په کابل کې د نجات څلي د بنسټ ډبره

0 380

ګران افغانستان:
تاريخ… تاريخ وي، هېڅکله بې ځايه پيوندونه نه مني.
هغو چې په کابل کې د نجات څلي د بنسټ ډبره کېښوده، د افغان تاريخ د يو زرين باب د رنګينۍ او د بيا لوستو لپاره يې دې خوار ملت ته د تاريخ د سمې لوستنې ست وکړ.
ترې مننه کوو.
((۷۸ کاله وړاندې د اکتوبر میاشتې په ۱۴مه، محمد نادر خان د حبیب الله کلکاني نهه میاشتنۍ توره واکمني ړنګه کړه او خپله د باچاهۍ پر تخت کېناست. د ثور تر کودتا وړاندې دغه ورځ هر کال د نجات ورځې په نوم نمانځل کېده.))
د دغه څلي د بيا جوړېدو د چارو په سمبالښت کې حق دی، چې د عدالت ګوند له مشرتابه او له ټولو غړو يې مننه وکړو. د هغو ټولو اړخونو دې هم کور ودان وي، چې سره يوه خوله شول او د نجات څلي د بنسټ ډبره يې کېښوده.
ژوندي دې وي.
تل دې وي ګران افغانستان

زبیح الله احساس

Leave A Reply

Your email address will not be published.