له دُنيوي عذاب څخه د خوندي کېدو اسباب (۴) برخه

0 428

بسم الله الرحمان الرحيم

نحمده و نصلي علی رسوله الکريم امابعد :

( په تېر پسې )

۹ : استقامت :

۱۰ : له طُغيان څخه ځان ساتل :

۱۱ : ظالمانو ته له مائلېدو ځان ساتل :

۱۲ : د لمانځه پابندي کول :

۱۳ : صبر :

۱۴ : د ښو په لور بلنه او له بدو منع کول :

دغه وروستني شپږ اسباب په سورة هود کي ذکر شوي دي .

د سورة هود په  آخر کي الله پاک شپږ حکمونه مسلمانانو ته کړي، وروسته تر هغه چي د مختلفو قومونو د هلاکت او پر هغوی د ډول ډول عذابونو د راتگ يادونه وشوه .

ور پسې الله پاک دغه شپږ حکمونه ذکر کړي دي .

په دې کي اشاره ده چي يوازي په دغو لارو له عذابونو خلاصېدی شئ .

په دغو شپږو کي لومړنی حکم د استقامت دی .

استقامت د عذاب په دفع کولو کي مؤثر سبب دی، همدا راز استقامت يعني په صحيح او حق لار کلک درېدلو ته په دې وخت کي اړتيا هم زياته ده .

الله جل جلاله فرمايي :

فَاسْتَقِمْ كَمَا أُمِرْتَ وَمَنْ تَابَ مَعَكَ ( الآية، سورة هود : ۱۱۲)

ژباړه : نو ( اې پېغمبره- صلی الله عليه وسلم – )

ته ( او ستا ملگري چي له کفر، شرک او سرغړوني څخه د ايمان او غاړي اېښودلو لوري ته اوښتي دي ) پر سمه لار هغسي برابر ( ثابت قدم ) اوسئ څرنگه چي در ته امر شوی دی !!

( د استقامت په اړه تفصيلي ليکنه موږ پخوا ليکلې او نشر کړې ده، ځکه ئې دلته زيات تفصيل نه کوم )

دوهم حکم : وَلَا تَطْغَوْا!! دی .

الله تعالی فرمايي :

وَلَا تَطْغَوْا إِنَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ ( سورة هود : ۱۱۲)

ژباړه : او ( د بندگۍ ) له حد څخه تجاوز مه کوئ !!

طُغيان تر حد او اندازې تېرېدلو ته ويل کېږي .

يعني له هغه پولو څخه مه اوړئ چي الله پاک در ته مقرري کړې دي، که په عبادت  کي وي او که په گناهونو کي وي .

په عبادت کي تر حد تېرېدل دا دي چي په عبادت کي له ځانه زياتوالی وکړل شي، دې ته بدعت ويل کېږي او بدعت گناه ده .

او په گُناهونو کي دا دی چي الله پاک کوم شی ناروا کړی وي، د هغه له کولو ځان نه ساتل طُغيان، سرکشي او تر ټاکلي حد تجاوز او تېری دی .

نو که دا اصلی پلی شي، چي د الله تعالی له لوري تر ټاکلو حدودو تجاوز و نه شي، نو دا هم له عذاب څخه د خونديتوب ستر او مؤثر لامل دی .

دريم حکم : وَلَا تَرْكَنُوا! دی .

ظالمانو ته مائلېدل او کږېدل هم د الله پاک د عذاب لامل دی او له مائلېدلو يې ځان ساتل د عذاب د مخنيوي سبب دی .

الله – جل جلاله – فرمائلي دي :  وَلَا تَرْكَنُوا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ مِنْ أَوْلِيَاءَ ثُمَّ لَا تُنْصَرُونَ ( سورة هود : ۱۱۳) .

ژباړه : او تاسو د ظالمانو خوا ته مه کږېږئ، (که ور کاږه  شوئ !) نو اور به در ورسېږي او ( په دې وخت کي به ) ستاسو لپاره له الله پرته څوک دوست نه وي ( چي له عذاب  څخه مو وژغوري ) بيا به ستاسو سره ( هيڅ ) مرسته نه کېږي !!

مولانا اشرف علي تهانوي – رحمه الله – د دې آيت په تفسير کي ليکي : يعني د دغو ظالمانو سره يا څوک چي د دوی په څېر وي، د دوی سره دوستي او په حالاتو او کارو کي شرکت مه کوئ ( تفسير بيان القرآن ص : ۴۸۸ )

څلورم حکم : وَأَقِمِ الصَّلَاةَ! دی .

الله تعالی فرمائلي دي : وَأَقِمِ الصَّلَاةَ طَرَفَيِ النَّهَارِ وَزُلَفًا مِنَ اللَّيْلِ إِنَّ الْحَسَنَاتِ يُذْهِبْنَ السَّيِّئَاتِ ذَلِكَ ذِكْرَى لِلذَّاكِرِينَ ( سورة هود : ۱۱۴)

ژباړه :  او لمونځ د ورځي په دواړو خواوو کي او څه د شپې په ساعتونو کي قائم کړه .

په حقيقت کي نېکي، بدۍ له منځه وړي.دا د هغو خلگو لپاره يوه يادونه ده چي د خدای په  ياد لرونکي دي !!

لمونځ يو مُهم عبادت دی، چي  د عذاب په مخنيوي کي ډېر اغېزناک رول او اثر لري، تر ايمان وروسته تر ټولو مُهم عبادت او الله تعالی ته د نږدې کېدو غوره ذريعه ده .

پنځم حکم : وَاصْبِرْ ! دی .

الله تعالی فرمايي : وَاصْبِرْ فَإِنَّ اللَّهَ لَا يُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ (سورة هود : ۱۱۵)

ژباړه : او صبر وکړه ! په يقيني توگه الله د نېکي کوونکو اجر نه ضائع کوي !!

صبر هم داسي صفت دی چي له امله يې د الله پاک له عذاب څخه خونديتوب انسان ته په برخه کېږي .

صبر داسي جامع صفت دی چي ټول دين ته شاملېږي :

۱ : د عبادت په تر سره کولو صبر .

۲ : له گناه څخه صبر .

۳ : په مصيبتونو او تکليفونو صبر کول .

نو صبر هم داسي صفت دی چي له امله ئې د الله پاک له عذاب څځه نجات پيدا کېږي .

                                                                                                                      ( نور بيا …)

و صلی الله علی نبينا محمد و علی آله و اصحابه اجمعين

Leave A Reply

Your email address will not be published.