د پښتنو بزنیس په دوبۍ کې:/ ډاکټر محمد فرید بزګر

0 810

د پښتنو بزنیس په دوبۍ کې: پرون له دوبۍ راغلم، د مجبوريته يوه ورځ ډیر پاتې شوم، وروستۍ ورځ مې په ديره کې وه، کوم ځای کې چې ډیر هندوان، ايرانيان، پاکستانيان او افغانان رنګارنګ بزنيسونه لري، په يوه ورځ کې مې د دې ټولو بزنيس وليد، هندوانو، پاکستانيانو، ايرانيانو هلته فقط بزنیس کاوه، ټولو ځان د هغه ځای په اصولو برابر کړی وو، هر څه يې سټنډرډ وو، خو يوازيني نه بدليدونکي مخلوق افغانان، خصوصاً پښتانه وو. د افغانانو يو نسبتاً مشهور رستورانت ته اووه اته کسه ورغلو چې د ماښام ډوډۍ وخورو، د رسيدو سره په دروازه که ولاړو ځوانانو له ټولو سره په غيږ ستړي مه شي کوله چې حيران يې کړم، پاس چې وختلو پوه شو چې رستورانټ ټول د يوې فاتحې لپاره بوک شوی دی، هم فاتحه او هم خيرات، په ډیر تکليف مو ترې ځان راخلاص کړ، ويل يې اوس چې راغلي ياست مړۍ به حتماً خورئ. د پښتنو هر دکان کې به جرګه جوړه وه، زړه دې نه کيده چې ورننوزې. د يو دکان مخ ته چې غوښتل مې څه ترې واخلم دوه ځوانان په چوکيو ناست وو، نه پوهيږم څومره وخت به کېده چې دوی په خپل مبايلونو کې مصروف او خبرې يې کولې، مشتري ته يې ان سر نه راپورته کاوه چې د هو او نه ځواب ورکړي. هلته هم ټول په رخت پلورولو او نورو عادي څيزونو په پلورلو بوخت وو (چې ممکن خريداران يې يوازې افغانان وي)، ځکه یوازې د خپلې سليقې مطابق يې په دکانونو کې څيزونه راغونډ کړي وو، په کوچني دکان کې به دوه-درې پلورونکي چې په يو کس ښه چليده ناست وو. اکثر به په مبايلو کې اخته وو، ډله ډله به ګرځېدل، معلوميده چې يوازې وخت اړوي او هغه څه ته چې يې بايد پام وي او تمرکز په وکړي هيڅ يې په قصه کې نه وو.

Leave A Reply