د شوروي اتحاد د سقوط نه وروسته د امریکا استخباراتو…/ الله نور سیلاب

0 784

د شوروي اتحاد د سقوط نه وروسته د امریکا استخباراتو خپل یو روسی ایجنټ چی په ماسکو کی د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو وزیر و ونازاوه او انعام یی ورکړ!!!

د روسیی د استخباراتو یو مامور د دې ایجنټ نه یوه ورځ پوښتنه وکړه ورته یی وویل چی زه ستا د تعقیب مسول وم ما هیڅ داسی ګوم حرکت و نه لید چی ستا اړیکی د امریکایانو سره ورباندی ثابتی شي؟
نه کوم ټيلیفوني تماس!!!
نه کوم تګ راتګ نه فاکس؟
تا کوم داسی خدمت امریکا ته کړی دی چی تاته یی م‌‌‌‌‌‌ډال درکړ؟؟؟
ایجنټ ورته وفرمایل چی:
ما به هر نوی فارغ التحصیل په خپل مسلک کی نه مقرراوه!!!
د بی عقلانو او احمقانو د ترفیع طرفدار وم!!!
د با کفایته خلکو د پرمختګ مخه می نیوله!!!
تر هغی چی د دولت په رهبرۍ کی پخواني زاړه مامورین او نوي ځوانان لودګان ارزال این او آن ټير او ټوپ پاتی شول !!!!
او شوروي اتحاد د فکري افلاس او فقر سره مخامخ شو او سقوط یی وکړ!!!!
او کله چی کار نا اهلو ته وسپارل شي نو سقوط حتمي دی!!!!

Leave A Reply