که غواړئ خپل هیواد په پښو ودروئ نو د خپل هیواد تولیدات واخلئ

0 440

د خپل هیواد تولید مو که څه هم کیدای شي د بهرنیو تولیداتو په نسبت یو څه ټیټ کیفیت ولري (په ډیری حالاتو کې تر ګاونډیانو ښه وي) خو بیا یې هم باید له وطن سره د میني او د ملي ګټو لپاره واخلئ. همدا کارخانې چې روانې وي نو له یوې خوا به یو زیات شمیر افغانان کار ولري او له بلې خوا به کارګر او مالک دولت ته مالیه ورکوي. نه یوازې مو د خلکو اقتصاد ورسره ښه کیږي بلکې د دولت اقتصاد مو هم ورسره په پښو دریږي. د پرمختللې نړۍ تر ټولو غټ کمال همدا دی چې ډیری خلک یې کار کوي او دولت ته مالیه ورکوي. د دولتو اقتصادونه یې د همدې مالیې په پيسو په پښو ولاړ دي. نن چې غرب له افغانانو سره مرسته کوي دا یې ډیری د خپلو خلکو د ماليې پيسې دي.
بل ټکي ته مو پام وي چې هره کارخانه په شروع کې دومره ښه تولید نلري. خو که دوام پيدا کړي نو ورو ورو خپل تولید اصلاح کوي چې په نتیجه کې یو باکیفیته تولید په کم قیمت خرڅلاو ته وړاندې کوي. له سوني نه تر سامسانګ تر فورډ تر ټویوټا او تر بلې کمپنۍ پورې هرې یوې په اولو وختو کې د دومره ښه کیفیت سامان نشو تولیدولای خو د وخت له تیریدو سره یې د تولیداتو کیفیت هم ښه کیده. نن که تاسې د خپلو افغان کمپنیو تولیدات اخلئ دا تاسې په حقیقت کې د دې کمپنۍ او د افغانستان د اقتصاد له بقا سره مرسته کوئ. که لس کاله وروسته د دې کمپنۍ تولید دومره ښه شي چې نورو هیوادو ته هم خپل تولیدات صادر کړای شي نو نه یوازې به ورسره لا ډیر افغانان په کار شي بلکې دولت ته به هم ډیره مالیه ورکوي او د هیواد اقتصاد ته به ډیره ګټه رسوي.
که غواړئ خپل هیواد په پښو ودروئ نو د خپل هیواد تولیدات واخلئ.
دجمل ستانکزی

Leave A Reply

Your email address will not be published.