د ناسیاله قام سیال وګړي پېژنئ؟ / بوریوال کاکړ
ځینې پښتانه فکر کوي چې دوی په پاکستان کې ښه ژوند لري او خوشاله دي نو ټول پښتون قام هم پکې خوشاله دی. داسې نه ده. دا پښتانه په اصل کې په شخصي او قامي ګټو کې فرق نه کوي او یا یې نشي کولای. دوی باید تر خپلو ګټو و قامي ګټو ته لومړیتوب ورکړي هغه ځکه چې که ټول پښتون قام سیال شو نو دوی به هم پکې سیالان شي ګنې یوازې د خینو خلکو په په ښه ژوند درلودلو ټول قام نه سیال دی او نه خوشال دی. د دې پښتنو حالت په دې ټپه کې ډېر ښه څرګند شوی دی.
په ډول ډال کې حمزه خانه
کور ته دې راغلم مور دې لنګ وهلی وونه