ځیني له پخوانیو مجاهدینو ګيله من دي چې ولي… /خوشال خلیل

0 336

ځیني له پخوانیو مجاهدینو ګيله من دي چې ولي د تورخم په مسئله کې خاموشه دي. هغوی به نور هم خاموشه شي، هغوی پوهیږي چې د وطن او خاورې په جګړه کې د هغوی جهادي او پان اسلامیستی شعارونه او ادبیات خلک په وجد او جذبه کې نشي راوستلی، نه هم دوی د وسله وال پوځ او نوی نسل لپاره رول ماډل جوړیدلی شي، ځکه د وطن او خاورې نه د دفاع جګړه ناسیونالیستي او وطنپرستانه ادبیاتو ته اړتیا لري، که دوی هم د وطنپرستۍ شعارونه ورکوي په اتومات ډول له خپل اصلیت نه لري کېږي، ځکه د دوی د خپلو عقایدو په اساس د اسلامي هيوادونو ترمنځ سرحد نه مني او په همدې خاطر خو یې د اسلامي ورورولۍ تر نامه لاندې حتا پنجابي حمید ګل ته د خپل حکومت د ستر مشاور چوکۍ ورکوله او د خپلې اردو ټانګونه یې په خورا افتخار پرې خرڅول. مجاهدین همدا اوس د خلکو په زړونو او ذهنونو کې څنډې ته شوي دي، هغه پخوانی برم، دبدبه او زور یې نشته، یوازې د باد راوړو پیسو په زور یې فزیکي شته والی ساتلی دی.
که تاسو توجه کړي وي، د ملي اردو په ټانګونو او موټرو د نجیب د وخت د (وطن یا کفن) شعار لیدل کېږي، زموږ سرتیرو ته اوس دغسې شعارونه روحیه او انګیزه ورکوي او کله چې یې جنګ هم پاکستان او د هغوی اجیرانو سره وي، بیا خو مجاهد هیڅ انتن نه ورکوي. که پاکستان سره دا جګړه هر څومره اوږدیږي او سختېږي هغومره په کې مجاهد څنډې ته کېږي، نو ځکه دوی خاموشه دي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.