د بابړې کربلا: اته شپيته کاله دمخه/ عبدالهادي هادي

0 344

اته شپيته کاله دمخه پر خپله خاوره د خپل اختيار د غوښتلو په جرم تر شپږ سوه زيات سرخپوش خدايي خدمتګار د پنجابي پوځ له خوا په بابړه کې شهيدان شول، چې پر سينو يې د چليدليو مرميو تاوان هم د دوی له کورنيو واخيستل شو. دا د پښتنو لومړنی مدني حرکت وو چې په مرميو بدرګه شو او د سرونو لو پکې وشو.
د بابړې د کربلا تسلسل لا نه دی قطع شوی، لا هم پښتانه لر دي او که بر پر خپله خاوره د خپل اختيار غوښتلو په جرم د پنجاب د تورلينګيو له خوا وژل کيږي او دا سلسله به تر هغو روانه وي چې څو پښتنو د حضرت پاچا خان دې نارې ته لبيک نه وي ويلی چې : يا به يو کيږو ګنې ورکيږو!

Leave A Reply

Your email address will not be published.