مجید قرار/ موږ د قاتل د تورنولو پر ځای د مقتول پر سپیناوي ډېر وخت لګوو

0 1,223

د مشال خان عزیزان د دې پر ځای چې د قاتلانو پر وحشت، تنګ نظرۍ او تېري وغږېږي، د مشال خان سپیناوي او مسلمان ښودلو ته یې بنده کړې ده. هلکه، که عقیده د خدای او بنده معامله وي نو نورو ته یې سپیناوی ورکول، او بیا په تېره قاتلانو، وحشیانو او درنده وو ته یې سپیناوی ورکول څه مانا؟
خبره باید په دې ونشي چې مشال خان تلاوت کاوو، او که نه یا یې حضرت عمر رض ته عادل وایه او کنه. خبره باید په دې وشي چې د مذهبي وحشي لېوانو غاښونه به څنګه ایستل کېږي؟ د کوڅه ډبو مذهبیانو اخلاق به څه وخت او څنګه انساني کېږي؟ د وحشت نارې او د تکبیر نارې به څه وخت او څنګه سره بیلېږي؟ خدایي به خدای پاک او بندګي به بنده ګانو ته څه وخت ور ستنېږي؟ د انسان د کرامت پایمال به څه وخت درېږي؟ د مسلمان له زړه څخه کډه شوی رحم، انسانیت، عاطفه او عزت النفس به څنګه بیرته ورته را ستنېږي؟

موږ د قاتل د تورنولو پر ځای د مقتول پر سپیناوي ډېر وخت لګوو او هغه سپیناوی چې باید خدای پاک ته یې ورکړو، ګناهګارو وحشي لېوانو ته یې ورکوو.
مجید قرار

Leave A Reply