وتلى پاکستانى ليکوال عرفان حسين “توندلاره هېوادپالنه او جهاد”

0 691

وتلى پاکستانى ليکوال عرفان حسين “توندلاره هېوادپالنه او جهاد” تر سرليک لاندې خپره کړې يوه شننه کې ليکي:
که حالات په بې پرې توگه وارزول شي نو بايد ومنو چې لومړى پاکستان په سيمه کې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره اورپکي وکارول.
او تر ډېره دغه کسان يې په داسې شعارونو ځانته رامات کړل چې پر ديني او مذهبي عقايدو ولاړ و.
ليکوال کشمير کې د پاکستان کړنو ته اشاره کوي، او بيا افغان مجاهدين يادوي چې په وينا يې پاکستان د امريکا، لوېديځو او عربو هېوادونو په مرسته وروزل.
ليکوال د طالبانو بېلگه هم يادوي او په بلوچستان کې د هغوى پټنځايونو ته په اشاره وايي، پاکستان د سپتمبر يوولسمې له پېښو وروسته دغه ايالت په افغانستان کې د بريدونو لپاره کارولى.
مطلب کې راغلي، د حقاني شبکه له هغه ډله ده چې په افغانستان کې يې گډوډي جوړه کړې او بيا پاکستان کې د پاکستاني پوځ له بريدونو خوندي ده.

یما بارز

Leave A Reply

Your email address will not be published.