دا حکومت د سوال یاري ده/ اباسین بریال

0 343

دا حکومت د سوال یاري ده. هره ورځ یو چارواکي مرور وي، خو داسې مروریږي، چې د حکومت رازونه وايي خو څوکۍ نه پریږدي.
ددوستم خبرې ټولې دنیا واورېدې، دا څوم ځل دی چې هغه په ولسمشر او اجرایه ریس د خودخواهۍ تور پورې کوي، دا څوم ځل دی، چې فاریاب ته لاړ شي له خولې لاس واخلي.
هغه ورځ مې د ضیا مسعود مرکه اورېده، ویل دا حکومت نه له چا مشوره اخلي نه د چا خبره اوري، بده یې لا داچې ښه حکومت داري پاتې وه، په داعش او طالب یې نظر ورکاوه چې راتلونکی کال به تر بل هروخت خونړی وي- ځکه چې دا د جنګ پیشګویۍ لږ بې مسولیته دي نو همدې ته کش شي.
چې ټیم د رایو لپاره جوړ شي داسې به وي لکه غلبیل هرڅه به ترې تویږي. که اعتمادي ټیم جوړ شوی وای، که د نظریاتو توافق وای، که په اساساتو راغونډ شوي وای، نن به حکومت د حکومت له دننه په چاړه نه وهل کیده. زموږ له دې بدې ورځې زموږ بیروني او کورني حریفان سخته بده استفاده کولای شي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.