په انګلستان کې د مځکې لاندې د چرسو کرونده وموندل شوه

0 871

د انګلستان  د ویلټشیر په سیمه کې  د مځکې  لاندې  په  اټومي پناهګاه کې  د چرسو  کرونده  وموندل شوه.

په انګلستان کې  د مځکې لاندې  د چرسو  کرونده  وموندل شوه.

د انګلستان  د ویلټشیر په سیمه کې  د مځکې  لاندې  په  اټومي پناهګاه کې  د چرسو  کرونده  وموندل شوه.

د بي بي سي ترکي  د خبر له مخې  پولیسو  د تیرې چار شنبې  په شپه  د چرسو د کروندې په اړه د راپور د ترلاسه کولو نه وروسته  عملیات ترسره کړل.

د چرسو  کروندګرو  د پناهګاه لپاره  داسې مخفي  دروازې  او د تګ او راتګ  لارې جوړې کړې وې  چې  پولیسو ته يي په اړه  معلومات نه ول. پولیسو  په سیمه کې د څو ساعتونه  انتظار او هڅو نه وروسته  د پناهګاه نه د شکمندو کسانو د راوتو نه وروسته  دروازه  وموندله.

پولیس  چې کله  دننه  ننوتل  د عجیبې  منظرې سره  مخامخ شول. په پناهګاه کې  د چرسو د کرولو لپاره ځانګړې سیستم  جوړ شوی وو.

د انګلستان د پولیسو یو تن مفتش  خبري رسنیو ته ویلي دي چې  ډیره لویه  دوه پوړیزه  ودانۍ  وه  او ۲۰ جلا جلا خوني  درلودې.

هغه وویل چې  ټولې خوني  د چرسو  د بوټو نه  ډکې وې. همداشان  د چرسو  د بوټو  ډیرې زیاتې  سټې  پرتې وې.

پولیسو  د چرسو  د تولید  په تور  ۶ تنه  نیولي دي .

د یادولو وړ ده چې  دا  پناهګاه  په ۱۹۸۰ کلونو کې  د اټومي  بریدونو نه د خوندیتوب په خاطر  د ځايي حکومت د چارواکیو په خاطر  جوړه شوې وه.

پناهګاه  د انګلستان د دفاع د وزارت اړوند  وه.

TRT PASHTO

Leave A Reply

Your email address will not be published.