په وطن یې سر ورکړی و/نذیر سهار

0 893

پرون د جمعې له لمانځه وروسته د یوه ځوانیمرګ د جنازې لمونځ و.
تابوت په ملي بیرغ کې تاو و، خو ډېر بې قدره پر ډاګ اېښی و. مخ مې یې ونه لیده، خلکو ویل، چې سرتېری دی، په جګړه کې شهید شوی.
په وطن یې سر ورکړی و، خو په جنازه کې یې هیڅ چارواکي ګډون نه و کړی. حتا د اړوند وزارت استازی هم نه و. غریب و، بېوزله و، خلکو یې د کلي پرځای په کابل کې جنازه مناسبه بلله، لږ ترلږه اووه صفه سړي خو پسې درېدل. له درده ډکې شیبې وې.

Leave A Reply

Your email address will not be published.