وکړي او ښه سمه مرسته ورسره وکړي چې خلک يې سودا وکړي.

که يې د مثبتې خوا خبره ياده کړم، ما د کابلي والا په توګه دلته د هندوستان په پلازمېنه ډيلي کې په ګڼ شمېر ښوونځيو کې د نکلونو نندارې وړاندې کړې دي چې ډېر زيات هرکلی مې شوی دی، خلکو د کابلي والا کيسې خوښې کړې دي.

څلورمه پوښتنه:

تاسې تر اوسه د کابلي والا په توګه څو نندارې وړاندې کړې دي؟

کمال پروتي:

تر اوسه پورې ما د کابلي والا نکلونو څلور پنځوس نندارې وړاندې کړې دي، زه بل کار نه لرم هره ورځ ټول وخت د نکلونو پر سوداګرۍ تېروم، زما ډېرې کيسې مخ پر تکراري کېدو وې نو ځکه زه اوس له افغانستان څخه غواړم چې ځينې کيسې واخلم او خپله د کيسو ځولۍ پرې ډکه کړم. دغه مې کار دی، د ډسمبر ٢٥مه چې د عيسويانو د اختر ورځ کېږي هم ځينو ټولنو زما د نکلونو نندارې دری پر له پسې نندارې سپانسر کړې دي. زه په دې ډېر خوشاله ځکه يم چې د کريس ميس په ورځ عيسويان د سينټا کلاس په نوم يو جلا دود لري خو دغه ټولنې کابلي والا ته بلنه ورکړې ده.

تېر کال يوې ټولنې چې زما د نکلونو ننداره واورېدل نو راڅخه يې وغوښتل چې د دوی نندارې ته ورسم خو د کابلي والا پر ځای بايد چې د عيسويانو د سنټاکلاس جامې واغوندم، ما يې له منلو څخه ځکه ډډه وکړه چې زما او د دوی نظريې سره بېلې وې، زه د نکلونو په دې سوداګرۍ کې لږ پيسې ګټم، ودي شي چې زه يوه ورځ اړ شم چې ګردسره د نکلونو پلنډه کور ته کښېږدم او بېرته د ظالمې نړۍ په نړيوالو شرکتونو کې يوه خواري ولټوم، دا نو هغه شرکتونه دي چې هر مامور يې اړ وي چې د لوړ مقام د حاصلولو په نيت يوه کيسه جوړوي، د ځينو په ډول ګام پر ږدي او مخ پر لوړه خيژي. په دې نيت چې يو څه به وګټي خو په خپله هم نه وي پرې خبر چې پای به يې څه وي.

کابلي والا وايي، تر اوسه يو کال کېږي چې دغه کار ته مې ملاتړلې ده، د هندوستان په ګڼ شمېر ولايتونو کې مې د نکلونو نندارې وړاندې کړې دي، په خپلو وروستيو نندارو کې يې د افغانستان د وروستيو اسماني ټکې، يانې زلزلې په باره کې هم خلکو ته معلومات ورکړي او ورکوم يې. د نکلونو دا نندارې اکثره ما پر هندي ژبه وړاندې کړې دي خو يوه ننداره مې په جرمني ژبه هم کړې ده، ما تر اوسه دکوچنيانو په شپږو مېلو کې هم دکابلي والا په توګه ګډون کړي او زما دنکلونو سودا پکې شوې ده.

د شمېر له مخې زما د نکلونو نندارې ته دری نيم زره کسان راغلي دي چې کوچنيان، د هغوی مور او پلار او ښوونکي ټول په کې شامل دي.

پنځمه پوښتنه:

په دغه کار کې تاسې له کومو ستونزو سره مخ شوي ياست؟

کمال پروتي: زه چې د نکلونو ننداره پيلوم نو لومړی سلام اچوم بيا خپلو ليدونکو او اورېدونکو ته د سلام ځواب يانې د وعليکم سلام طريقه ورښيم، د کابلي والا مينه ناک سلام او له خندا ډکه خوله د خلکو پر مخ موسکا راولي، خو لږ شمېر داسې کسان هم شته چې زما سلام بد پرې ولګېږي او راڅخه وبېريږي. داسې کسان زما د نکلونو سودا نه کوي، داسې کسان د رسنيو په تبليغاتو اوس هم باور کوي چې کابلي والا به د دوی کوچنيان د خپل کلتور د ښوولو له لارې په پلنډه کې له ځان سره يوسي.

زه يو ساعت په افغاني لهجه له کوچنيانو او لويانو سره خبرې کوم، په سلو کې د ٩٩ سلنه کسانو د پښتنو کلتور خوښېږي او خوند ورکوي، خو هغه کسان چې په سلو کې يو دي، د هغوی د افغانانو له کلتور سره جوړه نه ده؛ ځکه دوی د مسلمانانو له کلتور سره عموماً جوړ نه دي. ځکه دوی فکر کوي چې د مسلمانانو د کلتور نږدې والى ډېر خطرناک کار دی. د ځينو متعصبينو چې د کابلي والا کيسه خوښه نه شي يا خو نورې کيسې نه ترې اخلي او يا هم نور هڅوي چې زما کيسې وانه خلي، که خبره داسې بربنډه وکړم نو د نکلونو تر هرې نندارې وروسته زما باور نه وي چې وروسته به بيا هم دغه کسان چې زه يې د نکلچي په توګه ور غوښتی يم بيا به مې هم ور وغواړي، که نه. ځيني وخت د نکلونو د نندارې په حالت کې له ما څخه ځينو کسانو پوښتنه کړې ده چې ته مسلمان يې؟ کله چې ما د کابلي والا جامې اغوستې وي نو زما ځواب يو لوی هو وي. يانې په لوړ غږ ورته ووايم چې هو، که يو څوک نه غواړي چې له مسلمان سره سوداګري وکړي دا د هغه کس ستونزه ده، زما ستونزه نه ده، زما دنده د هنر پنځونه او يو ښه تخليق دی.

شپږمه پوښتنه:

د راتلونکي لپاره مو کړنلاره څه ده؟

کمال پروتي: ډېره په زړه پورې پوښتنه ده، زه ګردسره نه پوهېږم چې راتلونکی به مې څنګه وي. پر کومه خوا روان يم او کابلي والا به له دغه ځای څخه پر کومه خوا ولاړ شي. دی به دلته پاتې شي؟ ايا کابلي والا به د خپل سوله ييز پيغام او ساعت تېري په دغه رسالت کې بريالی شي او که څنګه؟ ايا دغسې به روان وي لکه دا اوس چې روان دی؟ ايا د ځان په څېر به نور کابلي والا د سولې استازي هم راوزيږوي؟ د دغه کار ادامه په هغو ټولنو او ادارو پورې اړه لري چې دغه ډول نندارې بايد تمويل کړي. دا پرېکړه په دوی پورې اړه لري، دوی د کابلي والا ښه هرکلی هم کولای شي او دا پروجيکټ دغسې پر دغه حال ختمېدلای هم شي.

زه يوه خبره دا يادول غواړم چې پر ځينو پښتو کيسو هم کار وکړم او دلته په هندوستان کې يې وړاندي کړم، خو دا ټول هغه کارونه دي چې د پيسو لګښت غواړي.

سيد رحيم افغان هغه ليکوال او ژورنالېست دى چې د امريکا په متحدو ايالتونو کې اوسېږې او وخت ناوخت له پژواک خبري اژنس سره همکاري کوي

Leave A Reply

Your email address will not be published.