د ۱۳۹۴/۱۳۹۵ کال کانکور په اړه بوږنوونکې شمېرې/ خوشال روهي

0 343

د اساسي قانون ۴۳ ماده: دولت مکلف دی چې په ټول افغانستان کې د متوازن معارف د عامولو او د منځنيو اجباري زده کړو د تاميڼ لپاره اغېزمن پروګرام طرح او تطبيق کړي.
خو د تېر کال د کانکور پايلې بیا بل څه وايي:
• لوړو، نيمه لوړو او خصوصي زده کړو ته د ټولو کاميابانو شمېر: ۱۵۶۶۸۱
• له ۸ ولايتونو څخه (هلمند، فراه، نورستان، نيمروز، ارزګان، زابل، باغيس، پکتيکا) د ټولو کاميابانو شمېر ۴۵۰۴ کسان، چې ۳٪ کېږي.
• خو يوازې له پروان څخه د برياليو کسانو شمېر: ۵۴۹۲
• د هغو کسانو مجموعي شمېر چې تر ۳۰۰ پورته نومرې يې اخېستې دي، يعنې لوړو پوهنځيو لکه طب او انجينري ته بريالي شوي: ۱۴۸۶
• له کندهار، هلمند او زابل څخه په مجموع کې يوازې ۲ کسانو تر ۳۰۰ پورته نومرې اخېستي
• درې داسې ولايتونه دي، چې يو کس هم تر ۳۰۰ پورته نومرې نه دي اخېستي
• ۶ ولايتونه داسې دي، چې يوازې يو يو کس تر ۳۰۰ پورته نومرې اخېستي
• که په پورتني معيار د ۱۸ ولايتونو شمېر وسنجوو، د ټول شمېر ۲٪ کېږي او له ۲۷ ولایتونو څخه ۶٪ کېږي
• ۹۴٪ زده کوونکو چې تر ۳۰۰ پورته نومرې اخېستې دي، يوازې له ۷ ولايتونو څخه دي
د آمادګي پوهنځی د همدغې بېعدالتۍ د جبران لپاره جوړ شوی و، خو له بده مرغه د لوړو زده کړو وزيرې تر ټولو لومړی پر همدې پوهنځي ګوزار وکړ او دوه کاله کېږي چې مخه يې نېولې ده او پدې توګه يې له جنګ ځپلو او محرومو ولايتونو څخه لس زره زده کوونکي له لوړو زده کړو بې برخې کړل.
سږکال په کانکور کې د نجونو لپاره د کاميابۍ سقف ۳۰٪ راټيټ شو، خو له دې امتياز څخه هم يوازې د پرمختللو ولايتونو نجونو ګټه واخېسته. پوښتنه دا ده، چې په پر مختللو ولايتونو کې د نجونو لپاره شرايط ډېره ناړه دي، که په جنګ ځپلو ولايتونو کې د هلکانو لپاره!!؟
د متوازن انکشاف او عادلانه لاسرسي مکلفيت آخر د چا پر غاړه دی، چې موږ پوښتنه ترې وکړو؟

Leave A Reply

Your email address will not be published.