بيا هم پاسپورټ! / نصیر احمد احمدي

0 340

بيا هم پاسپورټ!
نه ټوپک لرم، نه قوماندان يم، نه وکيل، نه واسطه… ( شکر چې په دې فاسد حکومت کې يو هم نه يم ). په دې هم پوهېږم چې له دې خلکو شکايت هېڅ ګټه نه لري، خو زړه مې د رد کوي، همدا يو ليکل را پاتې دي. که نور نه وي، زړه خو به مې تش شي:
بېګاه شپه پاوکم يوه بجه وه، په دهلېز کې مې کړپ واورېد، ور ووتم، خوريې مې و. ويل يې چې د پاسپورټ رياست ته ځم، نوبت نيسم. موټر مې چالان کړ، يوه بجه د رياست مخې ته ورسېدو، په سلګونو کسانو نوبت نيولی وو، څوک ناست ول، څوک ولاړ، څوک هم په خاورو کې پراته.
دا خلک لا ماخستن راغلي ول.
يخني وه، په دې توره شپه کې يواځې دا خوار ، بې واسطې انسانان او څو خړ سپي ښکارېدل.
خوريې مې په نوبت کې ودرېد، زه کور ته ترې راغلم.
خوريې مې پوره اته ساعته ولاړ و، سهار اته بجې يې زنګ راته وواهه، په خواشينۍ يې راته وويل چې نوبت نه را ورسېد. دا يې هم وويل چې بې واسطې کار نه کېږي. له دفتره يو يو مامور راوځي او خپل شناخته کسان داخل ته ور سره بيايي.
ورياده مې کړه چې چاره نشته، کور ته لاړ شه، درې ورځې رخصتي ده، مجبوره يې چې شنبې د ماسختن له ډؤډۍ وروسته نوبت ونيسې.
دفتر ته راغلم، لس بجې د تليفون په کريدت کارت پسې د باندې ووتم، يو همکار مو ټکسي ته ولاړ و. ورته ومې ويل چې چېرته ځې؟!
ويې ويل چې د پاسپورټ رياست ته.
همکار ته مې د خپل خوريې کيسه وکړه، له خندا شين شو، را ياده يې کړه چې ما د پارلمان له يوه وکيله خط ور ووړ، پرون مې د بانک پيسې تاويلې کړې، اوس پاسپورټ اخلم.
نو زړه به دې ولې خوشاله شي، چاته به خوشاله شي، څنګه به خوشاله شي؟!!!!!!!!!
په ټول ژوند مې چاته رشوت نه دی ورکړئ، خو چاره څه ده؟!!!!!! کله چې سيند مردار وي، له چينې ورتلونکې رڼې اوبه هم پاکې نه شي پاتې کېدای.
خو دومره زړور هم نه يم چې يو چاته د پيسو ووايم. تاسو کوم څوک نه پېژنئ؟!!!!!!!!

Leave A Reply

Your email address will not be published.