امریکا متحده ایالتونو یو ځل بیا د کوریا په ټاپو وزمي خپلې تر ټولو پرمختللې د بمبارۍ الوتکې ولوزولې.
امریکا د یوې اوونۍ په دننه کې د دویم ځل لپاره د کوریا په ټاپو وزمې بي یو په نامه تر ټولو پرمختللې د بمبارۍ الوتکې ولوزولې.
د امریکا د سي ان ان تلویزیون د پنټاګون د یو لوړپوړي چارواکي چې نه يي غوښتل نوم يي واخیستل شي له قوله لیکلي دي چې امریکا د شمالي کوریا لخوا د بعضو عسکري اقداماتو د ترسره کولو په اړه ځینې راپورونه ترلاسه کړي دي.
د همدې امله امریکا لومړی د اپریل په ۲۶ مه نیټه ۲ بي یو د بمبارۍ الوتکې او د دویم ځل لپاره ۲ بي یو جنګي الوتکو د کوریا په ټاپو وزمې ولوزولې.
د بله پلوه د پنټاګون یو تن بل چارواکي بیا ویلي دي چې دا الوتنې د مخکې نه پلان شوې وې خو په سیمه کې د حالاتو د لا زیات ترینګلتیا د مخنیوي په خاطر پلان اعلان شوی نه وو.
د یادولو وړ ده چې د تیرې دوشنبې په ورځ د امریکا دوه بي ۱ جنګي الوتکې د امریکا اړوند د ګوام په ټاپو کې د اندرسن د هوايي هډې نه پورته شوې او د جاپان او سویلي کوریا د جنګي الوتکې سره يي په ګډه د کوریا په ټاپو وزمه الوتنه وکړه.
د بله پلوه شمالي کوریا د امریکا ددې اقدام نه په ښکاره توګه د تحریک امیزه یو اقدام په توګه یادونه کړې ده .
شمالي کوریا ویلي دي چې دا په ښکاره توګه عسکري تحریک امیزه ګام دی. شمالي کوریا د امریکا دا اقدام غندلی دی.
شمالي کوریا ویلي دي چې دا ډول تحریک امیزه ګامونه د کوریا په ټاپو وزمه کې چې حالات خراب دي ښه پسې خرابوي او اټومي جګړې ته زمینه برابروي.
د ویلو ده چې امریکا د ۲۰۱۶ کال د سپټمبر په میاشت کې هم د شمالي کوریا لخوا د پر پسې اټومي ازمایښتونو نه وروسته خپلې تر ټولو پرمختللې جنګي الوتکې د کوریا د ټاپو وزمې د پاسه الوزولې وې.
د بله پلوه نړۍوالو شننونکو د امریکا ددې اقدام نه د شمالي کوریا د ډارولو په توګه یادونه کړې ده . ډیری پدې نظر دي چې امریکا غواړي د دې ډول اقداماتو سره شمالي کوریا د فشار لاندې راولي او سرې سترګې ورته ښکاره کړي.
TRT Pashto