له کوم شاعره چې په مرکه کې وپوښتل شي: آيا مينه دي کړې ده؟

0 778

له کوم شاعره چې په مرکه کې وپوښتل شي: آيا مينه دي کړې ده؟ او دى په ځواب کې ورته ووايي: هو خود، له مور و پلار سره مې مينه کړې ده، له خداى سره مينه کوم، له خاورې وطن سره مينه کوم. پوه شئ چې تر دې درواغجن او منافق انسان نه شته، ځکه شاعري به يې ټوله د معشوقې له شعرونو ډکه وي، زلفې به يې ماران، بارخوګان به يې مڼې، شونډې به يې ګلاب، قد به يې چينار او څېره به يې له سپوږمۍ سره تشبيه کوي، چارګل، نته او خالونه به يې قاتلان ګڼي، خو د نوم په اخيستلو به يې خوله سوځي او د ډار خپسه به يې پر ستوني ناسته وي، چې هسې نه د خپل معشوق په يادولو د روايتي کرکجن چاپېريال د کلتوري قانون مجرم وګڼل شي.

بارکوال میاخیل

Leave A Reply