ترکیه کې کودتا!/ محمد اشرف یاد

0 353

همدا شېبه په نړېوالو رسنیو کې تازه خبر دا دی چې د ترکیې په پلازمېنه انقره او استانبول کې مهمې لارې او لوی پلونه د ترکي فوځ له لورې بند شوي دي، فوځي جیټ الوتکې ډېر ټیټ پروازونه کوي، د استانبول د نړېوال هوایي ډګر ټول ملکي پروازونه لغوه، برېښنایي ارتباطي وسیلې له کاره لوېدلي او ټول اوسېدونکي خلک نا معلومه برخلیک ته په تشویش کې دي.
له بل پلوه د ترکیې لومړی وزیر بینالي یلدرېم ډاډ ورکوي چې دا د فوځ له لورې کودتا نه ده او د خلکو له لورې ټاکل شوی حکومت به دوام ولري خو د ترکیې فوځ مشر وایي همدا شېبه یې د انقرې کنترول ترلاسه کړ، د نوي اساسي قانون د جوړولو او د بېړني حالت اعلان یې وکړ، زیاته یې کړه چې بهرنی سیاست به ملکي حکومت اداره کوي.
ولسمشر طیب اوردغان وایي چې ددې نظامي حرکت تر شا د هر چا لاس وي نو دا کار به ورته په ډېر لوړ قیمت تمام شي
د یادونې وړ ده چې په ترکیه کې د ۲۰۱۵ کال د نومبر په میاشت کې دوهم دور ټاکنې ترسره شوې چې د عدالت او پرمختیا اسلام پاله ګوند د ۵۵۰ څوکیو څخه ۳۱۶ څوکۍ تر لاسه کړې او د داود اوغلو په مشرۍ یې نوی حکومت را منځ ته کړ خو په دې وروستیو کې ددې ګوند د ځينو داخلي ستونزو له امله لومړي وزیر داود اوغلو استعفا ورکړه او بینالي یلدرېم یې پر ځای کېناست. همدا راز ګڼ ځانمرګي بریدونه هم د PKK او داعش له لوري په ترکیه کې ترسره شول چې ددې هېواد امنیت ته یې زیان واړوه.

محمد اشرف یاد _ نوی ډیلی
۱۶ جولای ۲۰۱۶

Leave A Reply

Your email address will not be published.