وېل، ” په حکومت کې کار ناروا نه بولم/ ډاکټر نجیب ننګیال

0 452

وېل،
” په حکومت کې کار ناروا نه بولم. زما پسې چې هر چا ويلي دروغ يې ويلي. خو البته له سرکاره ښه خاطره نلرم. سرکار مې اوس په ذهن کې د بت په څېر جوړ شوی چې تر ډېره ځان ځنې ساتم. نه غواړم چې سر مې له “بادار” پرته “سرکار” ته هم ټيټ شي. پنځه نيم کاله مې په حکومت کې کار وکړ. د ننګرهار پوهنتون استاد وم. چې طالبان راغلل، يو کال نور مې هم دنده وکړه. يوه ورځ د اميرالمومنين (؟) فرمان راغلی و، چې د ټولو استادانو صورت او سيرت بايد په شريعت برابر وي. ما حاضري امضا کوله چې مسئول کس ويل دا فرمان هم درسره لاسليک کړه. پوښتنه مې وکړه چې سيرت مې خدای ته ماustad asif samim 2لوم دی او صورت مې دغه شی دی، نو د دې فرمان هدف څه شی دی؟ وېل نه ته بايد پټکی په سر کړې. ورته مې کړه چې زه په خپل ژوند کې له دې د ډېر مداخلت اجازه چاته نه ورکوم. راته سور شو، چې دا فرمان خو ان کميونستانو هم لاسليک کړ، ته يې ولې نه کوې؟ هماغه مې وروستي ورځ شوه، استعفا مې ورکړه او دا اوولس کاله شو چې بې دندې ګرځم. حکومتونه تغير شو خو هغه څه چې زه يې غواړم حکومت يې نه راکوي. زه په يوه پوهنتون کې استادي غواړم، هېواد ته مې په علمي او روزنيزو بنسټونو کې خدمت کول غواړم. خو سرکار وايي وايي مشاور شه، فرهنګي اتشه شه، معين شه، دا شه هغه شه. زه نه غواړم په هغسې دندو خپل ځان زندۍ کړم. زه د ازادۍ په قېمت هېڅ دنده نه قبلوم.
انوارلحق احدي درې وارې سړی را ولېږه چې زما خوا ته راشه. ورغلم، راته يې وېل چې له مونږ سره کار وکړه. ما ورته نه وکړل. وېل نو څه غواړې؟ ما وېل هماغه پخوانۍ دنده، د پوهنتون استادي. وېل همدا اونۍ يې کرزي صيب ته وايم، مقرروو دې. لس کاله وشو، کرزی صيب ولاړ خو زه لا هم په کور ناست يم.
جهاني صيب ته ورغلی وم، عريضه مې ور وړې وه. چې په کامه کې مې يو لوی عامه کتابتون جوړ کړی. نور يې خپله نشم ساتلی. راڅخه خرابېږي. يوه مسول کس مې ورته ټاکلی. خو معاش يې نشم ورکولی. که تاسې د مهربانۍ له مخې د کتابتون لپاره د حکومت له بوديجې هغه مسول کس ته دوامداره معاش ومنئ. کتابتون به نه خرابېږي او زه به له دغه بوجه اقلا خلاص شم. وېل هغه راته کړه چې ته راځه زما سره مشاور شه، ما نه وکړل. د کتابتون د مسول د معاش خبره لا هم پاتې ده.
غضنفر صيب احوال را ولېږه. څو وارې يې اسناد راڅخه غوښتي و چې دنده درکوو. اسناد مې د يو چا په لاس ور ولېږل. څه موده وروسته هماغه کس راته وويل چې لکه چې سرکار دې نه مني.
د معارف وزير وېل د نصاب په کمېټه کې دې ټاکو. دا دنده مې خوښه شوه. ما هوکړه وکړه. خو تر اوسه بيا چا احوال نه دی راکړی. “

وېل،
” بچيه! ژوند دی. خلک به هر څه، هر څه وايي. ما په اوولس کاله بېکارۍ کې چا ته لاس نه دی ور اوږد کړی. “بادار” لرم، د “سرکار” پروا نه راځي. “

يوه بحر ته غوږ وم، يوه سپېڅلي او پاک نفسه عالم ته. زړه مې درد وکړ. مونږ له يوه منور انسان سره څه کړي؟ د هغه له پوهې مو هېڅ ګټه نکړه پورته. په يوه هېواد کې چې خامه خوله، پدر ازاره، مادر ازاره يواځې د دوه ټکي انګليسي په ويلو 5000 زره ډالره معاش اخلي او يو لوی اديب، ژبپوه او عالم دې درې وخته ډوډۍ ته حيران وي. هغه ملت تر دې په بده ورځ ارزي.
د ولسمشر غني په واکمنۍ کې هم د استاد اصف صميم په څېر پاک سړی دې ته په تمه دی، چې ګوندې څوک يې په کوم علمي بنسټ کې په کار وګماري. که غني واقعا پاکو او ژمنو انسانانو ته ضرورت لري، نو دې سړي ته دې هماغه دنده ورکړي چې خوښه يې وي.
دا غمی د ورکولو نه دی، دا سړی د خپه کولو نه…..

Leave A Reply

Your email address will not be published.