د محمود خان اچکزي صیب او ملا فضل الرحمن فرق وګورئ/ نجم شینواری

0 924

د محمود خان اچکزي صیب او ملا فضل الرحمن فرق وګورئ
فضل الرحمن یو ځل بیا په افغانستان کی د جهاد او قتال خبره تائید کړه، جلسې ته وایی، تر هغه افغانستان کی امن نشتي راتللی ، چی بهرني ځواکونه هلته وي؟
محمود خان اچکزی صیب: غونډه کي یی د مولا نوم واخیست وایی: مولانا: تاسي باید امن ته کار وکړئ، زه تا نه غواړم ،چي د روان جنګ د ختمیدو خبره وکړي، افغانستان کی دا ۴۰ کاله زمونږ بچي وژل کیږي، او که جنګ دوام کوي، همدا زما او ستا نسلونه تباه کیږي، مونږ باید د خبلو خلکو د ژوند خبره وکړو، خپل خلګ له تباهۍ وساتو، په بار بار یی ورته نوم واخیست مولا مولانا ،
حیرانتیا ده؟؟ په همدي غونډه کي مولانا هم د ترهګرۍ ضد اعلان وکړ، سراج الحق هم او نورو عالمانو هم ، مګر په عین حال کي افغانستان ته یی خپل بوین دریځ هم هغه وښود؟؟
بله خبره : ۹۲ کی خو بهرنیان نه وو، څه حال وو؟ فکر کوم مولانا کباړ پکار دی؟؟ بیا یی ۹۲ حال پکار دی؟
بیا دا بهرنیان د کمه ځایه راغلل؟ چا یی مرسته کوله؟ چا ورته خپل سمندر، او عسکري اډي پرانستي وی؟
دا ځیني ورونو چی بیا درته د لرو پښتنو مشران سپک وایی: دا وطن درته د غفار خان فتوا باندی کنډر شو؟؟ که د صمد خان؟ کنه د همدغه مولانا فضل او سراج ووو؟

Leave A Reply