د نن شپې د خبرونو یوه صحنه

0 336

د نن شپې د خبرونو یوه صحنه:

پلار د خپلې ټپي لورکۍ څنګ ته ولاړ و. ویل یې: پرچه پکې بنده ده، دلته یې علاج نه کیږي، خارج کې کیږي، خو زه دومره څه نلرم چې د شپې یې وخورم.
ماشومه بیهوښه ښکاریده، خو لکه د پلار خبرې چې اوري، په ځیر ځیر یې ورکتل، غوښتل یې د پلار په بیوسۍ چیغې ووهي؛ خو وس یې نه رسیده.
ډاکټرې ویل: دې روغتون ته هره میاشت له درې سوو ډير ټپي ماشومان راوړل کیږي.
های،
نور څه غواړئ؟
بس دی
خیر دی، یو څو ماشومان روغ هم پریږدئ.

Leave A Reply

Your email address will not be published.