نظم / اسما لمر
انگازه يې شوم دفکر په آرام کې
چې شړلې یې وم بیا راپسې ګرځي
په صحرا کې مې دسیوري په ارمان دی
هغه اوس نور په صحرا راپسې ګرځي
******
دلوړ خیال سره په ماپسې راغلی
لکه سیوری دمرغه رانه تیریږي
زه یم سیوری ددوو غرونو منځ کې ګیر یم
لکه لمر په سر دغره رانه تیریږي
*****
زه روانه لکه باد یم لکه دوړه
خپلې لارې ته شمال غوندې رسېږم
پاتي کیږي مې یوازې دپلو نښې
لکه لاره نور له لارې نه بېلېږم
******
خپل وجود کې لټوي راپسې لارې
له ځان تښتمه خپل ځان راپسې ګرځي
زه دې خپل وجود په خاورو کې ولاړه
هغه ولې په بیابان راپسې کرځي
________
اسما لمر