غزل/شاه نواز باقر

0 1,786

ستا يادونه مې په زړه کې نه اوسيږي
ماشومان د خپلې مور نه اوس ويريږي

شوګيرې مې په تيارو باندې نيلام کړې
يقين وکړه چې خوبونه هم خرڅيږي

ليوني مې زنځير وړي له دروازې نه
د دې اجر خو به ماته ميلاويږي

ته زما په ساه کې ساه اخلي لګيا يې
د سګريټ لوګي نه ستا تصوير جوړيږي

ستا د غم په وړاندې څه دي نور غمونه
د اسمان نه لاندې ځمكه نه ښکاريږي

چې هر څومره د چا زړه ساتم باقره!
بس همدومره رانه خلګ خفه کيږي

Leave A Reply

Your email address will not be published.