د قاموسونوتاج قاموس وپیژنئ ! / لیکوال : الحاج پوهنوال ډاکټرنظرمحمدځدراڼ

0 528

نیټه :  دمارچ میاشتې شپږم ۲۰۱۶

ځای : دجرمني هیواد،فرانکفورت ښار

کله چې زه لا تنکی ځوان اودرحمن باباپه لیسه کې په زده کړوبخت وم نودانګلیسې ژبې سره مې ډیره مینه درلودله . داځکه چې هرچابه ویل :

  • که څوک په انګلیسې ژبه وپوهیږي نو د هر ډول علم دروازې ورته خلاصې دي .

 خوپه هغه وخت کې تر ټولو ستره ستونځه داوه چې د پښتو- انګلیسې ژبې قاموس څرک نه ترسترګو کیده. په داسې حال کې چې په دري ژبه دومره قاموسونه پیدا کیدل. همدارنګه په نورو څانګوکې په پښتو ژبه د کتابونو کمښت هم داسې درواخله.

په دې هکله به زه تل ځوریدلم چې د پښتون بادر قوم ژبه ولې دومره وروسته پاتې ده.

نن ورځ چې اوس د همغه وخت څخه لږڅه پنځوس کاله تیر شوي دي زما د زړه ارمان  د ډاکټرصاحب مصداق په قلم پوره شو. ډېر ویاړیم چې دهیواد ملي او فرهنګي بې ساري شخصیت ډاکټرصاحب نبې مصداق له خوا د پښتو- انګلیسې ژبې د قاموسونو تاج قاموس ولیکل شواو افغان ولس ته وړاندې شو.

nabi misadaq dawat
ډاکټرنبي مصداق

په دې تړاو د یادولو وړ خبره دا ده چې د تاج کلمه په دودیزه توګه هغه مهال کارول کیږي چې د شیانو،اشخاصواو یا دعلمې ، مذهبي کتابونوترمنځ خپل منځی ځانګړتیاوې د یو بل سره پرتله کیږي.

زه به اوس دلته څوبیلګې په ګوته کړم چې د تاج کلمې سره تړاو لري. دا چې څومره په ځای دي، سم او یا ناسم مالوما ت دی  ضمانت (ذ ِمـَّـه ) يې نه کوم. دا ځکه چې داټول په سترګو لیدلي ،یااوریدلي اویا لوستلې مالومات دي.

د بیلګې په توګه :

  • د ملایانو څخه مااوریدلي دي چې آیت الکرسي د سورت البقره دوه سوه پینځه پنځوسم آیت شریف د قرآن شریف تاج آیت دی .
  • په هندوستان هیواد کي تاج محل دامانا لري چې د نړۍ ټولو نامتو تعمیرونوپه پرتله تاج محل هغه تعمیر دی چې ساری نه لري. یانې د ښایسته قصرونو ترمنځ ترټولو ښایسته قصردی.
  • په تاریخ کې د نړۍ پاچاهان هم داسې درواخله چې تاج په سرلري او د نورو خلکو په پرتله ځانګړی لوړ مقام لري.
  • د ژوندانه په کلتورې برخو کې هم د یوه شخص په سرباندې د تاج کيښولو مراسم ترسترګو کیږي. د بیلګې په توګه هغه پیغله انجلۍ چې د نوروانجلیو په پرتله ډیره ښایسته وي په سريې تاج کیښول کیږي.
  • زما په آند چې د ډاکټرصاحب نبې مصداق له خوا د پښتو- انګلیسې ژبې قاموس د نورو قاموسونو په پرتله د قاموسونوتاج قاموس دی.

دا ځکه چې د نوموړې قاموس ځانګړتیاوې په لاندې ډول دي:

  • د نورو قاموسونو په پرتله د ډاکټرصاحب مصداق پښتو- انگليسي قاموس ترټولو جامع او علمي قاموس دی.
  • د پښتوژبې د پراختیا لپاره یوه بې سارې غټه علمې سرمایه ده.
  • د پښتون قوم لپاره د تحریک لومړی ګام دی چې هرشخص پخپله مورنۍ ژبې پښتو ته خدمت وکړي اونورقومونه ورباندې ګرم نه کړي. په دې اړوند د ډاکټرصاحب مصداق او د رحمن بابا فکرونه او نیتونه سره ورته دي. لکه چې رحمن باباوايې :

ما چې خال دستا د وریځو ترمنځ ولید

نه بل هسې شان امام شته نه محراب

 

په سړبن کې یو کتاب هم چاوه نه کړ

بې رحمانه چې يې وکړ دا کتاب

ډاکټر صاحب مصداق  د رحمن باباپه شان ډګر ته راودانګل اود الله ج په مرسته یې نوموړی علمي قاموس ولیکه.

په پای کې زه نظرمحمد سلطانزی ځدراڼ د یوه ملګري اوهم ټولګې په صفت د الله ج څخه ډاکټرصاحب مصداق ته لانور توفیق اوبریالیتوب غواړم چې د وس سره سم د قاموسونو تاج قاموس په شان نور کتابونه هم ولیکي.

(په لاس او ګوتو دې برکت)

Leave A Reply

Your email address will not be published.