د هلمند د کجکي د بند یو انجینر راته کیسه کوله/ اباسین بریال

0 386

د هلمند د کجکي د بند یو انجینر راته کیسه کوله، چې هلته په روژه کې کله کله له افغان سرتیرو سره روژه ماتي ته کینو. وچې ډوډۍ ته ناست وي، کله لکه د جومات چڼي له کورونو ځیره راټوله کړي، کله یوه اندازه کروانه ورته ورسیږي. هر سرتیري په خدمت کې په پردیسۍ کې اتلس میاشتې، دوه ویشت میاشتې یا تردې هم زیاتې کمې تیرې کړې دي، څوک دبدخشان دی، څوک د خوست، کنړ او څو د کاپیسا او جوزجان. انجنیر وايي، دوی کلابند دي، په ځمکه له سیمې نشي راوتلی او د هوا له لارې خو امکانات نشته. تنخواوې یې بانکونو ته راخي، او له اکونټ څخه یې د کورنۍ کوم بل غړی ددوی تنخوا نشي راایستلای. هم هلته په سرباز قیامت دی هم دلته یې په کورنۍ.
خو دا لاندې عکس د مشرانو جرګې د مشر مسلمیار صیب دی، هغه په چورلکه کې کلي ته په چکر تللی، بچیان یې هم له ځان سره چکر ته بیولي او اشنایان هم. د سربازانو چورلکه د سناتور په خدمت کې ده.
څه به خدای په دې ملت رحم وکړي، چې موږ یې خپله نه ورباندې کوو. د ولسي جرګې د مشر شپون په ټانګ کې ګرځي، امنیه قوماندان سګ جنګی ته سپي په رینجره کې وړي، مسلمیار د ملي اردو الوتکه لکه شخصي کرولا له ځان سره ګرځوي، او دوستم چې فاریاب ته لاړ شي، دوه سوه په شمیر جنګي ځواک یوازې دده امنیت ساتي.
طالب به ورک شي، خو له دې خپل افت سره به څه کوو؟ اخلاق یې را فاسد کړل.

Leave A Reply

Your email address will not be published.