ځمکه فساد نیولې/ علم ګل سحر

0 724

(ځمکه فساد نیولې) دغه شعر مې په ۱۳۷۱ کال کې د تنظیمي ناتار په وخت کې لیکلی و خو زموږ تراژیدي لا هم دوام لري.
(ځمکه فساد نیولې)
تائیزه (۱)نڅاکوي، خوشاله ښکاري
او په شرابوباندې مست لېونیان
له هرې خوا ورته په مینه ګوري
تائیزه نڅا کوي خوشاله ښکاري
او په خپل لاس ماڼۍ ته اور اچوي
سکندر خاندي
نندارې یې کوي
غږ یې له لېرې اورو:
ــ پرېږدئ ماڼۍ وسوځي…
او د اوبو پرځای پرې واین شیندي
نورو هم چیغې کړلې
په مشالونویې ماڼۍ لمبه کړه
پارمینو(۲) چیغې وهي :
مه یې سوځئ
مه یې سوځئ
خو سکندر یې
نارې چېرته
اوري
پخپله چیغې وهي :
لمبې، لمبې، لمبې ژوندۍ دې وي لمبې
ماڼۍ په اور کې سوځي
دا د پېړیو هستي

د څو شېبوپه مستي
له تورو خاوروسره ګډه شوله
*** (بس ټوله ځمکه لوی فساد نیولې )(۳)
تائیزه نڅا کوي خوشاله ښکاري
اوپه شرابو باندې مست لېونیان
په مینه مینه ورته ګوري خاندي
ماڼۍ په اور کې سوځي .
۲۴/۱۱/۱۳۷۱
کابل – څارندوی مېنه
====================
(۱) تائیزه د سکندر معشوقه
(۲)پارمینو د سکندر د جګړې لوی او نږدې ملګری و، چې بیا سکندر د فیلوتاس له وژلو وروسته هغه په اکباتانا کې وواژه.
(۳)( ځمکه فساد نیولې ) دغه جمله سکندر په خپل قلم پارمینو ته لیکلې وه، د خپلو تروریستو ملګروپه وسیله یې هغه ته ولېږله او هغه یې ددې جملې له لوستلو سره جوخت وواژه .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply