رښتیا به سره وايوو/ اباسین بریال

0 397

چې ووايې طالب په کلیوالو طالب دی، یو عالم خلک درباندې رابرګ شي چې د ډاره بستره او ډوډۍ ورکوي. وه یارانو دروغ ولې سره وایوو؟ که یو یې له ډاره مړوي، شل نور له منافقت، له چاپلوسۍ، له مینې او له غرضه. طالبان د کلیوالو لپاره هغه د کشتي کج لوبغاړي دي، چې نندارچیان یې بې ښه بې بده یوه ته خوشاله وي، چې دریغه دا یې وګټي.
په پیتاوي کې به یو عالم خلک ناست وي، یو خیرن، سپږن چڼی به راشي، سپنږیری دروند سړی به یې مخې ته ورمنډه کړي؛ قاري صیب ستړی مشې. قاري بیا له هرچا دا توقع پیدا کړي، چې ځوان او زوړ یې په لاس ورپریوځي او که څوک دا کار نه کوي، نو بیا قاري چپه میچنې تاووي.
دروغ به نه وايوو طالب تر استثنا پرته په زور د چا په کور کې نشي ویده کیدلای، ځکه چې هغوی له ډاره حتی سیم کارت تر خاورو لاندې کوي نو په یو بیګانه کور واله څنګه اعتماد وکړي؟
اما
طالب په کلیو کې حاضر حکومت دی او دولت غیرحاضر، دولت په اوس وخت کې په کلیو کې داسې دی، لکه خیالي مکتبونه، خیالي کلینیکونه او خیالي پولیس، معاش به له مرکزه ځي، اعاشه اباطه به کیږي، د اباۍ پیسې به ځي خو هلته به په فزیکي توګه هیڅ موجود نه وي. اکثره ولسوالان له کابله په ولایت کې ولسوالي کوي، قوماندانان چې یوار راووځي، بیا شپږ میاشتې وروسته لاړ شي. نو تاسو قضاوت وکړئ، چې محکمه نه وي، ولسوال نه وي، د سر مصونیت نه وي، دعوه دنګله دې په کال کې حل لاره پیدا نکړي، نو خلک به ولې طالب ته نه ورځي؟ خو ددې حکومت د بیغورۍ او خیانت اولاد دی، طالب خو د حکومت له نااهلۍ چاغیږي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.