يه زما خواره نصيبه…../ نجیب ننګیال

0 756

په يوه خبره مې سر نه خلاصېږي چې اخر دا بېچاره خدای په کومه ګناه نيولې. د حسينو سترګو دغه په صورت، په سيرت معصومه مېرمن ولې هر وخت د نوي زجر سره مخ کېږي؟ دومره نړېوال نوم که بل چا سره وای، څومره ارام ژوند به يې و؟

په کډوالۍ کې را لويه شې. له پلاره يتيمه يې. مور دې هم په کوچنيوالي کې شهيده. نېشنل جيوګرافيک ۱۷ کاله ستا په انځور بزنس وکړي او ته ايله ۱۷ کاله وروسته وپوهېږې چې دا په هر دفتر او هر دکان د ښکلو سترګو، د شلېدلي پړوني، حيرانې نجلۍ عکس خو زما دی.
پښتنه يې، انځور اخيستل عار بولې. خو د دې لپاره بل انځور ته زړه ښه کړې چې ګوندې عکاس دې په تور زېړي د اخته لور او خاوند درملنه در وکړي.
پاکستاني مسلمانان دې زندان ته واچوي او د ژوند تر ټولو ترخه خاطره دې وګرځي.
له زندانه راخلاصه شې. ۳۵۵ کاله وروسته وطن ته راشې. شپږ مياشتې په يوه داسې زندان (کرايي کور) کې تېرې کړې چې د ناروغۍ سره د کور خرڅ هيڅ درک دې نه وي در مالوم. سهار ماښام کرايه دار د کور څخه د وتلو درته وايي. خپل پنځه کلن زوی ته حيرانه حيرانه ګورې…

د ولسمشر غني د حکومت او کامله جانې دې کور ودان وي چې نن يې په خپلو ټولو ژمنو کې د پاتې راتلو تر څنګ د دې زنځېدلې مېرمنې د کور برېښنا هم قطع کړه. نه کور ورکړل شو، نه يې ماشومان ښوونځي ته ولاړل او بالاخره يې د يوه برق رڼا هم ځنې واخيسته.

زاخېلوال يې زنګ نه جيګوي. د هغه نور څه کار دی؟ هغه خو خپل سياست پرې وکړ. ځان يې اتل معرفي کړ. د کابل په دروازو د هرکلي بورډونه ولګېدل. لويې لويې ژمنې وشوې او ټولو په پاچا افرين وويلو…
خو حقيقت دا دی چې دا کونډه مېرمن د برېښنا د بل وس لا هم نلري. د رڼاګانو په ښار کې، نن شپه په تياره کې تېروي. 🙁

دريغه چې شرم وای…

Leave A Reply