شا وخوا سل کاله وړاندې په یوه ښکېلاکي فکري بنسټ ( Think Tank ) کې داسې بحث شوی و:

0 315

شا وخوا سل کاله وړاندې په یوه ښکېلاکي فکري بنسټ ( Think Tank ) کې داسې بحث شوی و:
ـ زموږ د ګټو او ستراتيژیکو اهدافو د خوندي کولو لپاره د سیمې د نوي ویش او خط کشۍ په وړاندې پښتانه لوی خنډ دي، له دوی سره څه وکړو؟
ـ پښتانه د غرونو بومي خلک او ساده بانډه وال یا کوچیان دي، وروسته پاتې او تاوتریخجن ولس بلل کیږي، کومه مهمه لویه سیاسي موسسه نه لري او له ګډ مشرتابه بې برخې دي، له دوی څخه مه ویریږئ !
ـ نه، ښاغلیه ! داسې نه ده، سمه ده، چې دوی سیاسي شعور نه لري، خو د دیني احساساتو په زور زموږ په وړاندې جګړه کوي او د اېمپراتورۍ لپاره یې لوی سرخوږی جوړ کړی دی.
ـ نو همدغه وسیله ( د دوی دین) ، چې ستاسو په وړاندې یې کاروي، تاسو یې هم د دوی د ځپلو، خورولو، سره وېشلو او یو پر بل د وژلو لپاره وکاروئ !
بېل یې کړئ او اېل یې کړئ! د یوه وژل بل ته روا وګرځوئ، څېړنه او پلټنه وکړئ، چې د دوی په عقایدو کې یو د بل د وژلو او لوټ تالان لپاره څه توجیهات او لارې چارې موندلای شئ !
ـ ښاغلیه ! دا کار به موږ ونه کړای شو، ځکه ټول پښتانه له موږ څخه کرکه لري.
ـ نو بیا یې په سیمه کې د دوی د خپلو تربرونو په وسیله وکړئ! هلته نور خلک شته، چې تاسو یې پر دوستۍ باور کولای شئ او په دې هرڅه تر تاسو ښه پوهیږي، چې څنګه د افغانانو ترمنځ د دوی د خپلو باورونو او عقیدو په مرسته د دوښمنۍ او کرکو تخم وشیندي.
ـ صاحبه ! لکه څوک ؟

ـ لکه پنجابیان، ایرانیان او…..

عبدالغفور لیوال

Leave A Reply

Your email address will not be published.