شمشتو ډېر سپېره ځاى ٶ هيڅ هم په کې نه ٶ بغير د جنګ له خبرو/ مطیع الله احمدزی

0 774

شمشتو ډېر سپېره ځاى ٶ هيڅ هم په کې نه ٶ بغير د جنګ له خبرو، کله چې نيمچه زلميان سو نو ځيني وخت به مو پټ د ښار چکر واهه، نو ځينو همزولو به چې پېښور نه و ليدلى هک حيران به وه، ځينو خو به جلکيانې وليدې چې موټر چلوي زياتي به يې چيغه کړه اله هلته ګورئ ښځه موټر چلوي، يوه ورځ اسلام اباد ته تللي و يو همزولي مو ويل دا خو داسې ښايسته دى لکه خارج، خبر مې تر دې وکړه چې رهبرانو خپل اولاد په دوبۍ او غرب کې لوى کړ، خو د ولس بچى يې داسې پټې سترګې ساته چې وغواړي هر لوبه پرې وکړي حتى انساني حق يې هم نه ورکاوه، زه خو ځوانانو ته همدا وايم چې د خداى لپاره نور د پاکستان د لاس روزل سوو رهبرانو په خبرو مه غوليږئ؛ خپل ځان وپېژنئ، وطن وپېژنئ، افغانستان مه ورانوئ، د ابادۍ لپاره يې مټې را بډ وهئ، نه د بربادي لپاره، کنه ابدي به غلامان سئ!
درنښت

Leave A Reply

Your email address will not be published.