غزل / اسما لمر
لکه سیند لکه اوبه ورپسې ماتــــــــــــه
لک ګل په لمر خاته ورپسې ماتــــــــــــه
نه دا توري،نه لفظونـــــــــه زما خپل دي
هم په خیال هم په کاته ورپسې ماتـــــه
ها! ځواني د لولپــــه شه اور دې واخلي
چې یم زه په دیواله ورپسې ماتـــــــــــه
سترګې سترګې شمه زه په هره لارکې
انتظار ګړمه په زړه ورپسې ماتـــــــــه
لـــکه ښاخ اولکه څانــــــــــګه د پېروتې
لکه سیوری د باڼه ورپسې ماتــــــــــــه
خپلې ژمنې مې چې یوسي تر عملــــه
ستا وعدو په څېر شم زه ورپسې ماتـه