غزل/ شاه نواز باقر
چې غزل ته مې اوس ذهن برابر شي
نو رديف د کافيې نه مرور شي
په لګن کې اوبه را وړم ورته کينم
چې را ياده کناره د سمندر شي
تنهايي مې په لار ونه خوري ويريږم
ستا احساس مې دې د لارې همسفر شي
چې د کاڼي په مړوند باندې ويده شم
چرته پاتې دې له مانه هم څادر شي
د شبږم وخت اذان هم کېداى شي وشي
او پخپله څوک د خپل ځان پيغمبر شي
ستا د ياد مرغه رانيسمه باقره!
رانه پاتې په لاسونو کې وزر شي