غزل / داکتر احمدمجیب احمدي
زړه مې راته وايي غرنی شه په صحرا ګرځه
لاړ شه له دې كلي او پردی شه په صحرا ګرځه
ځه هغه خوابدې ولولې كړه يو ځل بيا خپلې
بیا ددوی دغاړې سپېلنی شه په صحرا ګرځه
مينه شه ټول مينه د رڼا او پلوشو كورګۍ
لاړشه له دې تنه او لوګی شه په صحرا ګرځه
سترګې د جنون دې په سپېرو منظرو ډكې كړه
ځه پر وركه لاره مزلنی شه په صحرا ګرځه
نېستې کړه احمده دابدرنګه دوزخي څېرې
لاړ شه جنتي شه او ملنګ شه په صحرا ګرځه