نن یو بل طالب جنت وګټلو، نن یې دا ځوان راوواژه/ اباسین بریال

0 448

نن یو بل طالب جنت وګټلو، نن یې دا ځوان راوواژه
افغانستان کې په تصادف سره یو هلک ښوونځي ته لاړ شي. په تصادف سره یې ختم کړي. په تصادف سره د پوهنتون چانس ورته برابر شي او په همدې تصادف کې یې ختم کړي. دلته لسګونه میلونه خلک بې سواده دي او داسې یو یو پکې په تصادف تر هنده لا ورسي زده کړې وکړي. ته به یې ووینې، خوشاله به شې چې ځه که تېر نسل زدکړې ونکړې دوی خو وکړې، نړۍ یې ولیده او هیله شته چې وطن دوی راجوړ کړي.
ټک شي چې خبر واورې هغه ځوان خو مړ شو!!!!!
چې وایې ولې؟ څنګه؟ دا خو روغ و؟ دا خو جوړ و؟ دا خو امکان نلري. لېکن بیا یو دم دریاد شي چې اوو دلته مرګ همداسې وي. دا پوښتنې بې‌ځایه دي. دلته مرګ همداسې وي. یو دم. ناخبره. بې ناروغۍ. زړه به دې چیغه کړي. آه به وکړې او له اسمانه، له ځمکې، له هر چا به پوښتنې چې ولې؟ لېکن هیچا سره به ځواب نه وي. ټول به خاموش درګوي او تا به خپل ځواب ترلاسه کړی وي چې رښتیا دا خو افغانستان دی. دلته خو همداسې وي. ځوانان د طالب د مرمیو خوراک شي او لاړ شي خاورې شي. ستوني کې به دې چیغې وي، له سترګو به دې اوښکه نه راځي او د زړه درزا به دې نه محسوسوې. چوپ به یې، ورک به یې او نه به پوهېږې چې ولې؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

Leave A Reply

Your email address will not be published.