غزل/اسما لمر
مجنون خاندي او ليلی راپسې ګوري
دا زه څوک يم چې صحرا راپسې ګوري
زه په چيغو د چا نوم اخلمه ژاړم
پرېږده پرېږده چې دنيا راپسې ګوري
زه یې دوړه شوم دپښو ورځنې تښتم
پل چې پورته کړي تر شا راپسې ګوري
انګازه يې شوم د فکر خاموشۍ کې
د خاموش فکر غوغا راپسې ګوري
د کتاب پاڼو کې م, ی, ن, ه غواړي
لېونی دی الفبا راپسې ګوري
لا تر اوسه مې ایره ډېره تازه ده
لا تر اوسه مې اروا راپسې ګوري
ملايکو چلېپا غوندې راکش کړم
دی لګیادی او مانا راپسې ګوري