غزل/اسما لمر
دا کاڼي جنګومه خپل تندی ترې جوړومه
زرې زرې کوم یې خپل زړکی ترې جوړومه
بازار ته ځم راوړمه انتظار شه تر راتلو مې
شنې، سرې، تورې جنډې تاته پټکی ترې جوړومه
دا دری رنګه بېرغ مې افتخار او دسر سیوری
په سترګو ښکلوم ځان ته ټکری ترې جوړومه
ټوټې ټوټې جامې دې ټولوم پیوندوم یې
په لاسو یې ګنډم ځان ته کالی ترې جوړومه
د تا د قدم خاورې راته هم د قدر وړ وې
راټولې مې کړې ځان ته مې منګی ترې جوړومه
په دې توره نیستئ کې مې دهیلو ځمکې شاړې
کر مه پکې هیلې ځم پټی ترې جوړومه
د لمر له وړانګو ټول مې کړل دتا دمخ ګردونه
په پوزه کې چارګل ته مې غمی ترې جوړومه
_________
اسما لمر