عجیبه ده/ نجیب ننګیال

0 375

عجبه ده،
پرون په کابل کې غونډه شوې. ټولو په 7 اکتوبر 2001 د امريکا تېری غندلی. مونږ يې هم غندو. خو يوه کور ړنګي ونه ويل چې دا امريکا چا راوسته؟ نو د طالب څه کار و چې زما له وطنه يې د ټولې نړۍ د فراريانو مجرمانو ځاله جوړه کړې وه. حکيم سجاد او فقيرمحمد دروېش يې ورته کېنولي و، د چاپلوسۍ ترانې به يې ورته ويلې. د يمن، لېبيا، چېچنيا او ازبکستان وهابيان يې په مونږ د قرېشو په نامه تېرول. که به دې څه ويل وای دا د پېغمبر کليوال دي. وا سړيه د پېغمبر په کلي کې امن دی، هغوی دلته څه کوي؟ دا خو ټول له زندانونو را تښتېدلي اجرتي قاتلان دي. ته چې له وطنه يوه ناقانونه قبايلي ايجنسي جوړوې. پردي غمونه کور ته راوړې نو بيا خو به ګيلې نه کوې. يو کروز يې ويشتي نه و، بيا يې موټر سايکلونه له وزیرستانه اوښتي و. دغه خو يې بيا ټول زور و. په دې پنځلس کاله کې چې دا ملت هر څومره د امريکايانو د وحشت او دسيسو ښکار شو، مسئول يې طالب دی. د طالب سياست نه و زده. د يوې سپږې لپاره يې ټول پوستين ته اور واچاوه. 30 مليونه ملت يې د يوه عرب قرباني کړ. د 1000 تنو علماو مشوره يې زمکې ته وغورځوله او اسامه يې له وطنه ونه وېست. په يوه ملي سياست او د ټول منلي حکومت راتګ ته يې کار ونکړ. د جامد سياست نتيجه همدغه شی وي.
اوس هم وخت نه دی تېر. طالب دې د سياست برخه شي. له سياسي هلو ځلو وروسته دې امريکا ته مخه ښه ووايي. خير په يوه کال کې دې نه، په پنځو کې دې وځي. ولس خو به نه وژل کېږي. چې د ديوبند علما په 200 کاله کې پرنګي له برصغيره وباسي، نو طالب يې ولې دومره توده خوري چې هم مونږ خرابوي، هم ځان.

Leave A Reply

Your email address will not be published.