د تورخم پېښه او ځینې تازه ټکي؛ /خان محمد ستانکزی

0 344

– د تورخم جنګ وروسته له هغه ونښته چې رحیل شریف د افغانستان سفیر ته په یوه خصوصي مجلس کې په قهر وویل چې زه په ۳۰ ثانیو کې دننه ننګرهار ولایت نیسم او مجلس یو بل ته د اخطار په ورکولو پای ته ورسېد،
– افغانستان د پنجابي یرغل په وړاندې کافی اندازه مېړانه وښوده چې د ۴ شهیدانو په ورکولو سره یې ۲۱ پاکستاني سرتېري او یو جګړن ووژل،‌
– پاکستان د افغانستان د کامیابې بهرنۍ پالیسۍ په نتیجه کې له سختې انزوا سره مخامخ شوی دی، او په یوه وروستي انکشاف کې یاده شوې ده چې سوېډن د پاکستان د دوه مخیتوب له امله پاکستاني محصلینو ته سکالرشیپونه ځنډوي او ورسره د تګ راتګ چارې ممکن ټیټ حد ته راښکته کوي،
– د تورخم د موجود کار په رابطه د افغانستان او پاکستان د چارواکو تر منځ له زاخېلوال څخه مخکې هوکړه شوې وه خو دا په یاد لرل په کار دي چې دروازه جوړول د قران ټکی نه دی چې لیرې/بدل نه کړای شي،
– پاکستان او یو شمېر داخلي کړۍ چې په راس کې یې امرالله صالح، عمر داودزی او یو شمېر نور کسان دي په ګډه سره غواړي چې عمر زاخېلوال چې له غني،‌ اتمر، او معصوم ستانکزي سره د یوه څلورګوني قوي کاري ټیم غړی دی نوم بدی کړي،‌
– طلوع او طلوع نیوز د پاکستان له سفارت نه کافي اندازه پیسې ترلاسه کوي چې داسې کسان د مرکو له پاره ور وغواړي چې د ډیورنډ کرښه د رسمي سرحد په توګه یاده کړي،
– د افغانستان د نیمو وسله والو مخالفینو کورنۍ پاکستان برمته نیولی او د افغان ولس او حکومت پرضد جنګ ته یې شکاري چې د دوی را په کور کول یو مهم اولویت دی.‌

که په کور دننه له څلوېښت کلنې محرقې څخه راپورته شو،‌ کېنو،‌ روان او په لاره د تګ شو بیا په اسانۍ سره کولی شو چې دروازې څه چې دېوالونه مات کړو،‌ لا د پولې پورې هم ډېر ویده زمریان شته چې ډېر په اسانۍ سره د استعمار د بګوې په مرۍ پښې کېږدي او خېټې یې څیرې کړي،‌ د تېرو درې ورځو د فیس بک پستونه او اعلانونه یې ښه مثالونه دي!
عکس: د برلېن دېوال د ورانولو پر وخت

Leave A Reply

Your email address will not be published.