په لسګونو تنه طالب اورپکي د خپل بم ښکار شول

0 903

د افغانستان د غزني په ولایت کې  په لسګونو تنه  طالبان  د خپل بم  ښکار شول.

د غزني ولایت  د آب بند  په ولسوالۍ کې  په چاودنه کې  ۳۵ تنو طالب اورپکو ته  مرګ ژوبله واوښته.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت  لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې  د غزني ولایت د آب بند په ولسوالۍ کې  د طالبانو  د ماینونو جوړولو  په یو مرکز کې  د چاودنې له امله  لږ تر لږه  ۱۲ تنه  مړه  او ۲۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې  پاکستاني  او افغان طالب ترهګر  چې  په یو کور کې د ماینونو په جوړولو  بوخت  ول  چاودنه وشوه.

پدې پیښه کې  ۳۵ تنو طالبانو ته  مرګ ژوبله اوښتې ده . طالبان  د خپل ماین  ښکار  شول.

TRT PASHTO

Leave A Reply